oiuytrew
ریس خادیم

هيلی او الهام دردناکه مينه 1 برخه

228 لیدنې 13 رایې
3.1 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

هيلی او الهام دردناکه مينه اوله برخه!له دهلېز راووتم، غوښتل مې مخامخ چمن کې لمر ته کېنم؛ خو چې ګورم ډله، ډله جینکۍ ناستې وې. راتاوو شوم، چې بېرته ټولګي ته لاړم شم، دهلېز ته په داخلېدو مې پر یوې دنګۍ جینګۍ سترګې ولګېدې او په لومړي وار کتلو مې پرې سترګې خوږې شوې؛ خو له څنګ یې غلی تېر شوم او ټولګي ته ننواتم. پر چوکۍ کېناستم؛ خو سوچ مې له هغې سره وه، چې شېبه وړاندې مې ولیده. دا به څوګ وي!؟ د کوم پوهنځي محصله به وي او ولې له نورو جینکو څخه یوازې ده!؟ لس، سل پوښتنې مې په ذهن کې راګرځېدې، چې د ټولګي دروازې غنګ شو، ژر مې مخ ور واړوۀ، چې ګورم، هماغه جینۍ ده. حیران شوم، یوازې مې ورته کتل، چې اوس څه کوي! سلام یې وکړ او په بیړه یې وویل: تاسې، ریښتیا او زما یوه ملګرې په دې ټولګي کې ده، هغه مې کتله او بېرته لاړه. ورځ تېره شوه او پوهنتون رخصت شو؛ مګر زما سره د هماغه نامعلومې جینۍ یاد ملګری شو. دا څوګ وه او د کوم پوهنځي محصله به وي؟ ورځې او اوونۍ تېرې شوې. وخت ناوخت به سره مخ کېدو او هغې به پټ زه څارلم؛ خو خبره نه وه، چې زه یې هم څارم. یوه ورځ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزیر راتګ لپاره غونډه ترتیب شوي وه، چې ښځینه او نارینه ډېرو محصلینو پکې ګډون کړی وو. د وزیر په شمول بېلابېلو ویناوالو خبرې وکړې؛ خو په منځینۍ برخه کې سټېج سمبالونکي وویل: اوس هم د ښځینه محصلینو له برخې هیلې افغان ته بلنه ورکوو، چې راشي او ګډونوالو ته خبرې واوروي. اول مې پام نه وو؛ خو چې جینکۍ د سټېج سر ته راغله لکه خوب چې وینم. خبرې یې پیل کړې، بیخي نرمه او روانه غږېده. زه په مخ کتار کې ناست وم او د هغې خبرې مې په چکچو بدرګه کولې، لکه لېونی چې وم، له خولې مې بې احتیاره د واه، واه او زنده نارې راوتې. زما لپاره تر ټولو په زړه پورې وینا پای ته ورسېده او هیله زما پر ذهن ناسته پاتې شوه. خبرې مې یې یوه، یوه تکراروله او بیا مې له ځان سره ورته شاباس ویل. وختونه تېرېدل، له ملګرو مې د هیلې معلومات وکړل، هغه د طب پوهنځي د څلورم کال محصله وه. یوه ورځ مې سل زړونه سره یو کړل او هغې ته مې لیک ولیکۀ. په خوارۍ مې ورولیږۀ. پر سبا یې ځوابي لیک راته ورسېده، داسې یې لیکلي وو: لومړۍ خو مې نه غوښتل، چې ځواب درکړم؛ خو بیا مې پرېکړۀ وکړۀ، چې باید پوه شې. وبخښئ، زه دومره اوزګاره نه یم، چې هر چاته وخت ورکړم او نه دومره بې ارزښته یم، چې هر سړی زما لایق وي. بل ځل دې لیک ونه ګورم؛ ګني چاره دې کوم.لیک مې څېرې کړ او پوهنتون راپورې اور شو. خو هغې به هره ورځ ځان راسره مخامخ کاوه او چلند یې هم د لیک غوندې نه وو؛ مګر زه هر وخت تروش تندی او هېڅ تواجه نه کړل تېرېدم. بېلاخره هغې هم فاصله واخیسته او بیخي بې درکه شوه. دوه میاشت وروسته خبر شوم، چې لیک هغې ته نه؛ بلکې پر هغې عاشق ته په لاس ورغلی وه او ځوابي لیک هم د هغه وو.کله چې خبر شوم، د لیک ځواب هغې نه بل چا راکړی؛ نو مړې هیلې مې بېرته وغوړېدې. د پوهنتون او درسونو شوق بیا څپې وکړې. د هیلې په لټون شوم. هغه همدلته پوهنتون کې وه؛ خو زما دغسې چلند زړه ماتي کړې وه، ځکه نه راسره مخامخ کېده. یوه ورځ یې د ټولګې مخې ته ورغلم. ډله، ډله محصلین یوه او بله خوا روان وو، ما سترګې لکه ښکاري باز ددې په لیدو پسې اچولي وې، ګورم چې له ټولګې راووته؛ خو چې پر ما یې نظر ولګېده، حیرانه شوه، په بیړه لکه وېرېدلي هوسۍ صنف ته وګرځېده. زما زړه هم بې واکه ټوپونه وهل، له ځان سره مې وویل، شکر دی، چې همدلته ده. ساعت ته مې وکتل، درس شروع کېدونکی وه، د صنف په طرف روان شوم. ټولګې ته چې ننواتم، پخپل ځای کېناستم، جسماً په ټولګي کې استاد ته مخامخ وم؛ خو روحاً له هیلې سره، د طب په ټولګي کې وم. خدای خبر درسونه کومو استادانو څنګه وویل؛ خو رخصتي شوه. د کورونو لارې مو ونیولې. زړه راته ویل: چېرته پټ ورته ودرېږۀ، چې هغه کومه خوا ځي؛ مګر بیا ووېردم، هسې نه څوګ دې وویني. کور ته لاړم. د نورو ورځو خلاف نن ډېر خوښ وم او دغه خوښي مې په څېره کې له ورایه معلومېده. مور مې وپوښتلم، الهامه زویه! نن خوشال معلومېږې، چې څه خبره ده. په بیړه مې ورته وویل: مورکۍ نن مې ډېر ښه درس وه او سم مې یاد شو. هغې فکر وکړ، چې ریښتیا همداسې ده افرین یې راته وکړل او زیاته یې کړۀ: زویه درس ووایۀ، چې د خلکو له مختاجۍ خلاص شې. نن مې ډوډۍ ته مې زړه نه کېده؛ خو په زور مې لږ څه وخوړله. ورځ هېڅ نه سبا کېده، چې پوهنتون ته لاړ شم. د شپې مې بېلابېل پلانونه جوړول، هسې به کوم او داسې. که هغه راته چېرته پټه وي، که یې لیک راته اېښی وي. په همدې چورتونو کې خوب وړی وم. سهار وختي مې ځان تیار کړ او د نورو ورځو برعکس څه کم اووه بجې روان شوم. پوهنتون ته په رسیدو مې لویې دروازې ته مخامخ چمن غوره وباله، ځکه که هغه راتله؛ نو ګورم به یې او زه به هم ورته ښکارم. ظاهراً مې ځان داسې ښکاره کوۀ، چې چپټر لولم؛ خو په اصل کې مې دروازه څارله او هر داخلېدونکی محصل به مې لیده. تقریباً درس شروع کېدونکی وه؛ خو ما هیله ونه لیده. ورخطا شوم، له ځانه مې پوښتنې پیل کړې: هغه ولې رانغله؟ څه پرې شوي؟ شاید نن به یې ضروري کار وو. زه په همدې چورتونو کې وم، چې هغه په بیړه له دروازې راننواته، لکه چې پرې ناوخت شوی وه، ماته یې هېڅ پام نشو، سیده خپل ټولګي ته لاړه. زه هم پاڅېدم او خپل ځای ته مې ځان ورسوه. ثانیې په دقیقو، دقیقې په ساعتونو او ساعتونه په ورځ واوښتل؛ خو هغې راباندې هېڅ غرض نه لرۀ. زړه نیولی غوندې وم، فکر مې کوۀ، چې نور هغه نه غواړي، زما شتون او نشتون ورته بې تفاوته دی. د سه شنبې ورځ وه، چې د پوهنتون په عمومي دروازه داخل شوم، زموږ د ټولګي په طرف تلوونکي لاره کې مې په هیله سترګې ولګېدې، یو خدای خبر وه، چې زه په څه حال وم. ځان مې ناګاره واچوۀ، لکه هغې ته مې چې هېڅ پام نه وي، ترې تېر شوم، له شاه یې راباندې غږ کړ: اې، مغروره! په شا مې ور وکتل، هغې په موسکا لاس را اوږد کړ، لیک ورسره وه او راته یې وویل: دا واخلۀ، ویې لولۀ، شمېره مې هم پکې لیکلي ده، بیا زنګ راته وکړۀ. لیک مې ترې واخیست له خولې مې هېڅ خبره ونه وته، هغه د خپل ټولګي په طرف لاړه او زه چپ اړخ چمن ته تاوو شوم، تر څو لیک ولولم. پاکټ مې خلاص کړ، لیکلي یې وو: نور بیا .........

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (13)

13 ټولې رایې

5★
2
4★
2
3★
4
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan