oiuytrew
ریس خادیم

هيلی او الهام دردناکه مينه 5برخه

230 لیدنې 14 رایې
3.7 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

پینځمه برخه! د عاجلې خونې مخې ته پر چوکۍ زه او مشر ورور دواړه کېناستو. دروازې ته مې زیر، زیر کتل او له ځان سره به مې ویل: ان شاءالله په مور هېڅ هم نه کیږي. کوچني ورور مې مسلسل زنګونه کول، د مور د حالت پوښتنه به یې کوله. ورته به مې ویل: اوس بیخي ښه ده، ته ارام اوسۀ. تقریباً نیم ساعت به وتلی وي، یوې نرسې چې سپین ماسک یې اچولی وه، دروازه خلاصه کړۀ. په بیړه له ځایه پورته شوم او مخې ته یې ورغلم، ورته مې ووې: زما د مور حالت څنګه دی؟ هغې د دروازې لور ته لاس ونیوه او زیاته یې کړۀ، هغه په هوش راغلي ده، مهرباني وکړئ اوس ورتلی شئ. مشر ورور مې او زه دواړه دننه ورغلو. د مور دواړه خواوو ته ښځینه ډاکټر ولاړې وې، چې موږ یې ولیدو نه لاره یې پرېښودۀ او راته یې وویل: په مریض مو د زړه حمله راغلي وه؛ خو د خدای مهرباني وه، چې اوس یې وضعیت ښه دی، مګر ارام ته اړتیا لري، تر سبا پورې به هملته وي. مشر ورور مې ورته وویل: سمه ده، چې څنګه ستاسې نظر وي؛ نو هماغسې کوو. په مور ورټیټ شوم، په تندي مې ښکل کړۀ، بیا مې یې لاس ونیو، په کټ کې ورسره هملته نږدې کېناستم. له سترګو یې اوښکې روانې شوې او ماته یې وویل: زویه، ما فکر نه کوۀ، چې بیا به مو ووینم. اوښکې مې یې په لاس پاکې کړې، ورته مې وویل: مورکې، داسې مه وایۀ، په تا هېڅ نه کیږي، اوس دې حالت څنګه دی؟ سر یې وخوروۀ، اوس ښه یم او بیا یې زموږ د کوچني ورور پوښتنه وکړۀ، چې هغه چېرې دی؟ مشر ورور مې ورته وویل: هغه په کور دی، لږ وروسته زه ځم، هغه به راولیږم، ته د ارام وکړۀ. یوه ډاکټره راوړاندې شوه او موږ ته یې وویل: مریض مو ارام ته اړتیا لري، اوس یې لږ ارام ته پریږدئ. موږ له ځایه پورته شو، د باندې راووتو. مشر ورور مې وویل: اوس خو ان شاءالله د مورجانې وضیعت ښه دی، زه به کور ته لاړ شم، کوچنۍ ورور میوند یوازې دی، که اړتیا شوه؛ نو په بیړه ځان رارسوم. هغه مې رخصت کړ او زه پر هماغه چوکۍ کېناستم. نرسه به په ځینو شیانو پسې راووته، ما به مې د مور پوښتنه ترې وکړه، ډېره په ارام راسره غږېدۀ، ویل به یې تر اوسه ویده ده، چې راویښه شي؛ نو درته وایم. په شفاخانه کې مې زړه ډېر تنګ وه، هره خوا ناروغان وو. د مزدیګر اذانونه کېدل، چې مور یې له عاجلې خونې راوویسته، ډاکټرانو راته وویل، اوس یې حالت ښه دی، په هغه بله سر ته کوټه کې دې ارام وکړي، موږ یې بیا، بیا ګورو. سمه ده مې وویل او ورسره روان شوم. په دهلېز چې وړاندې لاړو؛ نو ښي لاس ته د کوټې دروازه یې خلاصه کړه او وردننه شو. د مور خدمت لپاره یې هماغه نرسه ګمارلي وه، چې موږ ته یې احوال راکاوۀ. لا به پر چوکۍ ناست نه وم، چې موبایل ته زنګ راغی، چې ومې کاته؛ نو هیله وه. له ځایه پورته شوم، د باندې راووتم، زنګ یې قطعه شو. ما زنګ پسې وکړ، له څو ټالیو وروسته یې موبایل پورته کړ او سلام یې وکړ. ځواب مې ورکړ. هغې وویل: زه چې زنګ ونه کړم؛ نو ته پوښتنه نه کوې. ورته مې وویل: زه او ته چا پکې راوستو، یا تا زنګ کړی او یا مه. په بیړه یې خبره راپرېکړۀ، او راته یې وویل: هو دا چا پکې راوستل، هر ځلې زنګ زه کوم، ته خو هم کله نا کله پوښتنه کوۀ. نن مې د ډېرو خبرو حوصله نه لرله، ورته مې ووې، سمه ده، نور زه هم زنګ درته کوم او پوښتنه به دې کوم. هغې وویل: ته ولې داسې غلی غږېږې ناروغ خو نه وې؟ نه مې وکړل او ورته مې وویل: مورجانه لږ ناروغه ده، ښار ته راغلی یم، روغتون کې یو. هغې وویل: ولې! په مورجانه څه شوي دي؟ ان شاءالله خیرت خو دی؟ کیسه مې ورته وکړۀ، چې زه پوهنتون کې وم، یو ناڅاپه د زړه حمله پرې راغلي او اوس یې حالت ښه دی. بخښنه یې وغوښتۀ، چې ما بې وخته ګیلې شروع کړې. ورته مې وویل: کومه خبره نه ده، ته خو نه وې خبره کنه. هغې وویل: الهامه ګرانه، تشویش مه کوۀ، شکر دی، چې مورجانه اوس ښه ده، خدای د یې په خوب هم نه ځنډوي او بیا یې زیاته کړۀ: زه اوس څه وکړم؟ ورته مې وویل: تا د خدای راته لري، بس چې زنګ دې وکړ او خبرې د راسره وکړې، دا هر څه دي، اوس مې زړه ارام شو. د شفاخانې پوښتنه یې وکړۀ؟ ورته مې وویل: د ښار په لویه دولتي هغه کې یو. هغې زیاته کړۀ: هله نور دې نه غږوم، په مور پام کوۀ، بیا زنګ سره کوو، اړیکه یې پرې کړۀ. بېرته کوټې ته ننواتم، د مور کټ تر څنګ نږدې پر چوکۍ کېناستم. نرسې مې مور ته د شیدو جوش ورکاوۀ. د ډاکټرانو او نرسانو دغسې چلند حیران کړم، ځکه ډېرو خلکو به شکایتونه ترې کول؛ مګر ما هېڅ داسې څه ونه لیدل، چې نیوکه پرې وکړم. مور چې مې لږ جوش وڅښۀ، نور یې نرسې ته وویل: بس دی، زړه ته مې نه کیږي. هغې کوتی پر مېز کیښودۀ او له کوټې وواتۀ. مور مې وویل: زویه، د مزدیګر لمونځ رانه قضا نشي، لاس راکړۀ، چې پورته شم. ورته مې وویل: اوس یې وخت دی، پورته کېږۀ مۀ، همدلته یې په اشاره وکړۀ. مور مې هماغسې په اشاره وکړ او ما ځان ته خپل د غاړې دسمال پر ځمکه هوار کړ او پرې ودارېدم. ما لا لمونځ خلاص نه وه، چې دروازه خلاصه شوۀ. دوه ډاکټرې راننوتې او د مور کټ ته ودارېدې. پوښتنې یې ترې پیل کړې: څنګه یې؟ زړه خو د نه بدیږي؟ کوم ځای به د درد نه کوي؟ مور مې ورته وویل: نه، اوس بیخي ښه یم. هغوی وویل: که کومه ستونزه وه؛ نو زموږ نرسه درسره ده، ورته وایئ. ښه مې وکړل، هغوی لاړې. وروڼو مې او هیلې څو وارې زنګونه کړل او پوښتنه یې وکوله· ماښام ناوخته په ډوډۍ پسې لاړم، مور ته مې یو څه مېوه او وریژې راوړې. مور مې ویل: ډوډۍ مې زړه ته نه کیږي؛ خو ما ټینګار وکړ، چې دوا خورې، په خالي معده بیا بده لګیږي. ډوډۍ مو وخوړه، مور مې وویل: ګولۍ راکړۀ. د مېز په سر اېښی د اوبو بوتل مې راپورته کړ او ګیلاس مې ترې ډک کړ، له ګولیو سره مې یو ځای ورکړ. له دوا خوړلو وروسته یې بېرته پر بالښت سر کیښود او څو دقیقې وروسته خوب یووړه. له کټ یې پورته شوم او په چوکۍ ورته نږدې کېناستم. وټساپ مې خلاص کړ، تر څو هیلې ته مسېج وکړم، چې دروازه خلاصه شوه، سر مې ورپورته کړ، هماغه نرسه وه؛ خو ماسک یې نه وو اچولی. سلام یې وکړ. ځواب مې ورکړ او بیا یې وویل: ستا خور، ښځه/ ورېندار نشته، چې درسره راغلي وای؟ ورته مې ووې، نه متاسفانه. هغې بیا وویل: ولې؟ موبایل مې جېب ته کړ، ټوله کیسه مې ورته وکړۀ: درې وروڼه او یوه مور . خور نه لرو، مشر ورور ته مو کوژده کړې ده؛ چې بله خبره مې کوله موبایل ته زنګ راغی. له جېب مې راوویست، چې ګورم هیله ده. اوکې مې کړ. د هغې خوږ غږ راغی: سلام یې وکړ او ویې ویل الهامیه، څنګه یې؟ د مورجانې حالت څنګه دی؟ علیکم سلام مې وکړل او ورته مې وویل: شکر دی، تر اوسه خو د الله احسان دی، مورکه هم اوس ښه ده، لږ وړاندې ویده شوۀ. هغې وویل:ستړی شوی به وې؛ خو شکر دی، چې اوس ښه ده. نرسه مې ښي خواته پر چوکۍ ناسته وه او غلي مې د سترګو له لونجو ور وکتل، هغې ماته زیر، زیر کتل. هیلې ته مې وویل: اوس مورکه ویده ده، چې راویښه نشي، لږ وروسته زه مسېج درته کوم. اړیکه یې پرېکړۀ. نرسې وویل: ته ورځۀ، ستړی به وې ویده شۀ له مور سره د زه یم. مننه مې وکړۀ او ورته مې وویل: نه، که تاته خوب درغلی وي، ورځۀ، زه همدلته یم، که اړتیا شوه؛ نو غږ درته کوم. له ځایه پورته شوه، د سپینې اغوستي چپنې جېب ته یې لاس کړ، یو کاغذ یې راکړ او راته یې وویل: دلته د خپل نمبر ولیکۀ، چې بیا مو د شپې زه احوال اخلم. نمبر مې ورته ولیکۀ، نور لاړه. بېرته مې وټساپ خلاص کړ، تر ناوخته مې له هیلې سره چټ کوۀ، چې همداسې پر چوکۍ ناست خوب وړی وم. سهار وختي بېرته راویښ شوم، په بیړه مې اودس او لمونځ وکړل. مورکه هماغسې ویده وه، لږ وروسته مې غلی غږ پرې وکړ، سترګې یې وغړولې. پوښتنه مې ترې وکړۀ، چې څنګه یې؟ کوم تکلیف خو نه وي؟ ویل یې بیخي روغه یم، نور باید کور ته لاړ شو. لمر چې راوختلو؛ نو له ډاګټرانو سره په مشوره له روغتون څخه رخصت شوو، موټر مې ونیوه او کور ته روان شوو، چې له موټر ښکته شوو؛ نو زنګ راغی، شمېرې ته مې وکتل؛ خو ومې نه پېژنده، اوکې مې کړ: د د جینۍ نااشنا غږ راغی: سلام. علیکم سلام مې وکړل، بیا مې وویل: تاسې څوګ یئ؟ وبخښئ، لکه چې شمېره مو غلطه ده؟ لږ غلي شوه او بیا یې ووې: شمېره مې نه ده غلطه کړي، زه هغه، اغه خبرې یې بندې، بندې شوې. خبره مې یې پرېکړۀ، ښه څوګ یې، چې شمېره دې نه ده غلطه کړي؟ هغې وویل: زه هغه، بېګا مې چې شمېره درنه واخیسته. د مور ناروغۍ ته مې چورت خراب وو، ټول فکر مې ګډ وډ وو، ذهنه ته مې نه راتلۀ، چې څوګ ده. مور مې کور ته ننواته. ما هغې نامعلومې جینۍ ته وویل: والا نه پوهېږم، چې ته څوګ یادوې، هېڅ مې فکر پر ځای نه دی. دا ځل یې راته سم وویل: هغه نرسه یم، چې ستاسو د مور خدمت مې کاوۀ. خیران شوم، چې اوس خو له روغتون رخصت شوو، هغې هم ولیدو؛ نو ولې یې زنګ وکړ؟ بیا یې هغه خبره په ذهن کې راوګرځېده: دلته د خپله شمېره ولیکۀ، زه مو د شپې پوښتنه کوم. له ځان سره مې وویل: ریښتیا شمېرې ته څه اړتیا وه، هغه خو هملته وه، ما ولې ورته نمبر ورکړ؟ زه په همدې سوچونو کې وم، چې هغې بیا غږ وکړ: څنګه غلی شوې؟ ودې پېژنم؟ ورته مې وویل: هو، هو ومې پېژندې. ډېره زیاته مننه کوم، چې زما د مور په درملنه کې مو پوره خواري وکړۀ. هغې وویل: د مننې وړ نه ده، ځکه دا زموږ مسؤلیت دی، باید ویې کړو. اوس مې ددې لپاره زنګ وکړ، چې د مور پوښتنه مو وکړم، حالت یې څنګه دی؟ ژر مې ځواب ورکړ: شکر دی، اوس خو بیخي عادي حالت ته راګرځېدلي ده. ښه یې وکړل او بیا زیاته کړۀ: همدا پوښتنه مې کوله، پر تاسو مې زړه بد وه، چې له مور پرته په کور کې بله ښځینه نه لرئ. بیا مې مننه وکړه او ورته مې وویل: بس د خدای چارې دي، په د حالت شکر اړیکه مو پرېکړۀ. موبایل مې جېب ته کړ او کور ته ننواتم. مور، مشر او کوچنۍ ورور مې لمر ته ناست وو. مور ته مې وویل: ارام وکړۀ، چې موږ نه وو؛ نو ته بیا ټوله ورځ لګیا وې، کارونه کوې. هغې وویل: نور څوګ شته، چې ویې وکړي، همدا زه به یې کوم! ورته مې وویل: موږ یې کوو، ته ترې خلاصه یې. له برانډې څخه د مور کوټې ته لاړو، پر کټ مې روجایي ورته برابره کړۀ او کېناستو. هغې د دوا پلاستیک راواخیست او راته یې وویل: زویه، دوا خو راته وښایۀ، څه وخت یې وخورم او کومه یې په ماړه خېټه او نهره ده؟ ټوله مې ورته وښوده، چې داسې خوړل کیږي. مور مې وویل: لږ سر راباندې دروند دی. د دوا پلاستیک مې پر مېز کیښود، ورته مې ووې: دغه ځینې ګولۍ لږ خوب درباندې راولي، د ارام لپاره دي، ته سر کیږدۀ، همدا د دوا تاثیر دی، ان شاءالله ښه کیږي. مور مې څملاسته، کمپله مې پرې واچوله. کوچني ورور ته مې وویل: کېدای شي، د مور پوښتنې ته څوګ راشي، شرم دی. کور مو ټول ګډ وډ دی، راځۀ، ته لوښي شیان ومینځۀ او زه کوټې جارو کوم. مشر ورور مې وویل: زه به بازار ته لاړ شم، لږه سودا به راوړم. ټول له ځایه پورته شوو او خپل کارونه مو شروع کړل. د مور کوټه مې چې جارو کړۀ، په بله هغه باندې لګیا شوم؛ نو موبایل ته مې زنګ راغی. سکرین ته مې یې وکتل، هیله وه. په بیړه مې اوکې کړ او غږ مې پرې وکړ: سلومینه هیلووو! هغې وعلیکم سلومینه وکړل او بیا یې وویل: اې، الهامووو یاد شوی مې یې؟ ریښتیا مورجانه څنګه ده؟ ځواب مې ورکړ: زما هم یاده شوې یې، مورکه اوس بیخي ښه ده، راغلي یو خپل کور کې یو. پر لګیا وم، کوټه مې جارو کوله، چې زنګ دې راغی. هغې وویل: قربان د شم، زه درځم کارونه درته کوم، ته به ولې جارو کوې. ورته مې وویل: کاش! راتلای شوی؛ نو څومره به ښه وه، د مور به فکر درسره بدل وو، خبره مې لا خلاصه کړي نه وه، چې هغې وویل: ولې یوازې به د مور پام راسره بدل وو، ته به خوشال نه وې؟ ومې خندل، وه لېونۍ زه خو لا اوس په موبایل غږېدو درسره خوښ یم او ځان ارام محسوسوم. زه څومره بختور یم، چې تا لرم، بیا د خبرو په منځ کې راولوېده، اصلاً بختوره خو زه یم، چې تا لرم. له کله نه مې چې تا سره پېژندلي؛ نو باور وکړۀ، ژوند مې تغیر کړی دی. ورته مې وویل: دا خبرې راته مه کوۀ، هسې نه چې سبا بیا وزرې وکړم. ویې خندل او زیاته یې کړۀ: زه دې پېژانم، ځکه خو دغه خبرې درته کوم. تر ډېره مو خبرې وکړې، بیا مې ورته وویل: کوټه مې نیمه یي کې پاتې ده، هسې نه څوګ راشي او بل مې د درس پاڼه هم نه ده اړولي بل سبا خو ازموینې دی، ان شاءالله بېګاته سره غږېږو. وروستۍ خبرې یې وکړې: زه درسره یم، خپه کېږۀ مۀ، مور به خدای ښه کړي، دا هر څه به تېر شي، دایمي به دغه حالت نه وي، ښکلي وختونه به راشي. ان شاءالله مې وویل او خدای پاماني مو وکړۀ. پاتې کوټه مې په بیړه جارو کړۀ او د مور خواته لاړم، چې ومې کاته؛ نو خوبولي وه. د کتابونو له المارۍ مې چپټر راوخیستل او په توشکه کېناستم، لکه په زور یې چې څوګ راباندې لولي، هېڅ زړه مې نه کېده؛ خو مجبور وم، ځکه بل سبا ازموینې وې. ستونی مې وچ شو، د کټ له لاندې مې پتنوس راکش کړ، له ترموز څخه مې پیاله ډک کړۀ او یو دانه چکلېټ مې له قاب واخیست. مینکې (ښاروګانې) د کوټې مخې ته کېناستې او په جنګ وې، ما ویل چغاهار یې مورکه راویښه نه کړې؛ نو پسې ورپورته شوم، چې یې زه ولیدم، ولوتې. انګړ ته لاړم، لمر ډېر خوږ لګېده، اسمان ته مې وکتل، طیاره روان وه او شاته یې سپینه لیکه پریښودۀ. موبایل ته پیغارم راغی، فکر مې وکړ، چې د شبکې څخه به وي، خو څو دانې مسلسل نور هم راغلل. موبایل مې راوخیست، چې مسېج مې خلاص کړ؛ نو هماغه د نرسې نمبر وه. تر بیا ښې چارې.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (14)

14 ټولې رایې

5★
4
4★
5
3★
2
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan