اتمه برخه!هیلې، وه هیلې نارې مې کړې؛ خو غږ رانغی. لاره رانه ورکه شوۀ، زړه مې بې واره ټوپونه وهل، بیخي ورخطا شوم. موبایل مې همداسې غوږ ته نیولی وه. له ځان سره مې وویل: څه پرې وشول؟ کاش! لکه مرغه مې وزر لرلی، تر څو اوس ورغلی وای، چې څه خبره ده. لږه شېبه وروسته یې د خندا غږ راغی. په بیړه مې ورته وویل: زما خو د زړه وویست، څه خبره ده؟ دا دې څه ډرامې شروع کړي دي؟ هماسې له خندا شنه وه، بیا یې راته وویل: پیشو له کوټې څخه راباندې رامنډه کړۀ، نږدې مې زړه چاودلی وه. ورته مې وویل: پیشو وه، څه ماتولې خو یې نه، په ما دې قیامت تېر کړ. هماغسې یې خندل، بیا یې زیاته کړۀ: تا سره مې خبرې کولې، په ناپامۍ کې یې راباندې راټوپ کړ. په غوسه مې ورته ووې: ښه ده، چې ماته کړي یې نه یې، کنه اوس به نه وې. هغې وویل: هو کنه، اوس به ستا هیلووو نه وه. خبره مې بدله کړۀ، ښه څه دې ویل کیسه دې په نیمه یي کې پاتې شوه. په خندا یې ووې: خبرې مبرې هېرې شوې، خدای خبر چې ما څه ویل. مور راباندې کړ: زویه، ډوډۍ تیاره ده، همدا تاته ناست یو. ځواب مې ورکړ: سمه ده، مورکې دادی، درغلم. هیلې ته مې وویل: اې، مور وایي، چې ډوډۍ تیاره ده، ماته ناست دي. هغې ژر وویل: هله، ورځۀ؛ خو ماته د ساعت هم ونه کړ. ورته مې ووې، راځۀ کنه، لا خو تللی نه یم. ځان یې مرور کړو، اوس راته وایې، چې ما درته ووې. په خندا مې وویل: درته مې ویل؛ خو تا بیړه وکړۀ، زه خو څه تللی نه وم. راته یې ووې: ورځۀ لاړ شۀ، زه هم بل وخت درته نه وایم. ورته مې وویل: بیخي ځم نه، هغوی د ډوډۍ وخوري. ویې خندل او بیا یې زیاته کړۀ: هله د هیلوووو الهامیه، مورکه دوی به منتظر وي، ټوکې کوم. خدای پامانې مو وکړۀ، لاسونه مې پر نالکۍ مینځل او د مور کوټې ته لاړم. ډوډۍ ته کېناستو، مور مې وویل: زویه، هغه بله ورځ دې مشر ورور له ګاونډیانو څخه زما ناروغۍ ته پیسې اخیستي وې، نن یې ماشوم رالیږلی وه، غوښتلې یې، څه کار ځان ته پیدا کړۀ، د مشر ورور په تنخوا هر څه نه کیږي. ورته مې وویل: سمه ده مورې، څو کسانو ته مې ویلي دي، چې کار راګورئ، خدای مهربان دی، ګوندې څه چاره جوړه شي. ډوډۍ مې وخوړۀ، د څنګ کوټې ته لاړم. د مور په خبره مې چورتونه شروع کړل. ښه وایي، د مشر ورور په معاش خو هر څه نه کیږي، باید څه کار پیدا کړم. موبایل مې راواخیست، یو څو ملګرو ته مې زنګونه وکړل، چې ماته څه کار راګورئ. بشیر مې د پوهنتون ټولګیوال دی، راته یې وویل: دلته زموږ سره نږدې یو شرکت ته منشي پکار دی، زه به درته ورسره وغږېږم، چې په کومو شرایطو یې نیسي. ورته مې وویل: چې هېر دې نشي، ته نن ورسره وغږېږه، سبا به بیا په پوهنتون کې معلومات راکړې. ښه یې وکړل او اړیکه مو پرې کړۀ. ورځ تېره شوۀ. ماښام مې چې وټساپ خلاص کړ؛ نو د هیلې مسېج راغلی وه، لیکلي وو: د ورځې مې هم ټوله ورځ درس ویلی او د شپې یې هم ګورم، که مې زنګ ونه کړ، تلوسه مه کوۀ. ورته مې ولیکل: سمه ده، زه هم درس ګورم لږ بې خوبه هم یم، وختي ویده کېږم، ان شاءالله سبا غږېږو. تر لسو بجو درس ته ناست وم، د دوو شپو بې خوبۍ راباندې زور شو، کتابونه مې کیښودل او څملستم. داسې ویده شوی وم، چې سهار یې راباندې غږ وکړ؛ نو فکر مې کاوۀ، چې یو ساعت خوب مې هم نه دی کړی. چای مې چې وڅښۀ، پوهنتون ته لاړم؛ نو لومړۍ د بشیر خواته ورغلم. ستړي مشي مو سره وکړل. مخکې له دې چې زه پوښتنه وکړم، هغه وویل: هغه شرکت والا سره وغږېدم، ۹۰۰۰ زره افغانۍ معاش به درکوي، د سهار له اوو تر ماښامه به ورسره کار کوې. کور کې مشوره وکړۀ، که خوښه دې شوه؛ نو بېګاته بیا معلومات راکړۀ، ځکه هغوی ته ما ویلي دي، بیا بل کس نیسي. سمه ده مې وکړل او د ازموینې صحنې ته لاړو. نن پرچه نسبتاً لومړۍ هغه ته لږ سخته وه؛ مګر بده نه وه. ازموینه چې خلاصه شوه؛ نو سیده کور ته راغلم. اول مې مور ته د دندې خبره وکړۀ. هغه خوشاله شوه او راته یې وویل: زویه، خدای مو چاره جوړ کړۀ. الهم امین مې وکړل او بیا مې مور ته وویل: مورکې، ترموز کې چای نشته، سخت مې زړه ته شوی. هغې وویل: همدا اوس مې ترموز ډک کړ، زما د کټ لاندې دی. لاړم ترموز مې راواخیست او دوه پیالې مې په پلاستیک کې واچولې، مور ته مې وویل: زه پټیو ته وځم، ډوډۍ ته مې زړه نه کیږي، تاسو ډوډۍ وخورئ. یو، دوه کتابونه مې هم واخیستل او راووتم. د کور تر څنګ دوکان څخه مې د چای لپاره لږ مېټایانې واخیستې او پټیو ته روان شوم. د یوه توت سټې ته مې د غاړې دسمال واچوۀ او کېناستم. پیالې مې راواخیستې، ترموز هوا نیولی وه، چې سر مې یې لږ سست کړ؛ نو چس یې وکړل، لږ مې پرېښودۀ، چې هوا یې ووځي.موبایل مې له جېب راووست او هیلې ته مې زنګ وکړ؛ خو پورته یې نه کړ. لږه شېبه وروسته هغې زنګ وکړ، چې اوکې مې کړ؛ نو یې بخښنه وغوښته، چې موبایل مې پورته نه کړ، دسترخوان مې ټولوۀ. ورته مې وویل: خدای دې وبخښۀ، کومه خبره ده. څنګه یې؟ امتخان د څنګه وه؟ شکر دی، ښه یمه یې وکړل او بیا زیاته کړۀ: لومړني دواړه امتخانونه ښه وو؛ خو د نورو به پته لګیږي. بیا یې له ما پوښتنه وکړۀ: ته څنګه یې؟ امتخان د ښه وو؟ ځواب مې ورکړ، الحمدالله تر اوسه خو ښه یم، امتخان ام بد نه وو. ښه یې وکړل او بیا یې وویل: اې ریښتیا نرسه د څنګه ده؟ په خندا مې ورته وویل: هغه بیا څنګه دریاده شوه؟ لکه چې لانجې ته دې زړه شوی دی؟ په خندا یې وویل: اخر زما د الهام ملګرې ده، پوښتنه خو یې باید وکړم. ځان مې غوسه غوندې وښود ورته مې وویل: چې پر دغه موضوع غږېږې؛ نو نور بیخي زنګ درته نه کوم. په خندا یې ووې: غوسه مه کوۀ، هسې وایم، ته عاجز خو بیخي پرې خبر هم نه یې. ورته مې وویل: خود نو. بیا د دندې خبره ذهن ته راغلۀ، ورته مې وویل: نرسه پریږدۀ، دنده مې پیدا کړي ده. هغې وویل: چېرته او د څه شي دنده؟ د بشیر خبره مې ورته کړه. لږ غلي وه، بیا یې وویل: پوهنتون څنګه کوې؟ ورته مې وویل: تر اوسه مې تصمیم نه دی نیولی، بېګاته کور کې مشوره کوم یا به پوهنتون پریږدم او یا دنده. هغې وویل: الهامه، خیر دی، په ځان تکلیف تېر کړۀ؛ خو پوهنتون پرینږدې. ورته مې وویل: زه چې د زده کړو، څومره علاقه لرم، ممکن ډېر کم خلک داسې وي، د امکان تر حده یې نه پریږدم. ښه یې وکړل او بیا زیاته کړۀ: زه، مور او پلار مې د ترور پوښتنې ته ورځو، بېګاته بیا زنګ درته کوم، اوس د په خدای سپارم، پر ځان پام کوۀ. ورته مې وویل: پخیر لاړ شئ، ترور ته د رب شفاء نصیب کړۀ. تا هم په خدای سپارم، ښکلي او ارامه ورځ ولرې. موبایل مې بند کړ، د چای ترموز مې راواخیست، چې پیاله مې ډکه کړۀ؛ نو څه شی پکې وغورځېدل، بېرته مې توی کړه او بیا مې ډکه کړۀ. کتاب مې خلاص کړ، له قط شوي پاڼې مې مطالعه پیل کړۀ. ښه شېبه مې کتاب ولوست، لمر بیخي خوب راوست، کتاب مې بند کړۀ، د چایو پیاله مې راواخیسته. نیمه پیاله به مې څښلي وي، چې زنګ راغی، موبابل مې پر بوټانو ایښی وه، شمېرې ته مې وکتل، نرسه وه. له ځان سره مې وویل: لکه چې د هیلې د مرګ دې اورېدلي دي. زړه نا زړه مې اوکې کړ. د هغې سلام راغی او بیا یې وویل: څنګه یې؟ وعلیکم سلام مې وکړل، بیا مې وویل: شکر دی، بس ګوزاره روانه ده. هغې وویل: مورجانه دې څنګه ده؟ ځواب مې ورکړ: اوس خو بیخي ښه ده. ما نه غوښتل، چې خبرې اوږدې کړم. لنډ، لنډ ځوابونه مې ورکول؛ خو هغې هڅه کوله، چې ډېره راسره وغږیږي، ویې ویل: که وخت مو پیدا کړ؛ نو مور د یو ځل بیا روغتون ته راولۀ، چې معاینات یې وکړو، تر څو ښه ډاډه شئ. ورته مې وویل: سمه ده، ان شاءالله. بیا یې زیاته کړۀ: ځکه زنګ درته کوم، پر ما خو ښه لګیږئ، چې تاسو ته به څنګه وم؟ پوښتنه مې کوله، چې ښه وئ؛ نو نور دې وخت نه نیسم مصروف به وې. خدای پاماني مو وکړۀ. لمر تېز وه، ګرمي مې وشوه، چې چای مې وڅښۀ؛ نو کور ته لاړم. په برانډه کې لمر ته پر کټ کېناستم، خوند یې راکړ؛ نو اوږد وغځېدم. په څو شېبو کې خوب وړی وم، چې یو وخت مې مور راباندې غږ وکړ: هله الهامه زویه، لمونځ د قضا کیږي. په بیړه پورته شوم، ساعت ته مې وکتل، څه د پاسه دوه بجې وې، تندی مې خوالې شوی وه، پر دسمال مې وچ کړ او کوټې ته لاړم. اودس او لمونځ مې چې وکړل؛ ن بیا د باندې راووتم. سلیم، چې کلیوال نږدې ملګری مې وه، زنګ مې ورته وکړ. سلام، جوړ او ښه مو وکړل، ورته مې وویل: چېرته یې؟ هغه وویل: ښار ته سودا پسې راغلی وم، لږ وروسته درځم. ورته مې وویل: سمه ده، چې راشې؛ نو زنګ راته وکړۀ، نور مو اړیکه پرېکړۀ. له کلیوالو سره د دوکان مخې ته په چوکۍ کېناستم. پر بېلابېلو موضوعاتو ګرم بحثونه روان وو، تر ډېره برخه یې سیاست نیولي وه. زما نه خوښېدل، چې سیاسي بحثونه وکړم، تر څنګ ناست کلیوال ته مې وویل: هوا ډېره ښه ده، نور کالونه به دغه وخت ساړه زیات وه. هغه وویل: هو، سږ کال تر اوسه بارانونه او واورې نه دي شوي، چې وشي؛ نو ته به بیا ساړه وګورې. ورته مې وویل: خدای دې د خیر بارانونه وکړي، هوا ډېره چټله ده، زوکام او ټوخی په هر ځای خپور دی، نور خو حتماً دومره ساړه وي، ځکه ژمی شروع کیږي. هغه زیاته کړۀ: ورکوۀ یې، د ژمي له نوم مې بد راځي. زوکام او ټوخی مې خوښ دي؛ خو ساړه نه. په خندا مې وویل: ژمی هېچاته هم خوند نه ورکوي؛ خو د خدای په هر کار کې زموږ د انسانانو خیر دی. بېشکه یې وکړل، چې بله خبره یې کوله؛ نو مشر ورور غږ پرې وکړ: دلته راشۀ. دی هلته ورغی او زه هم له ځایه پورته شوم، د سرک هغه بله غاړه د فوټبال میدان سره نږدې د ناستي لپاره په جوړ شوي ځای کې کېناستم.. له ځان سره مې وویل: چې سلیم راشي؛ نو د دندې او پوهنتون په اړه به ورسره مشوره وکړم. تقریباً نیم ساعت به وتلی وي، چې زنګ یې وکړ. ورته مې وویل: د فوټبال میدان سره یم، دلته راځۀ. لږ شېبه وروسته د تور بکس سره، چې د فوټبال د لوبې لباس او بوټان به یې پکې وو، په سرک راواوښته، چې رانږدې شو؛ نو غږ مې پرې وکړ: دومره نازونه دې شول، زه دې دوه ساعته کېنولی یم او ته ورک یې. ویې خندل او بیا یې راته وویل: ستا څخه مې زده کړل، کنه مخکې داسې نه وم. راورسید، ستړي مشي مو وکړل او تر څنګ مې کېناست. پوښتنه مو سره وکړۀ او بیا مې د دندې او پوهنتون موضوع مې وریاده کړۀ. هغه وویل: ورورکه، کاش! زما په وس کې څه وای، بیخي مې دې فکر ته هم نه پرېښودې؛ خو چاره نشته او بیا یې زیاته کړۀ: تاته زما څخه د خپل ژوند ښه پته لګیږي، چې باید څه وکړې، زه ممکن دغه برخه کې مشوره درنشم کړی، ځکه ستا اقتصادي حالت او ژوند رامعلوم دی، بل دغه سخته پرېکړۀ ده، باید خپله یې وکړې. ورته مې وویل: خیر، بیا هم دومره نظر راکړۀ، چې څه وکړم؟ هغه وویل: الهامه، که زه درته ووایم، چې پوهنتون مه پریږدۀ او دنده پریږدۀ؛ نو د کور مصرف دې نشم درکولای او برعکس دې د زده کړو مساله ده. هیله ده، په دې اړه به ما درک کړې، چې څه نشم ویلی. ورته مې وویل: سمه ده، زه بېګاته کور کې هم مشوره کوم، بیا درته وایم. ته د اوس لمونځ وکړۀ، بیا به لوبه کوې او زه یو ځل کور ته ځم. هغه په لمونځ ودارېده او زه کور ته لاړم. مور مې په نغري کې لګیا وه، د وریژو دېګ پسې یې اور بلوۀ. ورته مې وویل: ته د لمونځ وکړۀ، اور زه بلوم. مور مې کوټې ته لاړه، ما چې اور بل کړ؛ نو زه هم کوټې ته ورغلم او لمونځ مې وکړ. تر ماښامه مې له موره سره ناست وم، کیسې مو کولې، چې اذان وشو؛ نو مور مې پورته شوه او ویې ویل: وریژې ګورم، چې رانه ونه سوځیږي. زه جومات ته راوواتم. تر ناوخته د جومات مخته له کیلوالو سره ولاړ وم، هر یوه چې په ورځ کې څه لیدلي وو؛ نو ویل یې. تیاره خواره شوۀ، ټول خپلو کورونو ته لاړو. زموږ عادت وه، ډوډۍ به مو وختي خوړۀ، زه چې ننواتم؛ نو وریژې تیارې وې. مور ته مې وویل: یو خو ستا خوب ته دومره بیړه وي، چې ماښام لا نه وي، ډوډۍ دې تیاره وي. ویې خندل او بیا یې راته ووې: تاسو نو چا په زور څملولي یئ، تر نیمې شپې خو کېنئ. ورته مې وویل: چې ته ویده شې؛ نو بیا خو موږ ته هم ناستی نه خوند راکوي. مشر ورور مې په خبرو کې راولوېده: وختي ډوډۍ ښه وي، نور که کېنئ او که خوب کوئ، مور ستړي وي، پریږدۀ، چې ارام کوي. مور مې وویل: هله دسترخوان هوار کړئ، چې وریژې مو یخ کړې. کوچني ورور مې دسترخوان واچوۀ او ما د وريژو کونډل راوخیست. ډوډۍ مو وخوړه، مور مې وویل: که چای ته مو زړه کیږي؛ نو د کټ لاندې مې پتنوس کې ترموز ډک ایښی دی. ورته مې وویل: سمه ده، لږ وروسته به یې وڅښو. مشر ورور او مور مې کیسې شروع کړې او ما فسبوک اخلاص کړ. د کرکټ موضوع ګرمه وه، هر چا یې په اړه یو پوسټ کړی وه، بېرته مې بند کړ، چې چای مې وڅښۀ؛ د مطالعې په پلمه تر څنګ کوټې ته لاړم. د دندې او پوهنتون په اړه مې سوچونه پیل کړل. له ځان مې وویل: زده کړې خلک د ځان او کورنۍ د ښه والي لپاره کوي، چې زما د مور لپاره د ناروغۍ پیسې نه وي، چې زه تعلیم کوم نو څه معنا، باید کار وکړم. ژوند یوه ورځ هم نه دی، چې تېر به شي، تر کومه به مې یوازې ورور لګیا وي. که بیا هم موقع پیدا شوۀ؛ نو پوهنتون به ووایم. همدا پرېکړۀ، مې وکړۀ، چې پوهنتون به پریږدم او کار به کوم. بشیر ته مې زنګ وکړ او ورته مې وویل: ته د هغه شرکت والا سره خبر شۀ، سبا له ازموینې وروسته ورځم، ان شاءالله کار ورسره پیلوم. سمه ده یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: زه اوس ورسره زنګ کوم؛ خو سبا چې ازموینه خلاصه شي؛ نو یو ځای به لاړ شو. ورته ومې وویل: دا خو لا ښه ده، اوس دې نور وخت نه نیسم، شاید درس به لولې، سبا بیا له نږدې سره غږېږو، نور مو اړیکه پرې کړۀ. کتابونو ته مې وکتل، بیا مې هغه د کانکور د پایلو د اعلانولو ورځ او خوښي سترګو ته ودارېده، ورپسې د پوهنتون دغه یو کال او زما لوړې هیلې. سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، ډېره هڅه مې وکړۀ؛ خو تم مې نشوې کړی، لاندې په کتابونو راوڅاڅېدې او پاڼې یې لمدې کړې. په همدې سوچونو کې وم، چې د هیلې زنګ راغی· اوښکې مې ژر وچې کړې او ستونی مې تازه کړ، تر څو هغه راباندې پوهه نشي، بیا مې موبایل اوکې کړ. د هغې خوږ غږ راغی: سلامونه الهامیه، څنګه؟ ورځ دې ښه وه؟ د سلام ځواب مې ورکړ او بیا مې ورته وویل: شکر دی، بیخي ښه یم. ته څنګه یې؟ ترور دې څنګه وه؟ راغلی یې او که هملته یې؟ ځواب یې راکړ: الحمدالله، زه هم بیخي ښه یم. ترور مې هم ښه وه، خپل کور کې یم، مزدیګر راغلو. ښه شکر دی مې وکړل، هغې وویل: مشوره د وکړۀ؟ هو مې وکړل، چې بله خبره مې کوله؛ نو هغه راوړاندې شوه: څنګه پرېکړۀ دې وکړۀ؟ له ځان سره مې وویل: که اوس دروغ ووایم، بیا خبریږي، راځه ریښتیا ورته ووایۀ، چې نور څه کیږي، خدای به خیر کړي؛ نو مې وویل: پوهنتون پریږدم، سبا ان شاءالله کار شروع کوم. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
298 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
482 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)