oiuytrew
ریس خادیم

وايي په ښوونځي

208 لیدنې 15 رایې
3.4 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

وايي په ښوونځي کې یوې کوچنۍ زده‌کوونکې ته کورنۍ دنده ورکړل شوه،چې د پنځوسو حیواناتو نومونه ولیکي. نجلۍ چې کور ته راغله او په خپلې کورنۍ دندې یې پیل وکړ، بیا یې خپل پلار ته وویل، پلاره ماته د پنځوسو حیواناتو نومونه ولیکه."پلار يې ورته وویل، "لورې ولیکه: سپی، پيشو، د سپي بچې، د پیشو بچې.لور يې وویل، "نه پلاره، جلا جلا نومونه ووایه. دا څلور نه، یوازې دوه شول.پلار يې اندېښمن شو، چې دومره ډېر نومونه به له کومه راټول کړي. په دې وخت کې د هغه ذهن ته یو فکر راغې. هغه خپلې لور ته وویل، "لورې، زما سره یو فکر دی. ته ژر ژر لیکل کولې شې؟" نجلۍ وویل، هو.په دې وخت کې يې پلار خپلې مېرمن ته غږ وکړ، بیزو، یو پیاله چای راوړه.مېرمن يې چې دا خبرې واورېدې، له قهره په اور بدله شوه او سمدلاسه یې په یوه ساه کې يې خاوند ته د ټولو حیواناتو نومونه لکه:خر، غوايي، ګیدړ او نور نومونه واخیستل. کله چې هغه کوټې ته ننوته، پلار يې خپلې لور ته وویل، "اوس شمېر وکړه چې څو نومونه شول."نجلۍ حساب وکړ او په خوشحالۍ یې وویل، پلاره، اویا نومونه شول! 🤦🏼😀

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (15)

15 ټولې رایې

5★
4
4★
3
3★
3
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan