oiuytrew
ریس خادیم

هيلی او الهام دردناکه 9 برخه

230 لیدنې 11 رایې
3.0 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 17 Aug 2026

نهمه برخه!لږ غلې شوه او بیا یې وویل: زه ټوله ورځ وېرېدم، چې ته پوهنتون پرېنږې؛ مګر هماسې تصمیم دې ونیوۀ. ورته مې وویل: پرون مې هم دغه خبره وکړۀ، چې زما څخه د تعلیم شاید ډېر کم علاقمند وي؛ خو مجبوري تر ټولو بده ده. هغې وویل: زه پوهېږم، درک کوم دې؛ خو ته دومره پوهنتون مه پریږدۀ، زه مې خپله برخه پیسې هره میاشت تاته درکوم، که ډېرې نه وي هم؛ خو ګوزاره پرې کوۀ. هغې نور څه ویل، خبره مې یې ونیوه: هیلوو، ژوند یوه ورځ، میاشت او کال نه دی، چې ته خپله برخه پیسې ماته راکړې، زه باید کار وکړم، وعده درسره کوم، چې بیا هم موقع په لاس راشي؛ نو پوهنتون وایم. هغې وویل: زه تر مرګه تیاره یم، چې خپله برخه پیسې درکړم، ته دې ته زړه مه خورۀ، چې زه به احسان درباندې واچوم او یا به یې درته یادوم. زما او ستا خو یوه خبره ده. په خندا مې وویل: لېونۍ دا خبره نه ده؛ خو دا اوس فرصت دی، ځکه بل وخت شاید دغه دنده هم پیدا نه شي. د هغې ټینګار همدا وه، چې پوهنتون مه پریږدۀ، زه همکاري درسره کوم. مګر ما له پوره فکر کولو وروسته دغه پرېکړۀ کړي وه. هیلې ته مې وویل: زه خپل حالت وینم، که اوس نه وي؛ نو بیا هم راڅخه پاتې کیږي؛ نو ښه داده، چې وظیفه خو واخلم. هغه غلي شوۀ. غږ مې پرې وکړ: هیلووو، ته مه خپه کېږۀ، دایماً به دغه حالت نه وي، باوري اوسۀ، چې داسې وخت به راځي، بېرته به پوهنتون وایم. هغې وویل: د مشر ورور نمبر دې راکړۀ، زه ورته وایم، چې دا دې درس نه پریږدي. په خندا مې وویل: والاکه هغه تر اوسه راته ویلي وي، چې ته درس مه وایۀ، کار وکړۀ. په دې هغه خبر هم نه دی؛ دا تصمیم مه خپله نیولی. هغې وویل: سمه ده، زه هم پوهنتون پریږدم. په حیرانۍ مې وویل: هیلوووو، ته لېونۍ شوي یې؟ که ته پوهنتون پریږدې؛ نو په دې به ستونزه حال شي؟ بیا خبره وغځوله: ته ددې پر ځای چې ماته داد راکړې؛ برعکس داسې وایې هنننن؟ غلي شوۀ، هېڅ یې نه ویل. بیا مې غږ پرې وکړ: اې، تاته وایم. لکه ژاړي چې، په ټیټ غږ یې وویل: ته به نه وې، زه به پوهنتون ته ځم، دا امکان لري؟ له ځان سره مې وویل: راځۀ، اوس ورته ووایۀ، چې ښه نه یې پریږدم، په ازموینو کې هسې هم په پوهنتون کې ورسره نه وینم، له هغه وروسته خو رخصتۍ دي. هغې راباندې غږ کړ: څنګه غلی شوې، ځواب راکړۀ. ورته مې وویل: سمه ده، پوهنتون نه پریږدم، هغوی ته به ووایم، چې خوښه مې نه شوۀ، داسې څه کار به وګورم، چې وروسته له درس څخه وي. هغه خوشاله شوه، راته یې وویل: افرین، خدای مهربان دی، څه چاره به جوړه شي، زه هم کومک درسره کوم. ورته مې وویل: هو، الله به یوه لاره جوړه کړي. تر ناوخته مو خبرې وکړې، بیا مې ورته وویل: هله سبا ازموینه ده، درس به ګورې، بیا غږېږو. هغې وویل: سمه ده، ته به هم درس ګورې، زما سبا ورځ وقفه ده؛ خو لږ مطالعه به وکړم. خدای پاماني مو وکړۀ او اړیکه مو پرېکړۀ. تر ډېره مې د هیلې په دې خبره چورتونه وهل: زه هم پوهنتون پریږدم. له ځان سره مې ویل، یوه ورځ خو حتماً خبریږي، څنګه به قناعت ورکړم؟ که خبره شي؛ نو وایي به ماته دې ولې دروغ وویل؟ په همدې کشمکش کې د خوب څپې له ځان سره وړی وم. سهار چې راپورته شوم؛ نو بېګانۍ خبرې مې ټولې په ذهن کې راګرځېدې. لکه یو خوب چې مې لیدلی وي، هېڅ مې ذهن نه منلۀ، چې د پوهنتون وروستۍ ورځ مې دې وي. له چای څښلو وروسته، پوهنتون ته روانېدم؛ نو مور ته مې وویل: شاید نن ناوخت راشم، هغه شرکت ته ورځم، تر څو ورسره وغږېږم، کېدای شي همدا نن کار هم پیل کړم. هغې وویل: زویه، خدای دې په مخه وچلوۀ، الله مهربان دی. سمه ده، ورځۀ لاړ شۀ. له کور راووتم، پوهنتون ته روان شوم، نن لږ راباندې ناوخت وه، چې ورسېدم، څو شېبې وروسته ازموینه پیل شوۀ. چورت مې خراب وه، هېڅ پوه نه شوم، چې سوالونه مې څنګه حال کړل، پرچه مې استاد ته ورکړۀ او د دروازې سره نږدې چمن کې، چېرته به چې هیلې ته کېناستم، بشیر ته منتظر شوم. هغه صحنې مې لکه فلم په ذهنې کې راتېرې شوې، چې هغه به له دروازې راننواتۀ او سترګې به یې په ما ولګېدې، موسکا به شوه، هغه چې لیک مې ورکړ، هغې چې به راکتل، ټولګیوالې به ورسره وې او پټ به یې په اشارو پوهولم. د چورتونو لړۍ د بشیر زنګ راوشکوله: ویل یې چېرته یې؟ ورته مې وویل: دروازې ته راځۀ، درته ولاړ یم. څو شېبې وروسته راورسیده، ستړي مشي مو وکړل، هغه وویل: ځو به. هغه مې وړاندې کړ او زه ورپسې شوم، چې له دروازې وواتم؛ نو په شا مې پوهنتون ته راوکتل، یوه نړۍ ارمانونه مې پکې پاتې ولیدل، د سترګو له چینو مې اوښکې راخوټېدې او پر مخ یې راباندې لارې جوړې کړې. بشیر ولیدم؛ خو ځان یې ناپامه واچوۀ او غلی روان وه. لږ وړاندې یوې رېشکې ته پورته او ښار ته روان شوو رېشکه په ټاکلي ځای ودارېده، موږ ترې ښکته شوو. بشیر وویل: لږ وړاندې شرکت دی، همداسې به پلي لاړ شو. ورته مې وویل: هو کنه، لږ به مو ورزش هم وشي. هلته چې ورسیدو؛ نو سیده دفتر ته ورغلو. د مېز تر شا یو غنمرنګ او نسبتاً ټیټ قدی سړی ناست وه. ستړي مشي او پوښتنه مو وکړۀ، بشیر زه ورسره معرفي کړم. مسؤل کس بیا پخیر راغلې راته وویل او له هغه وروسته یې ځینې پوښتنې وکړې او ما یې ځوابونه ورکړل. بشیر ورته وویل: ان شاءالله د کار یې زه پوره ډاډ درکوم، نه به ترې خپه کېږئ. مقابل کس د مخ له جېبه قلم راوویست او پر مېز ایښي کتابچه کې یې څه ولیکل، بیا یې بشیر ته وویل: دادی د کار پیل نېټه مې یې ولیکله، نوموړی سر له ننه له موږ سره منشي شو، ورپسې یې ماته مخ راوړۀ: کار دومره سخت نه دی؛ خو فقط لږ ځرکتیا غواړي، څو ورځې به لږ نابلده وې، وروسته به خپل ښه شې. ورته مې وویل: هو، ان شاءالله چې بلد شم، بیا به ستونزه نه وي. لږه شېبه وروسته یو په ونه دنګ ځوان د چایو ډکې پیالې په پتنوس کې راوړې او د هر یوه مخې ته یې کیښودې. مسؤل شخص وویل: دا چې نن دې لومړۍ ورځ ده؛ نو شرکت وګورۀ، موږ ته بېلابېل ډوله کیکونه او بیسکټ له نورو هېوادنو راځي. له چای څښلو وروسته په ټول شرکت کې راګرځېدو، هر څه یې راته وښودل. بشیر وویل: وخت ناوخت به درباندې راګرځم؛ خو اوس ماته اجازه راکړئ، چې لږ کار لرم، تاسو د خدای سره خوښ لري. هغه مو رخصت کړ او موږ بېرته دفتر ته لاړو. شرکت والا پخپل ځای او زه لاندې کېناستم. مخ یې راوړۀ راته یې وویل: بشیر ستا د درس په اړه راته ویلي دي، پوهنتون ته د ازموینې لپاره ځۀ او بیا دلته راځۀ. حیران شوم، لکه خوب چې وینم، هېڅ مې یقین نه کېده، مړې کېدونکي هیلې مې بېرته ژوندۍ ولیدې. ورته مې وویل: دا احسان به مو تر مرګه هېر نه کړم، ما خو داسې ګڼلي وه، چې درس راڅخه پاتې شو. هغه وویل: ممکن زه نن دغه شرکت ولرم او سبا نه؛ نو څومره چې مو له وسه پوره وي، باید له یو بل سره مرسته وکړو، بیا یې خبره پسې وغځوله: موږ ډېر د غریبۍ ژوند تېر کړی، د نورو ژوند درک کولای شم، پلار مې دې خدای وبخښي، هغه به راته وې: زویه، نور هر څه کوۀ؛ خو د لاس لاندې کسانو سره لکه د کورنیو د غړو چلند کاوۀ، ځکه د هغوی دعا او ښېرا له زړه څخه وي، که دې یې دعا واخیسته؛ نو ټول عمر به خړ نشې؛ نو ما هماغه د پلار خبره په ذهن کې نیولي ده. زما هیله سترګو ته ودارېده، اوس به هر څه ریښتیا ورته ووایم، څومره به خوشاله شي، بیا مې له ځان سره وویل: خدای څومره لوی مهربان دی، زما دروغ یې ریښتیا کړل. زه په همدې چورتونو کې وم، چې شرکت والا راته وویل: نن دې شرکت او کار ځای ولیده، نور تلی شې، سبا به نو خپل کار پیلوې. ورته مې وویل: مشکل نشته، چې اوس کوم کار وي، راته یې وښیۀ کوم یې. هغه وویل: نه، کوم کار نشته، سبا به ان شاءالله بیا کار کوې اوس تلی شې. له ځایه پورته شوم، خدای پاماني مې ورسره وکړۀ او د باندې راووتم. هېڅ مې ذهن نه منل، دا هر څه یو خوب راته ښکاره کېده. ژر مې موبایل راوخیست او هیلې ته مې زنګ وکړ؛ مګر شمېره یې بند وه. په ښار کې ګڼه ګوڼه بیخي زیاته وه، د کوچنیو لوډسپکرونو ولا شور جوړ کړی وه، هر خوا خلک په بیړه روان وو، لکه د ټولو چې ښه عاجل کارونه وي. څو دقیقې وروسته زموږ کلي ته د تلوونکو موټرو تمځای ته ورسیدم. ډک موټر مې کاتۀ، چې یو کس یې کم وي، ځکه تش موټرو کې سړی ستړی کیږي، تاووي، راتاووي دې. شېبه وروسته یو موټر راغی، موټروان سر له ښیښې نیم راویستلی وه او نارې یې وهلې، یو کس کم دی، هله نور وځم. اشاره مې ورته وکړۀ، یوې څنډې ته ودارېدۀ او ورپورته شوم. حرکت مو وکړ، تر څنګ ناست سپینږیري مې په ما ځان د ښيښې خواته راکش کړ او نصوار یې توپ کړل او بیا یې وویل: د روسانو په وخت کې چې موږ پاکستان ته مهاجر شو؛ نو هغه وخت یې زموږ په سر پیسې اخیستې. پوه شوم، چې له وړاندې نه بحث شروع دی. په مخ سېټ کې ناست د شنې ږیرې والا په چوکۍ کې شا خواته راتاوو شو او د بل ته یې وویل: پاکستان چې پیدا دی، زموږ دوښمن؛ خو موږ ونه پېژنده، اوس هم ټول ور روان وو. موټروان، چې کم عمره ځوان وه، هم په بحث کې ځان شامل کړ: زه چې پیدا یم؛ نو پاکستان موږ په ارامه نو یو پریښي. ما موبایل له جېب راواخیست او ځان مې پکې مصروف کړ. تر کلي پورې بحث ښه په درز کې روان وه. کرایه مې ورکړۀ او له موټر ښکته شوم. کور ته چې راغلم؛ نو مور او کوچنی ورور مې ډوډۍ ته ناست وو. ما هم لاسونه ومینځل او ورسره کېناستم. مور مې وویل: زویه، تا سهار ووې، چې له پوهنتون وروسته کار ته ځم؛ نو ځکه موږ ډوډۍ تیاره کړۀ. ورته مې وویل: مورې، هو تللی وم؛ خو نن یې وختي رخصت کړم، سر له سبا به بیا ماښام راځم. هغې وویل: ورسره وغږېدې، کار یې درکړ؟ هو مې وکړل او پر ډوډۍ لګیا شوم. مور مې زیاته خوشاله شوه، راته یې وویل: زویه، هر څه ته فکر کوۀ، په وخت ورځۀ او په سپین نیت کار کوۀ. سمه ده، مې وویل او بیا زیاته کړۀ: مورې، ډېر ښه خلک دي، بیخي له چا ځان لوړ نه بولي، نن چې ورغلم، راته یې ووې، چې پوهنتون مه پریږدۀ، چې امتخان د ختمیږي راځۀ. مور مې وویل: خدای دې سل چندانه نوره دنیا هم ورکړي، چې دومره ښه خلک دي. ډوډۍ مې ژر، ژر وخوړۀ او کوټې ته لاړم، هیلې ته مې د زنګ وهلو تلوسه وه. موبایل مې راواخیست، زنګ مې پسې وکړ، ورتېر شو، اوکې یې کړ او سلام یې واچوۀ. ځواب مې ورکړ او بیا مې په بیړه ورته وویل: هیلووو پوهېږې، ما تاته بېګا دروغ وویل، چې پوهنتون نه پریږدم؛ خو نن چې شرکت ته لاړم؛ نو راته یې ووې، چې پوهنتون نه وروسته راځۀ، زما دروغ ریښتیا شول. هغې اوهووو وکړل او بیا یې وویل: شکر خدایه، دا خو دې زېری راباندې وکړ، له زړه خوشاله شوم؛ خو ولې دې دروغ راته ویلي وو؟ ایا بیا نه خبرېدم هن؟ ولې نه مې ووې او بیا مې زیاته کړۀ: څه مې کړي وای، تا خو خبره نه منلۀ، همدا دې ویل، چې زه هم پوهنتون پریږدم، بله چاره راسره نه وه. ویې خندل او بیا راته وویل: دا ځل څه نه وایم؛ خو که دې بیا راته دروغ وویل؛ نو زه به دې خوښۀ شم. ومې وخندل او ورته مې ووې: بیا دې خدای داسې حالت نه راولي، دا ځل خو بله چاره راسره نه وه. هغې وویل: اې، زه ډوډۍ تیاروم، خوند یې وکړ، چې خبره دې کړم، بیا خبرې کوو، اوس به دا کار وکړم. ورته مې وویل: هله، زما یوازې دې ته تلوسه وه، چې خبره دې کړم، اوس ښکلی او خوږ وخت ولرې، بیا غږېږو. تر بیا ښې چارې.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.0
3.0 (11)

11 ټولې رایې

5★
0
4★
3
3★
5
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan