دوهمه برخه.لیک یې داسې لیکلی وو: د سیاسي علومو غنمرنګ او له ما څخه لوی بې زړه محصله! ستاسو له پوهنځي لږ لرې، له طب برخې څخه یوه جینۍ درته د مینې سلام کوي. ویل کیږي، چې روحونه په اصل کې ټول یو دي؛ خو فقط پېژنګلوۍ ته اړتیا لري، شاید همدا علت وي، چې په لومړۍ ځل لیدو خوږ راباندې ولګېدې. بختور یې، چې زما غوندې د یوې ښکلې محصلې په زړه کې ځای لرې. تر دې ځایه لیک لوستو بیخي له عادي حالته وویستم، د زړه ضربان مې زیات شو او په سترګو کې مې د هیلې تصویر ښکته پورته شو. بیا، بیا مې دغه جمله ولوسته، بختور یې، چې زما غوندې د یوې محصلې جینۍ په زړه کې ځای لرې. بیا یې لیکلي وو: له کله نه مې چې لیدلی یې؛ نو پټ د څارم، موقع نه راته پیدا کیږي، تر څو مخامخ درشم، خبرې درسره وکړم. در یاد دي؟ کله چې لومړۍ پوهنتون ته راغلی وې، یوه ورځ دې ټولګي ته په دې بهانه درغلم، چې ګواکي دلته مې یوه ملګرې ټولګیواله ده؛ خو ریښتیا دا وو، زه ستا لیدو ته درغلې وم. پوهېږم ته مې هم تعقیبوې، ځکه څو ځلې زموږ د تولګي مخې ته مخامخ کېدل تصادفي نشي کېدای، زه دې هم ښه ایسېږم. خبرې رانه اوږدې شوې، هسې نه فکر وکړې، چې دې نابلدې څومره اوږد لیک لیکلی ؛ خو نه، زه درسره اشنا یم، له ډېرې مودې راهیسې، د یادونو تر ټولو نږدې کس مې یې او د خیالونو نړۍ. لاندې مې درته شمېره لیکلي، بیا زنګ راته وکړۀ. اوس د ځان غوندې خوږ او ښکلی وخت ولرې. زه به دې زنګ ته شېبې شمېرم. په مینه ستا نیمه ډاکټره! لاندې یې خپله درې پوټه امضاء کړي وه. ته به وایې، چې کومې ادارې ته یې رسمي مکتوب لیکلی. ساعت ته مې وکتل، درس شروع وه، په بیړه مې لیک جېب ته کړ او ټولګي ته لاړم. استاد پر نړیوالو اړیکو تدرس کوۀ، زه د خیالونو په نړۍ کې د لیک په ځوابي کلمو پسې لالهنده ګرځېدم. څه ولیکم؟ څنګه یې ولیکم؟ نه او ریښتیا نمبر یې شته، زنګ به ورته وکړم. تر رخصتۍ مې پر همدې فکر کاوه. کور ته چې لاړم؛ نو مور ته مې غږ کړ: مورکې زه نن سخت ستړی یم، ویده کېږم، ډوډۍ به بیا وروسته وخورم. هغې وویل: سمه ده زویه، چې لمانځه ته پورته شوې؛ نو ډوډۍ به هم وخورې. په بیړه خپلې کوټې ته لاړم، دروازه مې بند کړۀ او پردې مې کش کړې، چې څوګ مې ونه ګوري. لیک مې راوخیست، ژر مې ترې شمېره په موبایل کې د روان شناس په نوم ثبت کړۀ. څو ځلې مې یې نمبر اوکې کړ او بېرته به مې ژر قطع کړ. نه پوهېدم څه ورته ووایم! بلاخره مې یې نمبر اوکې کړ او سترګې مې پټې کړې. څو ثانیې وروسته زنګ ورغی، زه لړزې واخیستم، هغې موبایل اوکې کړ، خوږ او نرم غږ یې وکړ، بلې. له خولې مې غږ نه وت، بیا بیا یې د بلې نارې وهلې. تقریبا له یوې دقیقې به ډېر وخت وتلی وي، ټول هوس مې سره یو ځای کړل او زړه مې وکړ، چې سلام وکړم؛ خو اړیکه پرې شوه. بیا مې پرلاپسې زنګونه وکړل؛ خو ځواب یې نه کړل. ځان ته مې په دې ډاډ ورکړ، چې زما شمېره خو ورسره نشته؛ نو څنګه به مې وپېژني ممکن فکر یې کړی وي، چې څوګ مزاخمت کوي. د کوټې پردې مې بېرته کش کړې. د باندې مې د ونې په پرې شوي ښاخ ناستې یوه جوړه مرغیو سترګې ولګېدې. له ځان سره مې وویل: دا څومره ښې دي، پرته له کومې وېرې او محدودیته د یوې بلې په خوا کې ناستې دي. لاسونه مې له سر لاندې کړل او اوږد وغځېدم، د لمر وړانګې په ما لګېدې، دا چې هوا نور په یخېدو وه؛ نو خوند مې ترې اخیسته. چورتونو مې د نیمه ډاکټرې خوا ته خېمه وهلي وه، د هغې د لیک خواږه الفاظ مې بار، بار تکرارول. یو ناڅاپه مې په ذهن کې راوګرځېدل، چې باید لیکلی پیغام ورته ولیږم. موبایل مې راواخیست او ورته مې صرف دومره ولیکل: د یوه ریښتني بې زړه سلام ومنۀ. موبایل مې نور خواته کیښوده. څو دقیقې وروسته پیغام راغی، په بیړه مې وکتلو؛ خو د شبکې اعلان وو. تر مزدیګره مې د شبکې څو پیغامونه ډېر ژر د هغې د ځواب په نیت خلاص کړل؛ خو درک یې نه وو. ماښام ته نږدې یې ځواب راته لیکلي: وبخښئ، موبایل رانه کور کې پاتې وه، زه شفاخانه کې عملي کار کوم، هلته وم. زه بیا زنګ درته کوم. د شپې تر نهو بجو یې زنګ رانغی، له ځان سره مې وویل: کورنۍ سره به وي، شاید موقع نه وي. د بام سر ته پورته شوم، شمال له ونو څخه پاڼې تویولې، اسمان له ستورو ډک وه، لکه په کومه خوشالۍ کې چې راټول وي، خوښ ښکاره کېدل. شپې خپله خاموشي خپاروله؛ خو ځای، ځای سپیو غپل. چوکۍ مې پر بام د سرک خواته کېښوده، غټ بار وړونکي موټر تېرېدل او ما یې ننداره کوله، چې موبایل مې وشرنګېده. په بیړه مې جېب ته لاس کړ او موبایل مې راوخیست، چې ګورم د هیلې شمېره ده، ژر مې اوکې کړ. د هغې خوا نرم او ښکلی غږ راغی: سلام علیکم. لکه خوب چې وینم، باور مې نه کېده، چې دا دې هغه د طب محصله وي. علیکم سلام مې وکړل. لږ غلي شوه او بیا یې زیاته کړۀ: ته څوګ یې؟ نه پوهېږم، زه څوګ یم، تا چاته زنګ کړی دی؟ ما یوه لوی بې زړه محصل ته. خبرې رانه ورکې شوې، چې اوس څه ووایم، تر څو مې چې خوله خبرې ته جوړوله، هغې وویل: څنګه غلی شوې، ته خو هغه نه یې؟ ورته مې وویل: ته څوګ یادوې؟ کوم بې زړه؟ غلي یې وخندل، یو دانه دی، ماته یې نن ستا له نمبر نه زنګونه کړي وو. ومې ویل، زنګونه خو ما کړي وو. ښه یې وکړل او زیاته یې کړۀ: ته خو دومره ورخطا یې، لږ ځان تکړه کړۀ. دې خبرې سره ریښتیا لار راڅخه ورکه شوه، غوښتل مې اړیکه پرې کړم، چې بیا یې غږ کړ: خبره واورۀ، ما هم زړه په سلو ټوټو تړلی درسره لګیا یم. ورته مې وویل: زړه مې ټوپونه وهي، له سینې مې د بندې راوځي. ښه په کړس یې وخندل او راته یې کړل: د نیمو شپو ویښۀ په غم دې ځان واړوۀ، اوس ټینګ شۀ. زړه مې بیخي باغ، باغ شو. ورته مې وویل: لا خو ماښام دی، نیمه شپه چېرې ده. ویې خندل، ته به شوګیرې کوې، چې اوس ماښام درته ښکاري، مئین خو به نه وې؟ ومې خندل، نه څه لېونی یم، چې مئینېږم. نه پوهېږم د چا بیت دی، ورته مې ووې:زموږ د شپې شوګیرې هسې عادت ګني زمونږه د راتلو څوګ ديهغې واه، واه وکړل او زیاته یې کړۀ: ته شاعر هم یې؟ نه مې وکړل، ورته مې وویل: دا دې بل چا بیت دی، چې مئین نه وم؛ نو شاعر به څنګه شم؛ خو نیت مې دی. امممم، ښه ولې اوس مئینېږې که څنګه؟ غلی غوندې شوم، بیا مې وویل: نه پوهېږم. موضوع یې بدله کړۀ، ریښتیا څنګه یې؟ پوښتنه خو پاتې شوه، معرفت او په مینه مو بحث پیل کړ. شکر دی، تر اوسه خو ښه یم، ته څنګه یې؟ درسونه د څنګه روان دي؟ بس بې وخته یې زاړه کړم، د طب هغه ډېر وخت غواړي، خواري به کوې، ځان به ستړی کوې، ځکه د خلکو ژوند درسره تړلی دی. ورته مې وویل: هو دا خو ده، طب تر ټولو مهم بخش دی، هوایي نه کیږي، باید انسان ځان پکې ورسوي. هو همداسې ده او بیا یې وویل: غرمې د زنګ وکړ، غږ دې نه کوۀ، فکر مې وکړ، چې بل څوګ دی؛ خو وروسته دې بیا مسېج کړی وه، زه موبایل ځان سره شفاخانې ته وړم؛ مګر نن لږ راباندې ناوخت وه، بیړه مې وه، هغه رانه کور کې پاتې وه. ومې ویل خیر کومه خبره نه ده، انسان دی، بیا چې د درسونو غم شي، زه هم کله نا کله داسې یم، موبایل رانه پاتې کیږي. ډېرې خبرې مو وکړې، هغې وویل: ته دې ساعت ته وګورۀ، ناوخت نه دی؟ سبا به پوهنتون ته ځو. ساعت ته مې وکتل، څه د پاسه یوولس بجې وې. دا چې اوس زه هم زړور شوی وم او د خبرو جرات مې پیدا کړی وه، ومې ویل: خپله به عادت شې، بیا به زه درته وایم، چې ناوخت دی، ته به وایې نه، ودرېږۀ دا یې لا پیل دی. ځان یې ناګاره واچوۀ، څنګه به عادت شم؟ د څه شي پیل دی!؟ ومې خندل هغه د کاروان صیب نیم بیتی مې ورته وویلو: پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه معنا؟ ښه یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: زه په دې خبرو نه پوهېږم، ناوخت دی، زما سترګې پټیږي، خوب راغلی. زړه مې نه کېده، چې اړیکه پرې کړي؛ خو بیا مې هم ورته وویل، ښه ویده شۀ. غوسه غوندې شوه، سم راته ووایۀ، داسې نه ځم. خو سم مې وویل، نور څنګه ووایم؟ راته ووایۀ، ښکلي او له سکون ډکه شپه ولرې، ارامه ویده شۀ. دا خو مې ویل، لا خو مو رخصت نه دی اخیستی. ویې خندل، لکه چې ما بیړه وکړۀ. ورته مې وویل: هو کنه. هغې بخښنه وغوښته او بیا یې زیاته کړۀ: هله، نور ویده شۀ، ښکلي خوبونه ووینۀ، له ما پرته بل څوګ په خوب ونه وینې؛ کنه خپه کېږم. ومې ویل: بیا نو مجبور یم، چې هېڅ ویده نشم. هماغه نیم بیتی یې راته تکرار کړ: پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه معنا؟ خدای په اماني مو وکړۀ او اړیکه پرې شوه. یوه او بله خوا مې وکتل، توره تیاره وه، ځای، ځای ځینو کورونو کې ګروپونه لګېدلي وو. کوټې ته ښکته شوم او په کټ کې اوږد وغځېدم؛ خو ونه شوۀ، د خوب هېڅ څرک نه لګېده، کړکۍ مې خلاصه کړۀ، سر مې ترې وویست او اسمان ته مې وکتل، لکه ستوري چې ټول ماته ګوري، اشارې راته کوي، ښه شېبه مې یې ننداره وکړۀ، بېرته مې کړکۍ بند کړۀ او کټ ته لاړم. د هیلې سره کړي خبرې مې یوه، یوه په ذهن کې راګرځېدې او ځان سره مې وویل: دا څومره ښکلی غږ لري، څومره عجبه غږیږي او څه د خبرو یو هنر ورسره دی. په همدې چورتونو کې خوب په خپله غږ کې نیولی وم. سهار چې راویښ شوم؛ نو هېڅ فکر مې نه کاوه، چې دا هر څه ریښتیا وو، یو خیال راته ښکاره کېده. ورځې په شپو او شپې په ورځو اوښتې، وخت ناوخت به مو کله پوهنتون کې سره ولیدل او کله به مو هم زنګ سره کاوه، چې پر زنګ به د خبرو موقع نه وه؛ نو بیا به مو پر وټساپ چټ کاوۀ. هر سهار چې به لومړۍ راپورته شوم؛ نو د هغې په وټساپ کې راغلی مسېج به مې کاته، چې لیکلي به یې وو: لا ویده یې؟ پاڅۀ سهار شوی، سهار دې نېکمرغه. یوه ورځ د نورو هغو خلاف وه، مسېج نه وو راغلی، په بیړه مې یې شمېره رواړوله، زنګ مې پسې وکړ؛ خو کمپیوټر پرې وغږېده، ستاسو ډایل کړي شمېره له ساحې نه واتلي او یا ګول ده، مهربانۍ وکړئ، وروسته بیا اړیکه ونیسئ. څو ځلې مې شمېره وکاتۀ؛ مګر هماغه خبره یې کولۀ. بېلابېلې خبرې مې په ذهن کې راګرځېدې، هغه خو هېڅکله مسېج نه پریږدي او نه موبایل بندوي، خدای دې خیر کړي، چې کوم څه پرې شوي نه وي. ټوله ورځ زنګ تېر نشو او نه یې معلومات وشول، چې ولې؟ هک حیران وم، چې اوس څه وکړم، چاته زنګ وکړم او له چا یې پوښتنه وکړم؟ شپه لکه کال هېڅ سبا کېده نه، دقیقه په دقیقه به مې یې شمېره کتله؛ خو بند وه. ټوله شپه مې سترګه پټه نه کړه. نسهار له نورو ورځو څخه وختي پوهنتون ته لاړم، چې هیله به هلته ووینم؛ خو ونه مې لیده، صنف او درسونه راپورې اور شول. ورځ راباندې داسې تېره شوه، چې یو خدای ته معلومه وه. د شپې ډوډۍ خوند نه راکاوه؛ خو د مور په خاطر دسترخوان ته کېناستم، له لا مې شخوند نه وو کړی، چې موبایل ته مېسج راغی، ژر مې له جېب راوویست، چې ګورم نامعلومه شمېره ده او لیکلي یې دي: سلام، هیله یم ژر زنګ وکړۀ! نور بیا.....
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
298 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
482 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)