شپږمه برخه!لومړۍ مسېج مې یې خلاص کړ، چې دروازه وټکېده. موبایل مې ژر جېب ته کړ او دروازې ته ورغلم. ترور او د ترور خاوند مې وو. ستړي مشي مې ورسره وکړۀ، ورته مې وویل: دننه راځئ. د ترور خاوند مې وویل: دوی مې راوړل، زه زه ځم، ضروري کار لرم. ډېر ټینګار مې وکړ؛ خو پاتې نشو. خدای پاماني یې وکړۀ او لاړ. ترور ته مې وویل راځئ، زه وړاندې هغوی راپسې شول، سیده د مور کوټې ته لاړو. په مور مې غږ کاوۀ، چې ترور مې وویل: مه یې راویښوۀ، پریږدۀ، چې ارام وکړي، خپله به راپورته شي. خبره مې یې ومنلۀ او پر چایو لګیا شوم. ترور مې په خپلې کوچنۍ لور غږ وکړ: سېلۍ، هله چای ته تیار کړۀ. هغه له ځایه پورته شوۀ، بېرته مې کېنوله او ورته وویل: زه یې تیاروم، داسې تکړه یم، چې کیسې یې مه کوۀ، ته مې اوس خالي ګورۀ. مګر مور یې شله وه. دواړه لګیا شوو، چای مو تیار کړ، چې مور مې هم راویښه شوۀ. ترور مې کټ ته ورپورته شوه، ټینګه غاړه یې ورکړۀ او ورته یې وویل: زه خو نه وم خبره، چې ته داسې ناروغه یې، نن راته د سېلۍ دوی پلار وویل، ستا مشر زوی یې ښار کې لیدلی وه، هغه خبر کړی وه. مور مې ورته وویل:یو ناڅاپي خبره وه، د غرمې ډوډۍ مې پخوله، چې بیخي پر ځان نه یم پوهه شوي، بیا دوی شفاخانې ته وړي وم. ترور مې وویل: ښه شکر دی، چې هر څه پخیر تېر شول او اوس ښه یې. دوی پر کټ کېناستې، ما خپل چپټر راواخیستل، کوچني ورور ته مې وویل: ته همدلته اوسۀ، زه لږ درس لولم، که څه شی وو؛ نو زنګ راته کوۀ. سمه ده یې وکړل او زه د باندې راووتم. د کور مخې ته پر ویالې ایښي پله باندې یوه ډله ماشومان ناست وو او پښې یې لاندې اوبو طرف ته ځوړندې کړي وې. ورته مې وویل: ماته لاره نه راکوئ، چې تېر شم؟ ټول پورته شول او لاره یې راکړۀ. د کلي لوی خوړ خوا ته روان شوم، ځکه هلته د اوبو د منعه کولو لپاره لوی سیمنټي دیوال وهل شوی دی، تر څو اوبه ځمکې تخریب نه کړي او دېخوا پټيو ته رانشي. دا ځای د مطالعې لپاره تر ټولو مناسب دی، یو خو دا چې د خلکو ګڼه ګوڼه نه وي او بل د طبیعت ښه ننداره ترې کیږي. غنم شنه وو؛ خو د ځمکې مخ یې نه وو پټ کړی. ځای، ځای به مرغان پکې کېناستل، چې زه به یې ولیدم؛ نو بېرته به ولواتل. ټاکلي ځای ته راورسیدم، خپل دسمال مې راته د دیوال په سر هوار کړ او کېناستم. شااوخوا مې وکتل، لرې، لرې یو نیم کس معلومېده، بیا مې د څو شېبو لپاره خپل نظر په بهېدونکو اوبو واچوۀ، له لوړ ځایه ښکته تویېدې، خوند یې راکړ، په موبایل مې یې څو تصویرونه واخیستل او بیا مې ساعت ته وکتل، ناوخت وه. موبایل مې بېرته کیښوده او د نړیوالو اړیکو کتاب مې راوخیست. تر کومه ځای مې چې لوستی وه، پاڼه مې ټوله کړي وه، هماغه ځای مې راوړوۀ او مطالعه مې پیل کړۀ. تقریباً یو ساعت به مې کتاب او نوټونه لوستي وو، چې د کوچني ورور زنګ راغی، ویل یې: ډوډۍ تیاره ده، له دوکان څخه لږ مستې درسره راواخلۀ او راځۀ. کتاب مې بند کړ، دسمال مې وڅنډۀ او کور ته روان شوم. ورځ تېره شوه، ماښام ناوخته هیلې زنګ وکړ او د مورجانې پوښتنه یې کوله. ورته مې وویل: اوس بیخي ښه ده، نن مې ترور دوی هم راغلي دي. هغې وویل: شکر دی، چې ښه ده، اوس لږ کار لرم، بېګاته که دې وخت پیدا کړ؛ نو سره غږېږو. ان شاءالله مې وویل او اړیکه مو پرېکړۀ. اذان وشو لمونځ مې وکړ او د مور کوټې ته لاړم، لا ناست نه وم، چې زنګ راغی، نمبر ته مې وکتل، د نرسې وو. له کوټې بېرته راوواتم، موبایل مې اوکې کړ: سلام یې وکړ. ځواب مې ورکړ. بیا یې د مور پوښتنه وکړه؟ ورته مې وویل: شکر دی، اوس خو بیخي ښه ده. هغې وویل: دوا دې نه قضا کوي. ورته مې وویل: مور مې ښه ده، دوا پخپل وخت خوري، بیخي یې نه پریږدي. ښه یې وکړل او بیا یې زیاته: کله نا کله ناروغۍ وي، زړه ورته مه خورۀ، ان شاءالله مور دې ښه کیږي. ورته مې ووې: د خدای چارې دي، موږ انسانان به صبر پرې کوو. هغې خبرې اوږدولې؛ خو ما نه غوښتل. راته یې وویل: لکه چې مصروف وې، که کومه ستونزه وه؛ نو دا زما نمبر دی زنګ راته کوۀ. مننه مې ترې وکړه او ورته مې وویل: حتماً زنګ درته کوم. ما اړیکه پرې کولۀ، چې هغې بیا غږ وکړ: اې ریښتیا غرمه مې درته مسېجونه لیږلي وو، لکه چې نه دې وي لیدلي ځواب دې یې رانکړ. ځان مې دغسې وښودۀ، چې هېڅ مې لیدلي نه دي، بخښنه مې وغوښتنه او اړیکه مو پرېکړۀ. مسېجونو ته مې تلوسه شوه، چې څه شی به یې لیکلي وي. پیغامونو ته لاړم. لومړۍ یې سلام او پوښتنه کړي وه. بیا یې نور داسې لیکلي وو: په شفاخانه کې ما ډېر څارلې، غوښتل مې ډېرې خبرې درسره وکړم؛ خو تا هېڅ نه راکتل، چې وبه دې لیدم، سترګې به د ښکته واچولې، زما دې دغه ښه والی او اخلاق لا نور خوښ شول. زه که مسېج کوم او که زنګ وهم؛ نو صرف په همدې خاطر به وي، هیله ده نور په زړه کې څه درتېر نشي. وروستی هغه یې داسې لیکلی وو: کله نا کله ته هم پوښتنه کوۀ، زه به زیاته خوشالېږم. له ځان سره مې وویل: که زه زنګ وکړم؛ نو خبره به په لوی لاس خرابه کړم. بیا د هیلې هغه خبره په ذهن کې راګرځېده، چې د شپې مهال یې د خدای په امانۍ پر وخت راته کوي: "سترګې دې ښکلوم، ښه شپه ولرې. خواږه خوبونه ګورۀ، چې بغېر له ما دې بل څوک په خوب کې رانشي؛ ګني وژنم دې"! هغه چې په خوب کې څوګ راباندې نه ویني؛ نو په ویښه خو تیاره لانجه ده، پرېکړۀ مې وکړۀ، چې هیلې ته به دغه خبره کوم، ځکه هغه خو هم په یوه شفاخانه کې کار کوي، هسې نه کومه ورځ دغه خبرې په غلط ډول ور ورسیږي؛ نو لوی جنجال به جوړ شي. شپې د ورځې لمن ټوله کړۀ او په اسمان کې یو، یو ستوری ښکاره شو. ما همدا د نرسې د مسېجونو او زنګونو چورتونه وهل، چې مشر ورور مې راباندې غږ کړ: څنګه ولاړ یې؟ د سوچونو نړۍ مې ورانه شوه، ورته مې وویل: ټولګیوال مې زنګ کړی وه، د ازموینو په اړه مو خبرې کولې. ښه یې وکړل او د کوټې په طرف روان شو. زه هم ورپسې شوم. مور مې د باندې راوواتۀ، پوښتنه مې ترې وکړۀ، چې څه کوې؟ هغې وویل: همدا تا پسې راغلم، ترور دې له نورو شیانو پرهېز دی، یو کوتی شیدې ورته راوړۀ. په بیړه دوکان ته لاړم شیدې مې راوړې. کوچنی ورور مې او سېلۍ په ډوډۍ تیارولو لګیا وو. ما د شیدو کوتی خلاص کړ او په جام کې مې واچولې، ګاز ډبې ته مې اور ورکړ او جام مې پرې کیښود. مشر ورور مې دسترخوان هوار کړ، ډوډۍ تیاره شوه. شیدې هم ګرمې شوې، پیاله مې ترې ډکه کړه او د ترور مخې ته مې کېښوده. ترور مې وویل: شکر خدایه، ورارونه مې دغه دي لوی سړي شول، غریبه به هم ختمې شي. مور مې وویل: کله چې یې پلار مړ شو؛ نو داسې فکر مې هم نه کاوه، چې دوی به لوی وي، بیا به تعلیم او وظیفې کوي؛ خو خدای چې وغواړي؛ نو هر څه کیږي. ترور مې وویل: بېشکه، هر څه د الله په لاس کې دي. ډوډۍ مو وخوړه. ما مې ترور ته وویل: تاسې کیسې وکړئ، زه به لږ درس ووایم، بل سبا مې امتخانونه دي، هېڅ درس مې نه دی کتلی. هغې وویل: هله زویه، ورځۀ. چپټر مې راوخیستل او د څنګ کوټې ته لاړم. ښه شېبه مې مطالعه وکړۀ، چې ساعت ته مې وکتل؛ نو څه کم لس بجې وې. موبایل مې راوخیست او هیلې ته مې زنګ وکړ. له لومړۍ ټالۍ سره سم یې اوکې کړ: په خندل مې وویل، لکه چې تیاره ورته ناسته وې؟ هغې هم وخندل او زیاته یې کړۀ: زړونه مو یو دي، لږ مې درس ولوسته، اوس چې مې موبایل راواخیست، تر څو زنګ درته وکړم؛ نو زنګ دې راغی، ځکه مې ژر اوکې کړ. ورته مې ووې: زړه په زړه اینه ده، ریښتیا سلام څنګه یې؟ وعلیکم سلام یې وکړل او ویې ویل: شکر دی بیخي ښه یم، ته څنګه یې؟ مورکه څنګه ده؟ له دوا سره یې کوم فرق شوی او کنه؟ ورته مې وویل: الحمدالله تر اوسه خو ښه یم او مورجانه هم بیخي ښه ده، هغه د پخوا غوندې عادي حالت ته راګرځېدلي ده، ته څنګه یې، درسونه دې؟ هغې وویل: بس ګوزاره روانه ده، درسونه مې هم ښه دي؛ خو نور یې له ژونده وویستم، بل کار نشته همدا درسونه او درسونه. ومې خندل او بیا مې وویل: ما ویل که یوازې زه ترې شکایتونه کوم، دا خو له ما ته ډېر سر ټکوې. هغې وویل: خود نو، همدا چې په ښه بده پوهېدلي یم؛ نو پکې لګیا یم، ودرېږۀ، چې نور به لا څومره وي، ته خو بختور یې، څلور کاله دي، دغه دی یو تېر شو. د خبرو په منځ کې ورولوېدم، اې ریښتیا خبره یې؟ ویې ویل: نه، ته به مې خبره کړې. د نرسې کیسه مې ټوله ورته وکړۀ. هغې: اوږد امممممممم وکړل او بیا زیاته کړه: دا ومنم، چې ته نه غواړې؛ خو هغه زنګونه او مسېجونه کوي؟ دا ماته ولې څوګ زنګ نه کوي؟ دا زما نمبر ولې څوګ نشي پیدا کولای هنن؟ پټ مې اخ وکړل او له ځان سره مې ووې لکه چې لانجه جوړه شوه. هغې بیا غږ وکړ، د نرسې مېړه څنګه غلی شوې؟ ومې خندل، چې خبره مې کوله، هغه راوړاندې شوۀ. داسې ښه راته خاندې، زما د مرګ د اورېدلي وو، که څنګه؟ ورته مې وویل: ته خبرې ته غوږ ونیسۀ، چې زه څه وایم. هغې وویل: نور به څه وایې؛ خو دا چې نرسې سره مې ملګرتیا ده او ته مې نه یې خوښه. له ځان سره مې وویل: ملامت یې، اوس چې څه وایي باید ویې زغمې، ولې د خبروله، هغه لګیا وه او زه غلی. بیا یې راباندې غږ کړ: غلی کېږۀ مۀ، ووایۀ، هغه څوګ ده؟ ولې درته زنګوه او مسېجونه کوي؟ ورته مې وویل: صفا خبره مې درته وکړۀ؛ خو ته په خبره ځان نه پوهوې، که ما غوښتل چې ورسره وغږېږم، بیا مې ته نه خبرولې. هغې وویل: هو زه ماشومه یم، چې ته به مې غلطه کړې، نمبر یې له کومه کړ؟ د نمبر په اړه مې هم هماسې کټ مټ ورته وویل، چې څه ریښتیا وو. بیا یې وویل: نورو شفاخانو ته به هم تللی یې، تر اوسه کومې نرسې درنه نمبر اخیستی؟ د هغې یې ستا له نمبر سره څه؛ خو ورسره دې زړه دی. ماته یې هم غوسه راوستۀ، لږ مې اواز لوړ کړ، ورته مې وویل: ته خپلې بابولالې غږوې، زما خبره نه اورې. که ما غوښتل بیا مې تاته نه وې، په خبره پوهېږې او کنه؟ غلي شوه هېڅ یې ونه ویل. بیا مې پرې غږ وکړ، تاته وایم. په غوسه یې ځواب راکړ، ماته هېڅ مه وایۀ، نرسې ته یې ووایۀ او اړیکه یې پرېکړۀ. بیا مې زنګ پسې وکړ؛ خو پورته یې نه کړ. څو وارې مې مسلسل زنګونه وکړل؛ مګر هماغه خبره وه، نه یې ځوابوۀ. موبایل مې پر توشک کیښود او په چورتونو کې لاړم. څو شېبې وروسته موبایل ته زنګ راغی. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
298 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
482 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)