اوومه برخه! موبایل ته زنګ راغی، چې ومې کتل؛ نو سلیم وه. خبرو ته جوړ نه وم، ځواب مې ورنکړ. وټساپ مې خلاص کړ، هیلې ته مې مسېج وکړ، مګر افلاین وه. بیا مې زنګ پسې وکاته؛ خو دا ځل یې بیخي شمېره بنده وه. ماته هم غوسه راغله، موبایل مې لرې وغورځوۀ او په کټ کې اوږد وغځېدم. خوب کله دومره تکړه وه، چې زما سترګې یې پټې کړي وای. بس همدا چورتونه وو. تر ډېره د خوب هېڅ څرګ ونه لګېده، ساعت ته مې وکتل، څه د پاسه یوه بجه وه. راپورته شوم، د بام سر ته وختم. سپوږمۍ نیمه په وريځو کې پټه وه، لاندې د کور تر څنګ یوه ډله سپیو غپل. اسمان ته مې وکتل، داسې راته ښکاره شو، لکه دده چې هم زړه ډک وي. وریځې ختیځ خواته روانې وې، سپوږمۍ ځان کش کوۀ، چې ترې ووځي. د کور تر څنګ په ویاله کې بهېدونکو اوبو مې فکر ور واړوۀ، شور یې داسې وه،لکه څوګ چې سندره راته زمزمه کوي. لږ وروسته رڼا شوه، نږدې هر څه ښکاره کېدل، اسمان ته مې وکتل، سپوږۍ له وریځو وتلي وه او خپله ښکلا یې زموږ ننداره ته ایښي وه.. تر ډېره همدلته ناست وم؛ یو وخت مې ساړه وشو، نور نو کېناستل راته سخت شول، بېرته کوټې ته راښکته شوم. موبایل مې راواخیسته او د کوم سندرغاړي په غږ مې دغه سندره چلند کړۀ: "سترګو دې له مانه بیا خوبــونــه وړي شپه مې شوګیره ده څه د په ما کړي" سهار ته نږدې مې خوب سترګې راپټې کړي وې، چې بېرته مشر ورور راباندې لمانځه ته غږ وکړ. ژر راپورته شوم، اودس او لمونځ مې وکړل، د مور کوټې ته لاړم. مور مې راته وویل: زویه، لکه چې تر ناوخته د درس وایۀ، سترګې دې داسې سرې دي، ځان د بې خوبه کړی دی. ورته مې وویل: نه مورجانې، وختي ویده شوم، نه پوهېږم ولې مې سترګې سرې دي. چای ته مې زړه نه کېدۀ، هیله مې پر ذهن همداسې ناسته وه؛ خو په زور مې نیمه پیاله چای وڅښۀ، د باندې راووتم. هیله پسې مې زنګ وکړ، مګر شمېره یې بنده وه. وټساپ مې وکاته؛ خو هلته یې هم ځواب نه وو. حیران شوم، چې اوس څه وکړم؟ موبایل مې جېب ته کړ او له کور د باندې راووتم. هوا یخ وه، لمر لږ ځان ښکار کړ او شااوخو یې سورخي وبرېښده. د پټیو لور ته روان شوم، د شنو کوترو سېلونه راتلل او لاندې به په غنمو کې کېناستې او ځینې بیا الوتې. ښه شېبه وګرځېدم، لمر مکمل راوخوت او ډېر خوږ لګېده. ونې ته مې ډډه ولګوله او لمر ته کېناستم. د هیلې بېګانۍ خبرې مې یوه، یوه په ذهن کې تاوېدې او له ځان سره مې ویل: څه اړتیا وه، چې خبروله دې. په همدې چورتونو کې وم، چې نعیم کاکا راباندې غږ وکړ: الهامه زویه، ډېر ګرم لمر د پیدا کړی. د سوچونو له نړۍ راووتم، ورپورته شوم، ستړي مشي مې ورسره وکړل او بیا مې ورته وویل: نعیم کاکا، کله نا کله سهار دلته راځم، د پټیو چکر ډېر خوند کوي. هغه خپله بېلچه په لښتي کې وداروله او له ځان راتاوو کړی څادر یې هوار کړ او پرې کېناست او بیا یې وویل: دغه موسم ډېر خوند کوي، زه هم نن وختي د غنمو په اوبو کولو پسې راښکته شوم؛ خو اوبه بره نورو خلکو تړلي دي. نعیم کاکا زموږ د کلي ډېر یو مهربانه سپینږیری دی، د هر چا سره د هغه په طبیعت ځي، په تېره له ځوانانو سره ډېر جوړ دی. ورته مې وویل: ته لږ دمه وکړۀ، تر هغه به اوبه هم اوزګارې شي. د نصوار کوتی یې له جېب راوویست، یو دوه وارې یې په ورغوي وټکوۀ او بیا یې ترې په دوو ګوتو کې نصوار د شونډې لاندې کړل، چې په لښتي کې د اوبو شڼه هار شو. په بیړه له ځایه پورته شو او ماته یې وویل: اوبه راغلې، هسې نه بل څوګ یې ولګوي، زه به پټي اوبه کړم. له ځایه پورته شوم، ورته مې وویل: زه یې درسره اوبه کوم، نن اوزګار یم. په روانه کې یې لاس وښوروۀ او راته وویل: قسم دی که شي، دومره ډېر پټي نه دي، ته د خپل کارونه کوۀ او لاړ. زه هم د کور خواته روان شوم. ورځ تېره شوه، څو ځله مې هیله پسې زنګونه وکړل؛ خو شمېره یې هماغسې بنده او نه یې وټساپ کتلی وه. غوښتل مې د مور په وړاندې ځان لکه د نورو وختونو عادي وښیم؛ خو د ډوډۍ پر مهال یې راته وویل: زویه، نن داسې غلی غوندې او خپه ښکارې، څه خبره ده؟ ورته مې وویل: مورې هېڅ خبره هم نشته، امتخانونه مو شروع کیږي، دغه دوه ورځې درس ګورم، لږ یې ستړی کړی یم، شاید ځکه داسې ښکارم. د ډوډۍ وروسته بیا د درس په بهانه تر څنګ کوټې ته لاړم. د هیلې شمېره مې وکاته؛ خو بند وه. لمونځ مې وکړ، دا چې تېره شپه او د ورځې مې خوب نه وه کړی؛ نو سترګې راباندې خپله پټېدې. د کوټې دروازه مې خلاص پرېښوده او مخامخ ورته کېناستم، تر څو مې یخه هوا خوب وتښتوي. تر ډېره همداسې ناست وم. یو وخت مې ساړه وشو، بېرته مې دروازه بند کړه او کتابونه راواخیستل. له ځان سره مې ویل: سبا ازموینې پیل کیږي، لږ درس ولولۀ؛ ګوندې تر هغه هیله زنګ وکړي. څو شېبې وروسته به مې وټساپ چېک کاوه؛ خو بې معنا وه. د خوب بیخي راباندې زور شو، کتابونه مې فقط یوې خواته کړل، هملته پر ځمکه څملستم. نور په ځان نه یم پوه شوی، چې یو وخت د موبایل په زنګ پسې راویښ شوم، په کمپله کې رانه ورک وه، تر څو چې مې پیدا کاوه؛ نو زنګ قطعه شو. موبایل مې راواخیست، چې ګورم هیلې څلور زنګونه وهلي دي. ساعت ته مې وکتل، یوه بجه وه. زنګ مې پسې وکړ، پورته یې نه کړ. بیا مې وکړ، له څو ټالیو وروسته یې اوکې کړ. غلي وه، ما هم څه نه ویل. بیا یې غږ وکړ: څنګه غلی یې، لکه چې نرسه د یادیږي؟ ورته مې وویل: هیلووو نور دا خبرې پریږدۀ، د بېګا راهیسې همدا بس وه، چې وټساپ او نمبر د دواړه بند وو. هغې بیا وویل: نن یې څه غورې درته کولې؟ ته به هم ښه ورته خوشال وې، ځکه زما له زنګ څخه بې غمه وې. غوسه راغلۀ، اړیکه مې یې پرېکړۀ. بیا یې زنګ وکړ، چې اوکې مې کړ؛ نو یې وخندل او راته یې وویل: الهامیه، یو خدای خبر دی، چې د بېګا راهیسې تر اوسه موده څنګه راباندې تېره شوه. ورته مې وویل: څوګ به داسې کوي، خدای به موقع راولي، بیا به دې زه هم خوښ شم. هغې زیاته کړۀ: دا دې سزا وه، چې بیا ورسره وغږېدې؛ نو معاف کول دې نشته. ډاډه شوم، چې اوس رضا ده، نه غوسه کیږي؛ نو په خندا مې ورته وویل: له نرسې څخه زما کله کیږي، هغه کله هېریږي. هو کنه یې وکړل او بیا یې راته وویل: اې، ته خبر یې؟ نه مې وکړل. هغې وویل: زما او ستا په اړیکه مې ورور خبر شوی دی. حیران شوم، په بیړه مې ترې پوښتنه وکړۀ: له کومه خبر شو او تاته چا وویل؟ هغې وویل:نه پوهېږم، ماته مې ورېندارې دغه خبره وکړۀ، چې ورور دې ویل: هیله د کوم چا سره اړیکه لري، نور به پوهنتون ته نه ځي· ورته مې وویل: اوس به څه کیږي؟ ورور دې بیا څنګه خبر شو؟ هغې وویل: نه پوهېږم، چې چا خبر کړ او څه به کیږي. حیران شوم، له ځان سره مې وویل: اوس به څه کوې؟ ممکن موبایل ترې واخلي، پوهنتون ته یې ریښتیا پرينږدي. ما چې خوله خبرې ته جوړوله؛ نو هغې وویل: څنګه غلی شوې او بیا له خندا شنه شوه، راته یې وویل: نور مې د خپګان زړه درباندې نه کیږي، ټوکې کوم. بیا ووایۀ، چې له نرسې څخه زما کله کیږي، هغه کله هېریږي. ځان مې مرور کړ، ورته مې ووې: ما سره مه غږېږۀ او اړیکه مې پرېکړۀ. بیا یې زنګ وکړ، موبایل مې اوکې کړ؛ خو غږ مې نه کاوۀ. هغې په خندا بار، بار همدا ویل: اې لېونیه! والا ټوکې مې کولې. په غوسه مې ورته وویل: دا خو ټوکې نه دي. ویې خندل او بیا یې زیاته کړه: هو، یوازې تاته خپلې هغه ټوکې ښکاري، د نورو نه. غلی غوندې شوم. هغې راغږ کړ: خوله کاږه مه نیسۀ، د ځورولو ماته هم زیات چلونه راځي. ولې زه د په نرسه کمه وځورولم. ورته مې وویل: ښه دې وکړل، اوس دا خبرې پریږدۀ، سبا ازموینې دي، نور خو سهار شو او ما پرون هم خوب نه دی کړی. هغې اوږد بووووو وکړ او بیا یې زیاته کړه: دا خو لس کم درې بجې دي، هله ویده کېږو. خدای پاماني مو وکړۀ او کمپله مې په سر راکش کړۀ. هماغسې خوب وړی وم. سهار چې راپورته شوم لمونځ مې وکړ؛ نو لږ درس ته کېناستم. تر چای وخته مې مطالعه وکړه او بیا پوهنتون ته وختي روان شوم. نور ټولګیوال له ما لا وختي خاضر وو. ستړی مشي مې ورسره وکړل. د ریحان په نوم ټولګیوال راته وویل: داسې تازه ښکارې، لکه چې دغه څو ورځې دې ښه پرېمانه مطالعه کړي ده. ومې خندل او بیا ورته وویل: سړیه، کاش! نور کارونه نه وای. دا ځل ډېر مصروف وم، مور مې ناروغه وه. هغه وویل: ما فکر کاوۀ، چې په موږ کې به تر ټولو ډېره مطالعه تا کړي وي؛ خو ته هم زموږ غوندې یې. زما عادت داسې وه، چې کومه ورځ به درس ویل کېده؛ نو مهم هغه به مې یې مطالعه کوۀ او ذهن کې به مې ساتۀ، ځکه د ازموینو په ورځ کې د یو کال درس زده کول غواړې؛ نو اصلاً امکان نه لري او بله ده، چې هغه دې نور هم د ذهني فشار لاندې راولي. که بیا یې د کال له سره یادوې؛ نو د امتخانونو پر وخت به ډېره ستونزه نه وي. ریحان ته مې وویل: وروره، چورت مه خرابوۀ، ټول په یوه کټګورۍ کې یو. زموږ د ټولګیوالو له منځه یو هغه یې ډېر ټوکي وه، هغه وویل: یوه خبره سره کوو، چې اتفاق به نه خرابوئ. که پرچې حال کوو هم ټول په شریکه او که نه یې حال کوو هم. ټولو وخندل او ورته مو وویل: هو ته ښه وایې، اتفاق باید خراب نشي. تقریباً یو ساعت وروسته د ازموینې صحنې ته لاړو، د یو بل څخه په فاصله کې کېناستو او ازموینه پیل شوۀ. سوالونو ته په زړه کې نیولی وم، له ځان سره مې ویل: هسې نه سخت وي؛ خو چې پرچې راکړل شوې او سوالونه مې ولوستل؛ نو ورته خوښ شم، ځکه تر ډېره مې یې ځوابونه زده وو. بسم الله مې وکړه او په حال کولو لګیا شوم. لږه شېبه وروسته هیله ذهن ته راغلۀ، هغې به مطالعه کړي وي؟ سوالونه به یې څنګه وي؟ د طب هغه درسونه خو ډېر سخت دي. بیا مې په دې ځان ډډه کړ، چې هغه تکړه ده، ان شاءالله ښې نمرې به اخلي. بېرته مې پرچې ته پام واړوۀ، ګورم چې د یو سوال ځواب مې بل پسې لیکلی دی. ځان سره مې وویل: که اوس یې ړنګوې؛ نو پرچه چټلیږي او شاید ویې هم نه مني، سر مې پورته کړ، استاد ماته نږدې ولاړ وه، غږ مې پرې وکړ: استاد محترم. مخ یې راواړوۀ نږدې راغی. ورته مې خبره وکړۀ، چې په غلطۍ کې رانه داسې وشول. خدای دې خیر ورکړي، راته یې وویل: کومه خبره نه ده، خط ترې ورکش کړۀ، نور زه پرې پوهېږم. ازموینه خلاصه شوه، چې له پوهنتون راووتم؛ نو هیلې ته مې زنګ وکړ، تر څو پوښتنه یې وکړم؛ خو پورته یې نه کړ. له ځان سره مې وویل: شاید تر اوسه د امتخان په سحنه کې وي. موبایل مې لا جېب ته کړی نه وه، چې زنګ راغی، نمبر ته مې کتل، نرسه وه. ځواب مې ورنه کړ، هماسې کور ته روان شوم. د غرمې ډوډۍ وخت وه، چې د هیلې زنګ راغی، اوکې مې کړ· خوږ او خوشاله غږ یې وکړ: سلام الهامووو، خبر یې؟ وعلیکم سلام مې وکړل او بیا مې ورته وویل: لکه چې زما غوندې وې ته هم؟ پوهه نه شوه او راته یې وویل: څنګه ستا غوندې؟ ومې خندل، نور څنګه زما غوندې؛ خو پرچه به دې حال کړي وي. هو یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: دغه مضمون له ټولو سخت وه، ډېره په زړه کې ورته نیولي وم؛ خو ان شاءالله لوړې نمرې به زما وي. پرې خوشاله شوم، ورته مې وویل: خود نو، اخېر د چا هیلوووو یې. په خندل کې یې وویل:داسې چالاک یې، بیا یې کرېډېټ ځان ته ورکوې. هغې نور څه ویل، په خبره کې ورولوېدم: دا مې له تا زده کړل، کنه زه اول داسې نه وم. اوږد ښه یې وکړل او بیا وویل: ته پوهېږې؟ زه چې پوهنتون ته کامیابه یم؛ خبره یې نیمه یي کې پاتې شوه او یوه درنده چیغه یې راغلۀ، نور یې غږ ورک شو. تر بیا ښې چارې
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
298 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
482 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)