oiuytrew
ریس خادیم

هيلی او الهام دردناکه مينه 4 برخه

211 لیدنې 10 رایې
3.3 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

څلورمه برخه!لعل ګل اکا چې د کلي سپینږیری مشر وه، څادر په لاس جومات ته راننواته، غوسه ښکاره ده، له ځان سره لګیا وو: دا وخت او حالاتو ته ګوره، ستاسو مستۍ ته ګورۀ. یو کس ترې وپوښتل: اکا، د څه شي ډزې وې؟ سر یې وخوروۀ، ورکوۀ یې، د ګاونډي ناصر زوی شوی دی، د هغه په خوشالۍ کې یې کړي دي. د ټولو په څېرو کې غوسه ښکاره شوه، حاجي بادام چې یو ټوکي سړی وه، په خندا وویل: دا چې لوی شي؛ نو بیا به یې پلار وایي: ستا په خوشالۍ مې هم ډزې کولې، لېونی وم. بېرته ټول جومات ته ننواتل، زه په برنډه کې په سنتو ودارېدم، چې لمونځ مې خلاص کړ؛ نو کور ته لاړم. مور مې خپله کوټه کې وه، زه هم هلته ورغلم، د کټ له لاندې مې پتنوس راکش کړ، مور او ځان ته مې د چایو پیالې ډکې کړې او بالښت ته مې تکیه وکړۀ. موبایل مې راوخیست، وټساپ مې خلاص کړ. د هیلې مسېج راغلی وه، لیکلي یې وو: زه بېګاته درسره خبرې نشم کولای مېلمانه راغلي دي بیا سبا غږېږو. خوند یې رانکړ؛ خو یوازې مې سمه ده ورته ولیکل. مور مې راباندې غږ کړ: الهامه زویه، هوا یخیږي، د پوهنتون رخصتۍ مو کله کیږي؟ څه کار ځان ته پیدا کړۀ، د مشر ورور په تنخوا خو هر څه نه کیږي. ورته مې وویل: مورې، څو ورځې وروسته مې ازموینې پیل کیږي، چې تېرې شوې؛ نو بیا مو رخصت دی. حتماً ځان ته کار پیدا کوم، ملګرو ته مې ویلي دي. مور مې زیاته کړۀ: خواري کوئ، نور خدای مهربان دی، څه چاره به جوړه شي. هو، بېشکه مې وویل. مور مې له ځایه پورته شوۀ، د باندې لاړه. د شپې مې چې ډوډۍ وخوړه؛ نو وختي د خوب ځای ته لاړم. لکه څه شی، چې رانه ورک وي، هیله مې سترګو، سترګو ته کېده. د هغې زړه نری وه، چې ورځ کې به مې یې څو وارې پوښتنه ونه کړۀ؛ نو به مروره وه، له ځان سره مې وویل: هسې نه، چې مروره شوي وي، د سهار راهیسې مې نه مسېج ورته کړی او نه زنګ. تر ناوخته خوب نه راته، همدا چورتونه مې وهل، نه پوهېږم څو بجې خوب وړی وم او بلاخره هم دغه د کال غوندې اوږده شپه سبا شوۀ. پوهنتون ته چې لاړم، د معمول په څېر بیا هلته کېناستم، چې را داخلېدونکي خلک ووینم. څو شېبې وروسته یوه ډله جینکۍ رادننه شوې، چې ګورم په ښي لوري کې یې زما د خیالونو دنیا ده. چې لږ وړاندې راتېرې شوې؛ نو زه یې ولیدم، موسکۍ غوندې شوه او په سترګو کې یې پوه کړم، چې دغه نورې جینکۍ راسره دي، څه نشي ویلی. ما په زیر، زیر ورکتل، چې له شا مې ټولګیوال سلیم په اوږه ووهلم، سخت یې ووېرولم، راته یې وویل: جینکو ته مه ګورۀ، مئین به شې، بیا به درسونه درنه پاتې وي. ومې خندل ورته مې وویل: زه او مئینتوب ډېر سره لرې یو، ما جینکو ته کله کتل، ستاسو خو بله خبره نشته، لوی پوهنتون دی، په یو او بل شي د انسان نظر لګیږي. سلیم مې مخې ته کېناست او زیاته یې کړۀ: ښه دا پریږدۀ، بله ورځ ازموینې پایلیږي، ما خو بیخي درسونو ته وخت نه دی پیدا کړی څه به کوو؟ ومې ویل: د ټولو همدا حال دی، خدای به خیر کوي، دومره زړه ورته مه خورۀ. تر درس شروع کېدو پورې هملته ناست وو او کیسې مو کولې، بیا ټولګي ته لاړو. استادانو هم د درس تر څنګ د ازموینو د را رسیدو یادونه وکړۀ. پوهنتون رخصت شو، یو ځل ښار او بیا کلي ته لاړم، چې کور ته ورسیدم؛ نو ترور او تروزي مې راغلي وو. ورځ مې له هغوی سره تېره کړۀ او شپې ته هم پاتې شول، د هیلې سره غږېدو ته هېڅ فرصت پیدا نشو، فقط مې پر وټساپ ورته مسېج پرېښود ورته مې ولیکل: زما سره نن مېلمانه دي، بیا سبا غږېږو. د شپې تر ناوخته مې له تروزیو سره د ماشومتوب د شوخیو کیسې کولې. سهار چې راپورته شوم؛ نو لومړۍ مې وټساپ خلاص کړ· د هیلې مسېج راغلی وه، داسې لیکلي وو: ته ډېر ضدي یې، پرون شپه له ما سره ریښتیا مېلمانه وو، دروغ مې درته نه دي ویلي؛ نو بېګا تا هماغه خبره وکړۀ، ځه خیر کومه خبره نه ده. ژر مې زنګ پسې وکړ؛ نمبر یې بند وه. بیا، بیا مې پسې کاته؛ خو هماغه خبره وه. غوسه راغلۀ، له ځان سره مې وویل: اوس دا ګورۀ. دا چې ترور او زامن یې راغلي وو؛ نو پوهنتون ته لږ ناوخت لاړم، هلته مې هم ونه لیده. ټوله ورځ یې شمېره بنده وه او وټساپ یې هم بند وو. ورو په ورو مې غوسه زیاتېده. د شپې لس بجې به وې، چې په وټساپ کې یې مسېج راغی او دغه لنډه یې لیکلي وه:غیرت کوم کولای نشم دا بېغرته سترګې بیا در واړومهله ما ځواب ورک وو، چې اوس څه شی ورته ولیکم! هغې بل مسېج وکړ، څنګه غلی یې، ضدي؟ دغه لنډۍ مې ذهن ته راغله او ورته مې ولیکله:دا به له مانه پوره نه شي چې هر ساعت دې په جرګو په خوله کومهاممممم یې ولیکل او زیاته یې کړۀ، هو دا خو زه یم، چې نه مې درنه کیږي، کنه ته خو د چا کیسه کې هم نه یې. ځواب مې ورکړ: هو، هو دغسې ده، کوم چې ته وایې، زه د کیسه کې هم نه یم. مسېج یې وکاته؛ خو غلي شوه. څو شېبې زه هم غلی شوم، مګر هېڅ یې ونه وې. بیا مې ورته ولیکل: څنګه غلې شوې؟ بیا یې هم مسېج وکاته؛ مګر ځواب یې رانه کړ. مسلسل مې ورته لیکل وکړل؛ خو د هغې لخوا هېڅ. دا ځل لږ جدي شوم، ورته مې ووې چې نه راسره غږېږې، نور نه مزاحم کېږم، تاته ښه وخت. ژر یې راولیکل: اې، ودرېږۀ! مهمه خبره درته کوم. دا ځل یې ما خبره همداسې پرېښوده او وټساپ مې بند کړ: څو شېبې وروسته مې صبر ونه شو، بېرته مې وټساپ خلاص کړ، یو کتار مسېجونه یې کړي وو، وروستۍ یې دا ټپه لیکلي وه: په نـــه خبـــــره مـــــروره که مې پخلا کړې د هندوې لور به یمهله ځان سره مې وویل، راځۀ لږ یې نوره هم غوسه کړۀ، دغه ټپه مې ورته ولیکله: که راکوي خدای به دې راکړي کنه نو دومره مئین زه نه یم چې مرمهد غوسې له سټکر سره یې راولیکل: نور یې بس کړۀ، په ریښتیا جنګ درسره کوم، بیا به وایې. ځواب مې ورکړ: سترګې مه خړوۀ، زه نه وېرېږم، ته چې ټول جنګ شې؛ نو څه به وکړې. لږ غلي شوه او بیا یې زیاته کړه: نور په ځان خوله لګوم، که په تا مې وس نه رسیږي. هههههههههههههــ مې ولیکل او بیا مې ورته وویل: غوسه مه کوۀ، رانه بدرنګوي دي. په امممممممم پسې یې ولیکل: اوس خو داسې ښاپېرۍ یم، چې وروسته به بدرنګه شم. ورته مې وویل: اې ریښتیا مهمه خبره د ونه کړۀ، تلوسه مې ده. هغې زیاته کړۀ: هماغه یې وخت وه، اوس نه کیږي، ولې د رانه وټساپ بند کړ. ځان مې مرور غوندې ونیو، ځواب مې ورنه کړ. بل مسېج یې وکړ: خوله کاږه مه نیسۀ، والاکه هېڅ خبره هم وي، هسې مې درته وویل، ما وې لاړ نشې؛ خو تا خپل ضد وکړ. ورته مې ووې: هو نو، تا خبرې راسره نه کولې، خود به تلم، څه شی مې کول. هغې خبره بدله کړۀ، خیر اوس دا کیسې پریږدۀ، بله ورځ ازموینې پیل کیږي، داسې زړه مې ورته خپه دی. ورته مې وویل: هو والا، سر له اوسه باید اماده ګي ورته ونیسو، زړه ورته مه خپه کوۀ، سیي ده چې ډېر لایق هم وې، امتخانونه سخت دي. خبره یې راپرې کړۀ، هغه پخوانۍ خوند مې نشته، درس ته مې هېڅ زړه نه کیږي، لکه په زور چې مې څوګ ورته کېنوي، نه پوهېږم څه راباندې وشول. ورته مې وویل: زه هم همداسې یم؛ خو اوس یې څنګه کوې، بله چاره نشته، باید خواري وکړو او درس ووایو. هغې وویل: که نور ونه شوه؛ نو استاد ته به په پرچو ولیکم: استاده خېر دی ما کامیاب کړۀ زه نالایــقه د جانـــان د لاســـه یــــــمه ومې خندل او ورته مې زیاته کړۀ: ته لکه چې خبره رسمي کوې، ټول پوهنتون راباندې خبرې وې. د ههههههههههه سره یې راولیکل: ولې نو دې کې څه خبره ده، خلک به خپل کار کوي، ته چې دومره د خلکو کیسه کې کېږې؛ نو خاورې به ژوند وکړې. ورته مې ووې: اخر پښتانه ټولنه ده، چې هر څنګه شې بیا به هم ځینې خبرې په نظر کې نیسې، له دې پرته دلته ژوند ناممکن دی. کاش! چې هر مو غوښتی کېدای شوی. ډېرې نورې کیسې مو وکړې، زما سترګې پټې، پټې کېدې، چې هغې راولیکل: بوووو ته د ساعت ته وګورۀ، نور د سهار اذان کیږي. ساعت ته مې وکتل، څه کم دوه بجې وې. ورته مې وویل: هله ویده کېږو، سبا بیا درسونه دي. وروستی مسېج یې داسې وکړ: سترګې دې ښکلوم، ښه شپه ولرې. خواږه خوبونه ګورۀ، چې بغېر له ما دې بل څوک په خوب رانشي؛ ګني وژنم دې! خدای په اماني مو وکړۀ. زه یو ځل د باندې انګړ ته راووتم، نری باد لګېده، په اسمان کې ځای، ځای ستوري ښکاره کېدل او نوره وریځ وه. لږ وروسته مې ساړه وشو، بېرته کوټې ته روان شوم. دوازې ته چې ورسیدم؛ نو پیشو راباندې رامنډه کړۀ، یو ټوپ مې ووهۀ، چې نږدې ګورځېدلی وم. کوټې ته ننواتم، پر کټ اوږد وغځېدم، زړه مې بې واره درابېده. بیا هم تر ډېر ویښ وم او د هیلې په اړه مې سوچونه وهل، نه پوهېږم څو بجې به وي، هماغسې ویده شوی وم. سهار بیا هم لکه د نورو ورځو له چای وروسته پوهنتون ته لاړم. ټولګیوال مې ټول په صنف کې د ازموینو په اړه غږېدل، چې راتلوونکي سه شنبه پیل کیږي. دغه دوه/ درې ورځې ددې پر ځای، چې پوهنتون ته راشو، باید اماده ګي ورته ونیسو. همداسې پرېکړه مو وکړۀ. نن ورځ داسې خاص درس نه وو، ټولو استادانو د ازموینو په اړه خپلې لارښوونې وکړې. سلیم چې زما د یو مېز ټولګیوال او نږدې ملګری وه، راته وویل: څنګه مطالعه د کړي کنه، چې څوګ لومړۍ نمره درنه ونه نیسي. ورته مې وویل: اشنا، والا سږ کال مې لږ د کور کارونه زیات وو، هغاسې نه یم لکه د نورو کالونو، ما لا خبره نه وه، ختم کړي، چې موبایل ته مې زنګ راغی، له جېب مې راوویست، ګورم چې مشر ورور مې دی، اوکې مې کړ· د هغه ورخطا غږ راغی، چېرته یې؟ ورته مې وویل: خیرت دی؟ همدا اوس مو پوهنتون رخصت شو. هو خیرت دی یې وویل او بیا زیاته کړۀ: مورجانه لږ ناروغه ده، موږ هم ښار ته در روان شوو، کلي ته مه راځۀ هملته پاتې شۀ. ورته مې وویل: مورکه خو سهار رکه روغه وه؛ نو یو دم څه پرې وشول؟ اوس یې حالت څنګه دی، ډېره خو نه وي ناروغه؟ ورور مې وویل: نه پوهېږم، یو ناڅاپه څه پرې وشول، ته اوس دا خبرې پریږدۀ، د ښار لویې دولتي شفاخاني ته درځۀ، موږ هم در روان یو. اندېښنه مې نوره هم زیاته شوه سلیم وویل: خیرت دی، څه خبره ده؟ د مور د ناروغۍ مې ورته وویل. هغه ټینګار وکړ، چې زه هم درسره ځم؛ خو قانع مې کړ، چې اړتیا نشته، که ضرورت شي، نو درته وایم. رخصت مې ترې واخیست، موټر ته پورته شوم، ځان مې شفاخانې ته ورسوۀ. ورور دوی مې له تر اوسه نه وو راغلي، د باندې په چمن کې انتظار شوم. څو دقیقې به لا نه وې وتلي، چې راننواتل، په بیړه د موټر مخې ته ورغلم، مشر ورور مې راباندې غږ کړ، هله تذکره راوړۀ، بیخي ورخطا شوم، په منډه لاړم، تذکره مې راوړه. مور بیخي بې هوشه وه، لومړۍ ځل وو، چې زما د ژوند اسرا مې په داسې حالت کې لیده. له سترګو مې بې اختیاره اوښکې روانې شوې، په بیړه مو تر عاجلې خونې راوړه. ډاکټرانو هغه دننه کړۀ او موږ ته یې د باندې منتظر کېدو وویل. مشر ورور ته مې وکتل، سترګې یې سرې اچولي وې تر بیا ښې چارې!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (10)

10 ټولې رایې

5★
2
4★
1
3★
5
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan