oiuytrew
ریس خادیم

هيلی او الهام دردناکه مينه 3برخه

200 لیدنې 10 رایې
4.3 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

دریمه برخه! په داسې ډول له ډوډۍ پورته شوم، چې مور او وروڼه راباندې پوه نشي، چې د موبایل لپاره یې ډوډۍ پرېښوده. خپلې کوټې ته لاړم او په بیړه مې زنګ ورته وکړ، له لومړۍ ټالۍ سره سم یې اوکې کړ او له سلام پرته یې وویل: قیامت راباندې تېر دی: ډېره زیاته بخښۀ غواړم. ورخطا شوم، په حیرانۍ مې وویل: ته خو ښه یې؟ څه خبره ده؟ هغې وویل: ستا به تلوسه وه، چې ولې ورکه یم او موبایل مې هم بند دی. د ترور لور واده مې وه، ماښام هلته لاړه وم، نه پوهېږم موټر ته د پورته کېدو پر مهال به وي او که څه وخت، موبایل مې له څه شي سره لګېدلی سکرین یې مات دی، بیخي بند دی، هېڅ خلاصیږي نه. هلته داسې څوګ نه وو، چې مې تاته ترې زنګ کړی وای او خبر مې وای. ورته مې وویل: زما له زړه یو الله خبر دی، چې دغه موده څنګه تېره شوه، خیر کومه خبره نه ده، چې یوازې خیرت وي. هغې زیاته کړۀ: دا مې د ورور نمبر دی، هغه اوس جومات ته لاړ او ما یې موبایل راوخیست، سبا خپل هغه جوړوم بیا زنګ درته کوم. شاید ورور له لمانځه راشي، فلحال ښکلي او ارامه شپه ولرې. اړیکه یې پرېکړۀ. یو اوږد اسویلی مې وکړ او ارام شوم، له ځان سره مې وویل: موبایل دې بلا ووهي، چې په تا څه نه دي شوي. د تېرې شپه په پرتله مې ارام خوب وکړ، سهار وختي پورته شوم، دا چې د جمعې ورځ وه؛ نو ملګرو مې زنګ وکړ، چې چکر ته به لاړ شو. زړه مې نه کېده، بهانه مې وکړۀ، چې زه نن کور کې لږ کار کوم، تاسو لاړ شئ. څه د پاسه لس بجې وې، چې هیلې زنګ را ووهۀ، پورته مې کړ. د هغې خوږ غږ راغی، سلام سلام، څنګه یې؟ د تېرو دوو ورځو او شپو ځورولو بخښنه غواړم. د سلام ځواب مې ورکړ او په خندا مې وویل: کومه خبره نه ده، په ما د هسې هم مرګ تېر کړ؛ خو ښه ده، چې ته روغه یې. لږ غلي غوندې شوه او بیا یې وویل: زه پوهېږم، چې په تا به څنګه دغه موده تېره وي؛ خو هېڅ چاره نه وه، کنه له زړه مې والاکه وتلی وې. د دوو شپو او ورځو د زړه بړس مو وویسته، ښه ډېر وغږېدو او بیا مو خدای پاماني وکړۀ. له کور څخه د باندې راووتم، د سرک په غاړه د دوکان پر چوکۍ لمر ته کېناستم او د سرک هغه غاړه د فوټبال په میدان کې ماشومانو لوبې کولې. یوه سره توپ په لاس له بل منډې وهلې، چې تیږدې یې پښه ووهلۀ، پړ مخې ولوېده، سوي چیغې یې پورته شوې، ور منډه مې کړۀ، ژر مې راپورته کړ، سپېره مخ او کالي یې په خاورو وو، ومې څنډل، ورته مې وویل: غلی شۀ، نه یې خوږ شوی، هغه ده، مرغي درنه والواته. په ژړا کې په خندا شو، تر څنګ یې پسې منډه کوونکی ماشوم چې خپه ولاړ وه، هم غلي وخندل، پر چاود مخ یې، د وینو غوټۍ وچې وې. هغه مې په غمبورو کې راونیوه، ورته مې وویل: زما ورته پام وه، تا نه دی غورځولی، خپله وغورځېده. هغه هم زړور شو او راته یې کړل: زما توپ یې اخیستی وه، ما هغه ترې اخیسته او ده رانه منډه کړه. په دې وخت کې غورځېدلی ماشوم پسې رانېغ شو، څه پټوه خو مې نه، بېرته مې درکوۀ. دواړو ته مې وویل: تاسو خو ملګري یئ، لوبې کوئ، جنګونه مه کوئ. اوس راځئ، توپ راوخلئ، زه هم درسره یم، چې لوبه وکړو. دواړو د توپ په طرف منډه کړۀ، زه هم ورغلم ، د میدان په هغه بل سر کې چې یوه ډله نورو ماشومانو له دوی سره زه په لوبه ولیدم؛ نو ټول راغلل. ډېر خوښ وو، یوه بل په اوږو سره وهل، ما به ورته توپ پرېښوده، چې کوم یوه به رانه یووړ؛ نو نارې به یې کړې، هله ستر سړي مې ولوبوۀ. یو ځای مې قصداً ځان وغورځوۀ، ټولو ښه د زړه له خلاص وخندل او چیغې یې کړې، هله وغورځېده، وغورځېده چې راپورته شوم؛ نو ژر ژر یې له جامو راته خاورې وڅنډلې. په څو شېبو کې مې ورسره ځان ښه ستړی کړ، مړې خوالې راباندې راماتې شوې، نور مې ورته وویل: اوس د ډوډۍ وخت دی، کورونو ته ځو، بیا بل وخت لوبه کوو، ترې روان شوم. له شا یې راپسې نارې کړې، سبا بیا راشه، ورته مې وویل سمه ده راځم. دوکان ته لاړم، چې مستې او لږ نور شیان واخلم. دوکاندار شیان راکړل او ما جېب ته لاس کړ، تر څو پیسې ورکړم، چې یو ناڅاپه د موټر د برېکونو سره سم ټنګ شو، په بیړه مې شاته مخ واړوۀ، ماشومانو چیغې پورته کړې او ورمنډ مې کړۀ، چې نږدې شوم، ګورم خر پروت دی، ماشومان له خندا شنه دي. په هغه مې هم خوا بده شوه، ځکه د خدای مخلوق دی؛ خو شکر مې وویسته، چې کوم ماشوم یې نه دی وهلی. موټروان د موټر په لګېدلي ځای، چې پمپر یې رالوېدلی وه، زورونه کول، تر څو یې خپل ځای ته ورولي او له ځان سره لګیا دی: خانه د خرابه شه، په سرک دې څه غوښتل. په څو دقیقو کې زیات رش جوړ شو، د هر سړي به تلوسه وه، چې پېښه وګوري. زه د کور په طرف ترې روان شوم، چې کور ته ورسیدم؛ نو مور مې راته وویل: زویه، ډوډۍ د وخورۀ، د بشیر کاکا دوی کره به لاړ شو، زوی یې نثار عملیات کړي دي. ورته مې وویل: سمه ده، په بیړه ډوډۍ خورم لاړ به شو. په انګړ کې لمر ته په غوړېدلي پرش کېناستم، مخامخ په ونه کې کارغه کاغ، کاغ کول، مور مې لاندې ټیټه شوه، له ځمکې کې یې څه شی راواخیستل او د ونې په طرف یې وار کړل، د کارغه سره نورې مرغۍ هم ولواتې. کوچني ورور مې ډوډۍ راوړۀ، لوبیا سره مستو بېل خوند کاوۀ، ښه په خوند مې وخوړۀ. له ځایه پورته شوم، کوټې ته لاړم، په بیړه مې جامې بدلې کړې او مور ته مې غږ کړ، ځو به. هغې وویل: ته لږ ودرېږۀ، د اوبو نالکۍ خلاصه پاتې ده، چې هغه بند کړم. شېبه وروسته راغله، دواړه روان شو. د سرک په سر موټر ته کېناسو، ډېرو موټرو ته مې لاس ورکړ؛ خو ونه دارېدل. مور مې وویل: یو ساعت وشو، دومره مسلمان نشته، چې راته وداریږي، ددې خبرې سره سم یو موټر ودارېده، ورته مې وویل: تر پلاني ځایه ځو. ویل یې کېنئ مشکل نشته، زه ځم. موټر ته پورته شو. ټول غلي ناستو وو. یوه جمپ ته چې ورو شوو، له ښکته څخه دولتي د تورو شیشو والا موټر لکه مرمۍ له جمپ تېر شو، په جمپ یوه سوالګره سره د ماشومانو ناسته وه، موټروان خاموشي ماته کړۀ او ویې ویل: دا بېچاره ګورۀ، د ډوډۍ چاره نه لري؛ خو چارواکي مو په تورو ښیښو دولتي موټر کې داسې تېریږي، لکه دا ولس چې هېڅ اړتیا نه لري. ورته مې وویل: دلته هر سړی یوازې د ځان په غم کې دی، که د نورو فکر راسره وای؛ نو ولې به دا حالت وه. هغه وویل: ورکوۀ یې، ددې ټولنې له کومې بدبختۍ به سر وټکوې، دا اوس له جنازې څخه راغلم، زموږ خپلوان وو، سره تره زامن کېدل بېګا یې پر ځمکو د اوبو لګولو په سر لانجه کړي وه، درې کسان یې سره وژلي وو. افسوس مې وکړ او زیاته مې کړه: تر څو چې له د ټولنې جهالت لمن ټوله نه کړي، موږ به ښه ورځ ونه وینو. د بشیر کاکا دوی کور ته ورسیدو، موټر ته مې د ودرېدو وویل. موټر یې یوې غاړه ته وداروۀ. پیسې مې ورته ونیولې، هغه وویل: زویه ورځۀ، همداسې مې راوړئ. ما ټینګار وکړ؛ خو وایې نه خیستې. خدای په اماني مو وکړۀ او لاړ. موږ هم مخامخ د تره د کور لار ونیوله. دروازې ته چې ورسیدو؛ نو ټک، ټک مې کړۀ، سپي وغپل او لږ وروسته مې تقریباً زما همزولی د تره زوی راووته، چې موږ یې ولیدو نو په ستړي مه شي کې یې وویل: راځئ کنه، ولې څه پرادی ځای دی، چې دراوزه وهئ؟ مور مې په خندل وویل: دومره غټ سپی مو ساتلی، څوګ کله درتلی شي. هغه وخندل، نه سپی د خوړلو والا نه دی، څه نه وایي، راځئ. دی مخکې موږ ورپسې شو. سیده د نثار کوټې ته لاړو، هغه ژېړ رنګ الوتی په کټ پروت وه، په لاس کې یې کانوله وه، چې موږ یې ولیدو؛ نو په کټ کې کېناسته د مېز په سر په ایښي ګیلاس یې کمپل ولګېده او لاندې وغورځېده. په بیړ ورښکته شوم، ګیلاس مې پورته کړ او پر مېز مې کیښود. نثار مې د تره مشر زوی وه؛ خو ډېر مهربان، زړه سوند او پوه انسان وه. له موږ سره داسې وه، لکه مشر ورور، همېش به یې زه زده کړو ته هڅولم، د کورسونو پیسې به یې راکولې. په کولمو کې یې دانه وه، ډېر وخت ورنه په تکلیف وه، بیا د ډاکټرانو په هدایت سره، چې په راتلوونکي کې درته ستونزه لویوي، اوس هوا هم ښه ده، عملیات کړي یې وه. تر مزدیګر ناوخته همدلته وو، بیا مې مور وویل: کور کې څوګ نشته، لاړ به شو. زه له ځایه پورته شوم، نثار او مور یې ډېر ټینګار وکړ، چې پاتې شئ؛ خو موږ په دې بهانه چې بل وخت شپې ته راځو ترې ځانونه خلاص کړل. خدای په اماني مو وکړۀ. کشر ورور یې تر دروازې په موټر کې راوړو. ماښام اذنونه وشول، زه د کور تر څنک جومات ته لاړم او مور مې کور ته ننواته. په لمانځه ولاړ وو، چې نږدې سختې ډزې وشوې. سخته تلوسه مې شوه. لمونځ راته ډېر اوږد شو، ملا چې سلام وګرځوۀ، خدای شته، په لمانځه پوه نشوم، چې څنګه مې وکړ، ځکه ټول فکر مې په ډزو کې وه. زما په شمول ټول په بیړه د باندې راووتل او ورخطا وو. نور بیا......

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.3
4.3 (10)

10 ټولې رایې

5★
6
4★
2
3★
1
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan