لسمه برخه!اړیکه مو پرې کړۀ. ټوله ورځ خوښ وم، د شرکت والا ته مې زړه دعاګانې کولې. شپې او ورځې یو په بل پسې تېرې دې. له پوهنتون وروسته به کار ته تلم او اوس پوره بلد شوی وم. ازموینې خلاصې او رخصتۍ شوې هوا هم تغیر کړی وه، ساړه په زیاتېدو وه. غرمه مهال زه د سهار وتلو مالونو پر حسابۍ اخته وم، چې په شرکت کې یوه کارکوونکي راته وویل:منشي صیب، دلته نږدې یو د کرایې کور دی، که یې نیسې. دا چې په کار لګیا وم؛ نو مې ځواب ورکړ: وروسته به بیا پرې وغږېږو. هغه لاړه او زه پخپل حساب کې لګیا شوم. تقریباً ساعت وروسته مې چې کار خلاص کړ؛ نو د هغه کاریګر خبرې خوند راکړ، له ځان سره مې وویل: زه او مشر ورور دواړه هره ورځ ښار او کور ته په تګ راتګ د دوو میاشتو د کور کرایې پیسې مصروفوو؛ نو له دې خو دا ښه ده، چې ښار ته ګډه راوکړو او همدلته نږدې واوسېږو. په هماغه کس پسې ورغلم، ورته مې وویل: هغه وخت په کار لګیا وم، اوس ووایۀ، څنګه کور دی او کرایه یې څومره ده؟ هغه ځواب راکړ: د شرکت نه لږ وړاندې شفاخانې ته مخامخ کوڅه کې دی، دوه کوټې، برنډه، کوچنی غوندې انګړ، د اوبو په شمول برق هم لري ورته مې وویل: دا خو لکه موږ ته یې چې جوړ کړی وي. ویې خندل او بیا یې زیاته کړۀ: تاسو ته ډېر ښه دی، نور د خپله خوښه. د کرایې پوښتنه مې وکړۀ، ده ته هم معلومات نه وو؛ خو ویل یې، سبا به یې درته ووایم. سمه ده مې وکړل او زیاته مې کړۀ: زه به هم بېګاته په کور کې مشوره وکړم او ته د کرایې پوښتنه وکړ، بیا سبا سره خبرېږو. ساعت ته مې وکتل د ډوډۍ وخت وه. اشپاز مې ته غږ کړ، د ډوډۍ پوښتنه مې ترې وکړۀ، چې تیاره ده او کنه؟ هغه وویل: اوس ما غږ درکوۀ، په دفتر کې مې دسترخوان هوار کړی دی، ورځۀ. لاسونه مې ومینځل او ډوډۍ ته ورغلم. د شرکت مالک هم ناست وه، د کور نیولو خبره مې هم ورسره شریکه کړۀ، چې څه نظر لرې؟ هغه وویل: ته د یو ځل کور کې مشوره وکړۀ، چې د هغوی خوښه وه؛ نو بیا له دې ښه خبره چېرته شته، همدلته به نږدې وئ. ډوډۍ مو چې وخوړه، لمانځونه مو وکړل؛ نو بېرته په کار لګیا شوو. ماښام ته نږدې مې حسابونه خلاص کړل او کور ته روان شوم. د شپې پر ډوډۍ مې په ښار کې د کور نیولو خبره یاده کړۀ، مشر ورور او مور ته مې خوند ورکړ؛ خو کوچني ورور مې زړه نه کېده، هغه وویل: کلی ډېر ښه دی. ورته مې وویل: له مجبورۍ ځو، کنه موږ ته کله ښار خوند راکوي، کلی خو کلی دی. مشر ورور مې وویل: سبا یې چې کرایه معلومه شي، که مناسبه وه؛ نو سمدستي ورسره جوړ شۀ. ښه مې وکړل او له ډوډۍ پورته شوم. لږه شېبه وروسته دوی هم دسترخوان ټول کړ او کوچني ورور مې چای راواخیست. مور مې وویل: زویه، دلته خو ټول خپل پرادی راسره نږدې دی، هلته به څه کوو، زما خو یوازې زړه تنګیږي. ورته مې وویل: مورې، خو یوه بله اېنګور هم وکړۀ، بس فکر به دې ورسره بدل وي. ویې خندل او بیا یې وویل: هغه بله هم لا ناسته ده، تا سره که پیسې وي، چې نن یې وکړم. ورته مې ووې: زما په خوښه یې راته کوې او که ستا؟ هغې وویل: که تا لیدلي وي؛ نو هماغه به درته وکړم. په خندا مې ورته وویل: تاسې خو په ښکلو او بدرنګو نه پوهېږئ، چې په پیاله کې بوره ډېره درته واچوي؛ نو وایئ، چې له دې بله ښه نشته. ویې خندل او بیا یې وویل: نه نو داسې هم نه ده، ښکلي ښځه درته کوم مشر ورور مې په خبرو کې راولوېده: د مور په خوښه چې یې وکړې؛ نو لکه لټرۍ داسې به وي، چې څه شی درته پکې وواتل. ټولو وخندل، مور مې وویل: پخوانیو خلکو د ښځو نوم هم نشو اخیستلی، تاسو ته ګورۀ. ورته مې وویل: مورې هغه وخت خو په جوارو، شفتلو او یو من غنمو خلکو ښځې کولې، اوس خو هغه وخت نه دی. مورې مې وویل: له ښکلو سره هم چا ډوډۍ نه ده خوړلي، چې اخلاق یې ښه وي او په هر څه وپوهیږي، بس له دې ښکلي نشته. ورته مې وویل: مورې، بس چې ستا خوښه وي؛ نو زما هم خوښه ده، بیا مې د کور موضوع راواخیسته: مورې، څومره کرایه، چې موږ کلي او ښار ته په تللو او راتللو مصروفوو، په بازار کې پرې دوه میاشتې کرایه کولای شو، بل به هملته کار ته نږدې وو، له دې ستړیا به خلاص وو، خبره مې پسې وغځوله: ستا که زړه تنګېدۀ؛ نو کلي ته به راځې، نور بیا خپله بلدېږې. هغې وویل: سمه ده زویه، بس چې ستاسو خوښه وي، نور به خدای خیر کړي. غوښتل مې پورته شم، د څنګ کوټې ته لاړ شم، چې د هیلې زنګ راغی. قطع مې کړ، تر څنګ کوټې ته واوښتم او بیا مې زنګ ورته وکړ. له اوکې سره سم یې وویل: مور دې تاته ښځه نه کوي؟ ومې خندل او ځواب مې ورکړ: نه سلام، نه پوښتنه، سمدستي دا خبره، خیرت خو دی؟ هغې هم وخندل او بیا یې وویل: زموږ له ګاونډیانو داسې د دریا غږ راځي، نن یې هلک ته کوژده کړي. په خندا مې ورته وویل: زه ښځه نه کوم، نه مې خوښیږي، هسې نه بدرنګه راباندې واوړي. هغې وویل: بس ښکلو ته کېنۀ، چې زوړ شې او بیا یې زیاته کړۀ: اې ریښتیا سلام، څنګه یې؟ کارونه دې ښه دي؟ ومې خندل، د سلام ځواب مې ورکړ او بیا مې ورته وویل: شکر دی، تر اوسه خو بیخي ښه دي. ته څنګه یې؟ شکر الحمدالله یې وویل. ورته مې وویل: هیلو پوهېږې، لږ وړاندې ما او مور مې هم پر ښځه بحث وکړ.. هغې وویل: ولې ښځه درته کوي؟ نه مې وکړل او بیا مې په ښار کې د کور نیولو خبره ورته وکړۀ. اوږد اهوووو یې وکړل، راته یې وویل: دا خو به په یوه ښار کې شو او ریښتیا کومه ځای کې؟ هماغه د کاریګر راښودلی ځای مې ورته وښود. هغې په بیړه وویل: الهامووو، ته پوهېږې، په هماغه کوڅه کې، خبره یې لا خلاصه کړي نه وه، چې مور مې کوټې ته راننواتۀ. او راته یې وویل: زویه، د سېلۍ مور ته خو راته زنګ ووهۀ، پوښتنه به یې وکړم، دلته چې راغلي وه، ناروغه وه. هیلې ته مې ورو وویل: مور ده، ته لږ صبر زه بیا زنګ درته کوم. مور ته مې وویل: سمه ده، د ترور خاوند شمېره مې رواړوله او زنګ مې ورته ووهۀ، چې اوکې یې کړ. سلام مې وکړ، پوښتنه مو سره وکړۀ، بیا مې ورته ووې: مور مې له ترور سره غږیږي، که درسره نږدې وي؟ هغه وویل: همدلته ده، هن ورسره وغږېږئ. له ترور سره مې هم پوښتنه وکړۀ، نور مې موبایل مور ته ورکړ او زه د باندې راوواتم. اسمان ته مې وکتل هېڅ لور ته ستوري نه ښکاره کېدل، توره وریځ خواره وه، لکه باران ته یې چې ځان اماده کړی وي. د کور لویې دروازې ته نږدې، پیشوګانې سره په جنګ شوې، سپي ورمنډه کړۀ، ژر په دیوال ترې وختلې. سپی راغی، لکۍ یې وښورولۀ، له ما تاوو، تاوو شو او څملاست. شېبه وروسته مې مور له کوټې راوواتۀ او راته یې وویل: بس نور یې ترې کټ کړۀ، ورسره وغږېدم. اړیکه مې پرې کړۀ، بېرته کوټې ته لاړم او هیلې ته مې زنګ وکړ. موبایل یې چې اوکې کړ، ورته مې وویل: وبخښۀ، مور مې راغلۀ، ترور مې لږ ناروغه ده، هغې ته مې ورته زنګ وکړ. هغې وویل: خیر کومه خبره نه ده، ښه دې وکړل او بیا یې خبره وغځوله: تا چې کومه کوڅه وښودله، په هغه کې زما د ترور کور هم دی. په حیرانۍ مې وویل: ریښتیا؟ هغې وویل: هو والا، چې درنه پاتې نشي، هماغه کور ونیسئ. له خوشالۍ خبرې راڅخه ورکې شوې، نه پوهېدم، چې اوس څه ووایم. هغې بیا وویل: څنګه داسې غلی شوې؟ ځواب مې ورکړ: ذهن مې یې نه اخلي، دا څه عجبه خبره ده، څومره خوند به وکړي. ویې خندل او راته یې ووې: د خدای کارونو ته ګورۀ، اوس به زه د ترور دوی په بهانه درځم او له تا درسره به وینم. ومې خندل او بیا مې ورته وویل: داسې نه وي، چې ته بیا نازونه کوې، نه راځې. نه یې وویل او خبره یې وغځوله: که نور اوزګاره نه وم؛ نو هره جمعه خو به درځم. سمه ده مې ووې، چې بله خبره مې کوله؛ نو هغې وویل: اې، مور مې لږ نن ناروغه ده، ورځم هسې نه، چې څه شی غواړي. ورته مې وویل: هله، ورځۀ، ښکلي او ارامه شپه ولرې. هغې د معمول په څېر د خدای پامانۍ وروستۍ خبرې داسې وکړې. سترګې دې ښکلوم، ښه شپه ولرې. خواږه خوبونه ګورۀ، چې بغېر له ما دې بل څوک په خوب رانشي؛ ګني وژنم دې! او اړیکه مو پرې کړۀ. هملته په توشکه اوږد وغځېدم او سترګې مې د کوټې په چت کې وګنډلې. سر له اوسه مې پلانونه نیول، له هیلو سره به څنګه وینم؟ څومره خوند به کوي. زه به د هرې جمعې ورځې لپاره شېبې شمارم او ډالۍ به ورته اخلم. تر ډېره همدې د خوند فکرونو په غېږ کې نیولی وم. د خوب راباندې زور شو، کمپله مې په ځان واچوله او څملاستم. څو شېبې وروسته خوب وړی وم او سهار چې راپورته شوم؛ نو د بېګا غوندې اسمان وریځ وه، په زړه کې مې یو ډول خوښي احساسوله. د سهار چای چې تیار شو؛ نو په بیړه مې وڅښۀ، تلوسه مې وه، تر څو د کرایې پوښتنه وکړم او کور وګورو. مور ته مې وویل: زما نن لږ کار ډېر دی، وختي ځم. هغې وویل: زویه، ورځۀ خدای دې وساتۀ. رخصت مې واخیست او له کور راووتم. سرک ته چې ورسیدم؛ نو یو موټر ګروپونه راکړل، په لاس مې اشاره ورکړه، ودارېده. موټر ته پورته شوم، لږ مزل به مو نه وي کړی، چې نری باران شروع شو. د موټر شیشې خوالې شوې، د باندې څه نه ترې ښکاره کېدل، موټروان به په بیړه خپل دسمال د مخ په لویه شیشه راکش. تر ښاره پورې باران ونه دارېده، چې له موټر ښکته شوم؛ نو د رېشکې والا سره تر شرکت پورې لاړم. شرکت ته چې ننواتم؛ نو سیده په هماغه کاریګر پسې ورغلم، کوم چې د کور په اړه راته ویلي وو. په کار لګیا وه، سلام مې وکړ. ځواب یې راکړ او مخکې له دې چې پوښتنه وکړم، هغه پخپله وویل: هغه د کور والا سره وغږېدم، څلور زره کرایه یې ښودله؛ خو چې خپله ورسره ټینګ شې، کېدای شي درې زرو ته راشي. ورته مې وویل: سمه ده، مشکل نشته، زه د شرکت مالک ته وایم، بیا به لاړ شو، کور به ګورو. ښه یې وکړل او ترې روان شوم. دفتر ته چې لاړم؛ نو مالک ته مې خبره وکړۀ. هغه وویل: ستونزه نشته، لاړ شئ، کور وګورئ. لږ مې کار وکړ او نور مې کاریګر له ځان سره کړ، د کور لیدو ته ورغلو. د کور څښتن کونج په کونج پکې وګرځولم او بیا اخېر په درې نیم زره افغانۍ سره جوړ شوو. ورته مې وویل: کله کډه ورته راوړو؟ هغه وویل: زما له خوا نور ستونزه نشته، چې نن ورته راځئ هم؛ خو یو خط به ولیکو. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
298 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
482 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)