*هغه څوک چې د ډېر عبادت سربېره هم جنت ته نشو داخل**وېرونکې کیسه*ژباړه: سیدوزیر"سجاد"دا یوه ویرونکې کیسه ده چې حافظ ابن کثیر رح په "البداية والنهاية" کتاب کې روایت کړې ده: أبو هريرة رض وایي زه په یوه ټولۍ کې ناست وم، چې رسول اللهﷺ په موږ تیریده نو ویې ویل" تاسې کې یو داسې سړی هم شته چې د هغه د غاښونو اندازه به په جهنم کې د احد د غره په اندازه وي!" دا د رسول اللهﷺ خبره وه، چې یو له دغه ناستو کسانو څخه به د جهنم اهل وي او دا خبره د یو رښتیني انسان له خوا وشوه، چې له شک او شبهې پاکه وه. هغه ټول کسان وفات شول او یوازې ابوهریره او یو سړی له بني حنیفه قوم څخه چې نوم یې "الرَّجَّال بن عنفوة" و، پاتې شول. نوموړی به رسول اللهﷺ ته راته، له هغه څخه یې زدکړه وکړه، قرآن او احکام یې حفظ کړل او په عبادت کې یې خورا جديت درلود."رافع بن خديج رض" وایي: په "رَّجَّال" کې د خشوع او قرآن لوستلو عجیبه خصلتونه وو او ابن عمر وایي: هغه زموږ د وفد له غوره کسانو څخه و. "الرَّجَّال" د قرآنکریم حافظ، د شپې لخوا لمونځ ګذاره او د ورځې لخوا روژه داره انسان و. خو د رسول اللهﷺ دا خبره د ابوهریره په ذهن کې پاتې شوه. هرکله چې ابوهریره "الرَّجَّال بن عنفوة" ته ګوري او د هغه عبادت او زهد ته کتنه کوي، نو د خپل هلاکت فکر کوي او د رسول اللهﷺ له پیشګویي څخه سخت ډارېږي. د ابوهریره زړه تر ډېره وخته تر دې خبر لاندې و او ویریده، تر څو چې مسیلمه کذاب په یمامه کې ظهور وکړ او د نبوت دروغجنه ادعا یې وکړه. ابوبکر صدیق رض "الرَّجَّال بن عنفوة" یمامه ته واستاوه چې خلک الله ته دعوت کړي او په اسلام کې یې ثابت وساتي. کله چې "الرَّجَّال" یمامه ته ورسېد، مسیلمه کذاب ورسره مخ شو، د الرَّجَّال یې درناوی وکړ او د پیسو او طلاوو ژمنه یې ور سره وکړه. مسیلمه ورته وویل که چیرته خلکو ته ووایې چې مسیلمه د محمد ﷺ شریک نبي دی، نو سم نیمی سلطنت به درکړم. کله چې "الرَّجَّال" د مسیلمه نعمتونه ولیدل، هغه ضعیف شو او خپل ایمان، لمونځ، روژه او زهد یې هیر کړل. نوموړي خلکو ته وښودله چې مسیلمه د رسول اللهﷺ رفیق دی او زیاته یې کړه: "ما له رسول اللهﷺ څخه اوریدلي دي چې ویل به یې(مسیلمه هم په نبوت کې زما شریک دی) نو "الرَّجَّال" خپله فتنه را وپاروله او دا فتنه د مسیلمة الکذاب تر فتنې نه هم بدتره وه. ډېر خلک یې بې لارې کړل او له مسیلمه سره یو ځای شو(ځکه خلګو باور پيدا شو چې دا خبره یې رښتیا هم له رسول اللهﷺ څخه اوریدلې ده)تر دې چې د مسیلمه د پوځ شمېر څلوېښت زرو ته ورسېد. ابوبکر صدیق رض د مسیلمه پر ضد پوځ جوړ کړ، په لومړۍ برخه کې یې ماتې وخوړه، خو بیا یې مرستې واستولې او خالد بن ولید یې قوماندان کړ. په دې پوځ کې "وحشي بن حرب" هم و، چې حمزه رض( د رسول اللهﷺ کاکا) یې په شهادت رسولی و. وحشي مسلمان شو او رسول اللهﷺ ته لاړ. هر ځل چې رسول اللهﷺ وحشي ته ګوري، د حمزه رض شهادت یې سترګو ته دریږي. وحشي پریکړه وکړه چې له مدینې بهر لاړ شي او د الله تعالی په لاره کې جهاد وکړي تر څو خپل لوی جرم( د حمزه رض شهادت) پرې جبېره کړي. کله چې وحشي د خالد په پوځ کې لاړ، پریکړه یې وکړه چې مسیلمه تعقیب کړي تر څو یو شریر مخلوق ووژني. د مسلمانانو تر منځ یوه داسې جګړه وشوه چې عربو ورته جګړه نه وه لیدلې. مسلمانانو په لومړي سر کې ماتې وخوړه، خو د الله فضل او رحمت سبب شو چې د رسول اللهﷺ اصحاب ثابت قدمه پاتې شي. وحشي مسیلمه تعقیب کړ تر څو یې ووژني. جګړه پای ته ورسیده او مسیلمة الکذاب ووژل شو. "الرَّجَّال بن عنفوة" هم له هغو کسانو سره ووژل شو چې له مسیلمه سره یې ملتیا کوله. کله چې ابوهریره رض د نوموړي د مرګ خبر واورید، سجدې ته کښته شو او شکر یې ادا کړ ځکه پوه شو چې ما نجات وموندل. "الرَّجَّال بن عنفوة" د رسول اللهﷺ ملګری و، عبادت کوونکی و، مګر د ژوند خاتمه یې خرابه شوه او پر ډېر عبادت سربېره جنت ته نه شو داخل. وحشي بن حرب رض حمزه وژلی و، مګر هدایت یې وموندل او خاتمه یې په ایمان شوه. نو په خپلو عبادتونو، لمونځونو، زکاتونو، جهادونو، خدمتونو، روژو او صدقاتو باندې هیڅکله مغرور نه شئ، بلکې دعا وکړئ چې الله مو ثابت قدمه وساتي او خاتمې مو په ایمان شې. اللهم احسن عاقبتنا فی الامور کلها و اجرنا من خزی الدنیا وعذاب الاخرة. آمین.
oiuytrew
هغه څوک چی د ډیر عبادت سربیره هم جنت ته نشو داخل
260 لیدنې
11 رایې
3.4
(11)
سیدوزیر سجاد
03 Sep 2026
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.4
11 ټولې رایې
5★
3
4★
2
3★
2
2★
4
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
نصیب الله ځلاند
1 مياشت دمخه
الله (ج) مو د وستي الله (ج) څخه امید لرو
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
209 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
269 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
431 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)