یوولسمه برخه!د مشورې لپاره مې بیا هم مشر ورور ته زنګ وکړ او خبره مې ورسره شریکه کړۀ. هغه وویل: په دې کې نور د ګوتو وهل نشته، بیخي مناسب ځای دی، بس ورسره خلاصه یې کړۀ. سمه ده مې وویل او اړیکه مو پرې کړۀ. د کور کرایه کولو چې کوم شرایط دي، پر هغه مو یو خط ولیکۀ او د کور څښتن د داوزې کیلې ماته راکړې. موږ دواړه بېرته خپل کار ځای ته راغلو. ټوله ورځ مې پر دې سوچونه وهل، چې زما خو په کلي کې پیدایښت شوی، خاپوړې مې کړي، هملته رالوی شوی یم، ملګري او خپلوان، ددې پرې ښودل خو هم سخت دي. بیا به مې د هیلې هغه خبرې سترګو ته ودارېدې، چې ویل یې: همدا کور ونیسئ، چې درنه پاتې نشي، زه به د ترور په بهانه ستا لیدو ته درځم. د کار تر څنګ ورځ په همدې فکرونو کې تېره شوه، ماښام چې راغلم؛ نو مور مې لومړۍ د کور پوښتنه وکړۀ؟ ورته مې وویل: مورې ورسره جوړ شوم، خط مو ولیکۀ، د کور کیلۍ یې راکړې، چې نور کله ورته راځئ. مشر ورور مې مخ راوړۀ او بیا یې وویل: اوس خو مو کور ونیوۀ، هسې به هم ځو؛ ښه داده، چې همدا سبا موټر بار کړو او کډه یوسو. مور مې وویل: هو زویه، اوس خو مو هسې هم نیولی دی. زه هم په ورته نظر وم. ټولو همدا سبا د کډې بارولو پرېکړۀ وکړۀ. مور مې وویل: یو موټر ته بېګاني ووایئ، چې سبا به بیا نه پیدا کیږي. کوچني ورور مې وویل: زما ملګری شته، زه به هغه ته زنګ وکړم، څو بجې ورته وښیم؟ ورته مې وویل: لس بجې ورته وښيۀ، تر هغه به موږ د کور سامان سره وتړو. سمه ده یې وکړل او د زنګ لپاره د باندې ووت. مور مې وویل: زه به نثار دوی خبر کړم، هغوی مې د مور تره زامن او ګاونډیان وه. سمه ده مې ورته وویل. دا چې ماښام تیاره وه؛ نو د هغوی تر دروازې پورې ورسره لاړم، مور چې مې ورننواتۀ، زه بېرته کور ته راغلم. مشر ورور مې وویل: دا ډېره ښۀ شوه، د ښار ژوند ډېرې اسانتیاوې لري، بله ده، چې څوګ د چا په کار کې کار نه لري. دلته کلي کې خو سل، زر لانجې دي، د ځمکو خبرې دي ،ماشومان دي، سپي دي او هسې ده، داسې ده، ټول ژوند مو په لانجو کې تېر شو، ایله به مو دماغ ارام شي. ورته مې وویل: هو کنه، نور خو له غم او ښادۍ هسې هم نه کیږي، هغه خو به کوو. شېبه وروسته مې له مور سره تره زامن او ښځې یې هم راغلې. وټساپ مې خلاص کړ او هیلې ته مې مسېج وکړ، چې زموږ کره مېلمانه دي، شاید نن شپه زنګ ونشم کړی. د مور تره زامنو مو ویل: څه مشکل دي، چې داسې یو ناڅاپه ځئ؟ ورته مو وویل: مشکل د خدای نه پیدا کوي، هماغه کیسه مو وکړۀ، چې ریښتیا وه. د شپې تر ناوخته ناست وه، بیا هغوی لاړل او موږ هم څملاستو. سهار وختي چې پاڅېدو؛ نو د کور شیانو په راټولولو لګیا شو. لمر تازه څرک وهۀ، چې د مور تره زامن او ښځې یې راغلل. یو ځای راسره لګیا شول. ماته دغه حالت لکه یو خوب داسې وه، دیوال، کوټه، ونه او هر څه سره مو د ژوند یوه خاطره تړلي وه. د کلي پرېښودل سخت وه؛ خو ما به ځان ته په دې ډاډ ورکاوه، چې هلته به هیلې ته نږدې وم او ورسره به ګورم. مور مې په پخپله کوټه کې اخته وه او خپلوان مو تر څنګ کوټه او برانډه کې، شیان انګړ ته را ایستل. مور چې مې له خپلې کوټې څخه پردې شیان، جمع کول؛ نو له سترګو څخه یې اوښکې روانې شوې. ورغلم غېږه مې ترې تاوو کړۀ او ورته مې وویل: مورکې، چې ته خپه وې؛ نو بیخي ځو نه. هغې د خپل ټیکري په پیڅکه اوښکې پاکې کړې او راته یې وویل: زویه، خپه نه یم، خو یو ځای چې دې شل، دېرش کاله تېر وي او بیا یې پریږدې؛ نو سخته وي. ورته مې وویل: ته ژاړه مۀ، لږ نه ډېر سخته وي؛ خو بله چاره نشته، تر کومه به داسې ژوند کوو، باید اینده هم په نظر کې ونیسو. په تندي یې ښکل کړم، بیا یې راته وویل: نه ژاړم، هله شیان ټولوئ، چې موټر به راشي. ورته مې ووې: ته راځۀ، د باندې په کټ کې کېنۀ، ستړي کېږې، کار موږ کوو؛ خو هغې ویل: نه، ځان نه ستړی کوم، په ارامه دغه شیان را لرې کوم، تاسو یې شکوئ. نور مې ټینګار ونه کړ، کوچني ورور ته مې غږ کړ، چې راشه دغه صندوقونه د باندې وباسو، په بیړه راغی، انګړ ته مو وویستل. تقریباً څه کم لس بجې به وې، چې د کور ټول شیان مو په انګړ کې تیار کیښودل. د مور تره ښځه مې هم خپه وه، ویل یې: هسې نه چې لاړ شئ؛ نو هماغه طرف مو شي او موږ هېر کړئ. ورته مې وویل: نه ولې، خدای دې نه کړي، ولې به مو هېروو، دا خو مو خپل ځای دی، له کلي څخه زموږ چېرته کیږي، چې بله خبره مې کوله؛ نو مور مې وویل: که خوښ وي او که خپه، چې زما زړه تنګېدۀ؛ نو کلي ته به مې راولي. هغوی ورته وویل: افرین، چې زړه دې تنګېده؛ نو خپله ترې راځۀ. ما چې خبرې ته خوله جوړوله؛ نو بهر دروازې ته موټر هارن وکړ· کوچنی ورور مې په منډه ورغی، چې دروازه یې خلاص کړه او د باندې یې وکتل؛ نو مخ یې موږ رواړوۀ او ویې ویل: موټر راغلی دی، وایي، چې سامان مو راباسئ. د خپلوانو په شمول موږ ټول لګیا شو، یوولس بجې به وې، چې موټر مو بار کړ او کور خالي شو. نثار چې د مور د تره زوی مې وه، وویل: میوند دې هغه موټر والا سره کېني، زه به تاسو خپل موټر کې ورسوم. هغه کور ته لاړ موټر یې راوویست او مور مې له ښځو سره په ژاړه خدای پاماني وکړۀ، د کلي نور خلک هم د باندې ولاړ وه او دا پوښتنه یې کوله، چېرته ځئ، تاسو خو بیخي څه ویلي نه دي؟ هماغه د ناڅاپه پرېکړې خبره مو ورته وکړۀ او ورته مو وویل: نور مو همدا کلی دی، ځو او راځو به. له هغوی سره د خدای پامانۍ پر مهال مې مشر او کوچني ورور دواړو وژاړل، کلیوالو چې دوی ولیدل؛ نو یوې خواته ودارېدل او په ژاړه شول.. ما نور ددې صحنې د لیدو تاب نه لرۀ، مور دوی ته مې وویل: هله موټر ته پورته کېږئ، چې ځو. د سامان موټر حرکت وکړ او موږ ورپسې شو، چې له خامه سرک څخه پاخه سرک ته موټر پورته شو، په شا مې د کور طرف او کلیوالو ته راوکتل، بې احتیاره مې له سترګو اوښکې روانې شوې...تر هغه مې کور ته راکتل، چې راڅخه پناه شو. د ښیښې خواته مې مخ واړوۀ، له مور څخه مې پټې اوښکې په سمال وچې کړې. مشر ورور او نثار دواړه لګیا وو، د ښار ژوند په اړه یې خبرې کولې. زه لکه بې ساه جسد داسې ناست وم، د سرک ښي خواته کورونه او هټۍ (دوکانونو) ته مې کتل او موټر په تېزۍ سره روان وه. مور مې هم تر ډېره بیخي غلي وه. د پام بدلولو لپاره مې یې وویل: مورې، ډېر ښه کور دی، اوبه او برق هم لري، لمر لاندې په برانډه کې لګیږي. هغې وویل: اوبه چې په کور کې وي؛ نو پاچاهي ده، له برق خو داسې وېرېږم، چې ومې نه نیسي. په خندل مې وویل: داسې برق نه دی، ډېر ښه یې جوړ دی، په بازار کې یې ټول خلک استعمالوي، ما چې خبره غځوله؛ نو د ښار مرکزي چوک ته رسیدلي وو، کوچني ورور مې زنګ راووهۀ او ویې ویل: ستاسو موټر راڅخه ورک شو، کومې خواته تاوو شوو؟ ځای مې ورته وښودۀ او لږ وړاندې موږ هم ورته ودارېدو، چې راورسیدل یو ځای روان شوو. مور مې وویل: همدلته له ننوایۍ څخه ډوډۍ هم راواخلئ، ناوخت دی، اوس خو نه پخیږي. ورته مې وویل: مورې، د کور مخامخ مو ننوایي ده، چې ورسېږو، هر څه به وکړو، ته زړه مه وهۀ. لږه شېبه وروسته کور ته راورسیدو. له موټر شکته شوم او دروازه مې خلاصه کړۀ. په کوڅه کې څو ماشومان ولاړ وو، راغلل لاس یې راکړ او بیا یې راته وویل: ماما څوګ یئ؟ دې کور ته مو کډه راغله؟ په خندا کې مې ورته وویل: هو نور دغه کور زموږ دی، تاسو ډوډۍ راکوئ او کنه؟ یو په بیړه وویل: هو، راځئ موږ اوس ډوډۍ وخوړۀ. په غمبوري کې مې کش کړ او ورته مې ووې، موږ خوړلي ده، تاسو لوبې وکړئ، هغوی د کوڅې بر طرف ته منډه کړۀ او زه ترې کور ته راننواتم. کوچني ورور ته مې پیسې ورکړې او ورته مې وویل: ته اول د ډوډۍ غم وکړۀ، موټر به بیا خالي کړو. مشر ورور، نثار او بل موټروان یوې کوټې او زه مور مې بلې کوټې ته لاړو. مور ته مې توشکه واچوله، چې کېناسته؛ نو راته یې وویل: زویه، ډېر ښکلی کوچنی کور دی، لکه موږ ته یې چې جوړ کړی وي. په خندا مې وویل: هو کنه، ما په اوله ورځ هغه چا چې را برابر کړی وه هم دا خبره وکړۀ.. هغه له ځای پورته کېدۀ ویې ویل: زه به دغه شیان سره سم وکړۀ. بېرته مې کېنوله او ورته مې وویل: ډوډۍ چې وخورو او موټروان رخصت کړو؛ نو ټول لګیا کېږو. شېبه وروسته میوند وچه ډوډۍ او پخه لوبیا راوړۀ. په بیړه مو ځانونه ماړه کړل او موټر مو خالي کړ. موټروان وویل: زه درسره کومک شم، مشر ورور مې مننه ترې وکړه او ورته یې وویل: تاته اجازه ده، کارونه به لرې. هغه مو رخصت کړ، نثار ته مو هم زیات وویل، چې ته نور ورځۀ؛ خو شله وه، چې زه شیان درسره برابروم. ټول په شریک سره لګیا شوو. تر مزدیګره مو هر څه برابر کړل؛ خو سم یې ستړي کړو. نثار وویل: زه ځم، لږ سودا هم اخلم، ستاسو که څه پکار وي؛ نو درته راوړم یې. مننه مو ترې وکړۀ او رخصت مو کړ. ورځ تېره او شپه شوه. له ډوډۍ وروسته مې مور وویل: زه خو وختي ویده کېږم، داسې ستړي یم، چې نور د یوې خبرې طاقت هم نه لرم. ځای مې ورته برابر کړ او کوچني ورور مې کمپله پرې واچوله. مشر ورور او میوند چای ته کېناستل او زه هیلې سره د خبرو کولو لپاره بلې کوټې ته لاړم. زنګ مې ورته وکړ؛ خو پورته یې نه کړ. وټساپ مې یې وکاته افلاین وه. لږ وروسته یې زنګ وکړ، چې اوکې مې کړ؛ نو له سلام وروسته یې وویل: تا چې زنګ وکړ، د مور سره کوټه کې وم. علیکم سلام مې وکړل او بیا مې وویل: کومه خبره نه ده؛ خو نن دې ټوله ورځ زنګ ام ونه کړ. هغې وویل: یو نن خو نه، چې شرکت ته تللی یې؛ نو د ورځې مو زنګ سره نه دی کړی، ځکه ته په کار کې مصروف وې او بیا یې خبره وغځوله: اې ریښتیا کور مو څنګه کړ؟ ورته مې وویل: زما غږ له لرې څخه درځي او که له نږدې؟ په خندا یې وویل: زه څه کمپیوټر یم، چې پته راته ولګیږي. ورته مې ووې: هیلو زموږ کډه نن ښار ته راغلۀ، ما چې بله خبره کوله، هغې وویل: یو خو هر وخت رېشخند مه وهۀ. څنګه دې وکړل په کور باندې؟ ورته مې وویل: ولې به رېشخند وهم، ریښتیا وایم، پرون ورسره جوړ شوم او بېګا مو پلان ونیوه، نن راغلو. هغې غلي وویل: الهامووو ته پوهېږې، زه هم دلته د ترور دوی کره راغلې یم. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
298 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
482 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)