د پوزې وینه بهېدل؛ یوازې یوه عادي ستونزه نه ده!د پوزې وینه بهېدل (Epistaxis) یوه عامه روغتیايي ستونزه ده، خو په ځینو مواردو کې د بدن د مهمو ناروغیو او اختلالاتو نښه هم کېدای شي. ډېری خلک فکر کوي چې د پوزې وینه یوازې د ګرمۍ یا کوچني ټپ له امله بهېږي، خو حقیقت دا دی چې د وینې د بهېدو تر شا بېلابېل عوامل شتون لري چې باید په وخت تشخیص او ارزونه یې وشي.د پوزې د وینې بهېدو مهم لاملونه: د پوزې ژوبلېدل یا ټپ د وینې لوړ فشار (Hypertension) د پلیټلیټونو کموالی (Thrombocytopenia) هیموفیلیا او د وینې د ټینګېدو اختلالات شدید کمخوني (Anemia) د ویټامین K او ویټامین C کموالی هورموني بدلونونه شدید فزیکي یا ذهني فشار د پوزې پولیپونه او تومورونه مزمن التهابونه او حساسیتونهد دقیق تشخیص لپاره کوم معاینات ضروري دي؟د پوزې د وینې د تکراري یا غیرعادي بهېدو په صورت کې لاندې معاینات د علت په معلومولو کې مهم رول لري:CBC (Complete Blood Count) د وینې د سرو کرویاتو، سپینو کرویاتو او پلیټلیټونو اندازه معلوموي او د کمخونۍ او پلیټلیټ کمښت تشخیص کې مرسته کوي.Platelet Count د پلیټلیټونو دقیق شمېر ارزوي چې د وینې په ټینګېدو کې اساسي رول لري.PT (Prothrombin Time) د وینې د ټینګېدو وخت معلوموي او د وینې د بهېدو اختلالات تشخیصوي.INR (International Normalized Ratio) په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره مهم دی چې د وینې رقیقوونکي درمل کاروي.aPTT (Activated Partial Thromboplastin Time) د وینې د ټینګېدو د داخلي سیسټم ارزونه کوي او د هیموفیلیا په څېر ناروغیو په تشخیص کې مرسته کوي.Bleeding Time (BT) او Clotting Time (CT) د وینې د بهېدو او ټینګېدو وړتیا ارزوي.Serum Vitamin K & Vitamin C Assessment د ویټامینونو د کمښت ارزونه چې د وینې د بهېدو یو مهم لامل کېدای شي.Blood Pressure Monitoring د لوړ فشار معلومول، ځکه لوړ فشار د پوزې د وینې بهېدو یو عام علت دی.کله باید ژر ډاکټر ته مراجعه وکړئ؟ که د پوزې وینه په مکرر ډول بهېږي، له ۱۵-۲۰ دقیقو زیات دوام وکړي، یا ورسره سرګرځېدل، شدید ضعف، د بدن په نورو برخو کې وینه بهېدل او یا د پوستکي لاندې شین داغونه موجود وي، نو سمدستي طبي ارزونه ضروري ده.د پوزې وینه بهېدل باید ساده ونه ګڼل شي. د اړینو لابراتواري معایناتو په ترسره کولو سره د ستونزې اصلي علت معلومېږي او د جدي اختلاطاتو مخنیوی کېږي. د وخت تشخیص، د اغېزمنې درملنې لومړی ګام دی.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)