oiuytrew
ریس خادیم

هغه عالم چي ټوله نړۍ یې حیرانه کړه!!

412 لیدنې 14 رایې
3.9 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 17 Sep 2026

هغه عالم چي ټوله نړۍ یې حیرانه کړه!!د بشر په تاریخ کي د علم له سترو نابغه‌وو څخه یو هم مسلمان عالم ابوریحان محمد بن احمد البیروني وو.البیروني په ډېرو علومو کي پراخه‌پوهه لرله. هغه په طب، فلسفه، کیمیا، فزیک، ریاضیاتو، ځمکه‌پوهنه، ستورپوهنه، تاریخ، درمل‌جوړونه او جغرافیه کي څېړني کړې وې. هغه د ځمکي د اندازه‌کولو او جغرافیایي محاسبو په برخه کي هم له مخکښو عالمانو څخه و.البیروني له نن څخه څه باندي زر کاله مخکي ویلي وو چي ځمکه د خپل محور پر شاوخوا څرخي.تر دې لا جالبه دا ده چي هغه د هغه وخت له ساده وسایلو څخه په استفاده د ځمکي محیط محاسبه کړ او پایله یې د نننیو محاسبو سره ډېره نژدې وه.هغه په بېلابېلو علومو کي له ۱۲۰ څخه ډېر کتابونه لیکلي دي او د بشریت له سترو عالمانو څخه شمېرل کېږي.د علم تاریخ‌پوه جورج سارتون د البیروني په اړه ویلي چي هغه د اسلام له سترو شخصیتونو او د نړۍ له لویو عالمانو څخه دی.جرمني ختیځ‌پوه اېډوارډ ساخاو هم هغه د تاریخ له تر ټولو سترو علمي نابغه‌وو څخه بللی دی.البیروني زموږ د علمي تاریخ یو ستر عالم و. هغه د مسلمانانو او ټول بشریت لپاره د علم او پوهې یو تل‌پاتې میراث پرېښی دی.🔺 یادونه: د تاریخ کیسې ماشومانو ته د دې لپاره نه ویل کېږي چي بیده سي؛ بلکي د دې لپاره ویل کېږي چي انسانان ترې عبرت واخلي، راویښ سي او د خپل راتلونکي لپاره ځانونه چمتو کړي.که تر پایه مو ولوست، پر رسول الله ﷺ درود ووایاست.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (14)

14 ټولې رایې

5★
6
4★
3
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan