هغه ټوپک چي ۱۳۵ کاله وروسته هم ځیني ځایونه کاریږي‼ موسین نګنت توپک، یو روسی بولټ اکشن ټوپک دی، چي په کال ۱۸۹۱م کي د یو روسي افسر چي "سرجي موسین" نومیدی، د بیلجیمي وسلې جوړونکي "لیو نګنټ" د ډیزاینونو پر بنسټ ډیزاین او تولید کړ. وروسته بیا دا توپک د شوروي اتحاد او دوی ته نژدي نورو هیوادونو لخوا د لسګونو کلونو لپاره وکارول سو. دغه توپکونه د پنځه مرمیو ظرفیت لرونکي میګزین لری، او بولټ اکشن توپک دی، یاني ګاز اوپېریټیډ نه دی، کله چي ټک "ډز" ورباندی وکړې، باید په خپله د ټوپک ګېټ شاته کش کړې، ترڅو پوچک بهر راووزي، او میل ته بله مرمۍ سمه سي. د دغه توپک وزن تر ۴ کیلوګرامه پوری رسیږي، او که چیري یې میګزین ډک وی، بیا یې وزن نور هم اضافه کیږي. د اغیزمنو ډزو سرعت یې تر ۵۰۰ متره پوري رسیږي خو که چیري سکوپ هم ورته نصب کړل سی، بیا یې د نښي دقت تر ۸۵۰ مترو پوری رسیږي. موسین نګنت ټوپک هم په لومړۍ او هم دوهمه نړیواله جګړه کي د شوروي ځواکونو لخوا وکارول سو، د مرمۍ اندازه یې "7.62×54mmR" ده یعني پيکا او موسین دواړه یو ډول مرمي کاروي، توپیر یې دادی چي پیکا اتومات او په زیات شمیر ډزی کوی خو موسین پنځه مرمۍ په میګزین کي ځایوي. په دوهمه نړیواله جګړه کي شوروي ځواکونو دغه وسله په دوه شکله کارول. یو یې ساده نسخه وه چي بغیر د سکوپ څخه کاریدله، او دوهمه نسخه یې سکوپ لرونکې وه چي د سنایپر او لیري نښې لپاره ډیره موئثره تمامیدل. جالبه خو داده چي د روسیې - اوکراین په جګړه کي اوس هم داسي ویډیوګاني راغلې، چي ځینو روسي سرتیرو همدا پخواني موسین نګنت توپک د دښمن په وړاندي کاراوه 😜 موسین نګنت توپک د دوهم نړیوال جنګ په دوران کي په میلیونونو شمیر تولید کړل سو، ځکه چي تولید یې ډیر ارزان و، په سختو شرایطو، یخني، او هرډول موسم کی یې ښه کار کاوه، ډیر کلک و، د نښي ویشتلو لپاره بهتر او دقیق و. د موسین نګنت استعمالونکو سرتیرو به تل دا ویل چي موسین یعني ساده، کلک، او د باور وړ.یادونه: دا پوسټ یوازي یو مالوماتي بڼه لري. یادونه۲: انځور په مصنوعي ځیرکتیا جوړ سوي دي، او مالومات له ګوګل او مختلفو ویب سایټونو راټول سوي دي. ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)