#وا_إسلاماههغه تاریخي ناول چې د مسلمانانو د یوې حساسې دورې کیسه کوي«وا إسلاماه» د مصري لیکوال علي أحمد باكثير تاریخي ناول دی. د دې کیسه د اسلامي تاریخ د یوې مهمې دورې، یعنې د ۱۳مې پېړۍ، له پېښو سره تړاو لري؛ هغه وخت چې مغول د اسلامي نړۍ پر لور روان وو او بغداد یې هم سقوط کړی و.د ناول اصلي کیسه د سیف الدین قطز د ژوند شاوخوا راڅرخي. قطز چې اصلي نوم یې محمود بن ممدود دی، د خوارزمشاه له کورنۍ سره تړاو لري. د مغولو د یرغلونو له امله یې ژوند له سختو بدلونونو تېرېږي، خو وروسته د مملوکانو په منځ کې لوړ مقام ته رسېږي او د مصر واکمن کېږي.د ناول تر ټولو مهمه برخه د عین جالوت جګړه (۱۲۶۰م) ده؛ هغه تاریخي جګړه چې قطز پکې د مغولو پر وړاندې د مسلمانانو مشري کوي او ستره بریا ترلاسه کوي. په دې کیسه کې د بیبرس، شجر الدر او عز بن عبدالسلام په څېر تاریخي شخصیتونه هم راځي.د دې ناول ځانګړتیا یوازې جګړې نه دي؛ بلکې مینه، وفاداري، سیاست، خیانت، د واک شخړې او د انسان د بدلون کیسه هم پکې شته. له همدې امله «وا إسلاماه» د اسلامي تاریخي ناولونو له مشهورو اثارو څخه شمېرل کېږي.نو ځکه ما هم اراده کړې وه چې دا ناول پښتو ته وژباړم، حتی لس مخه ژباړه مې هم ترې بشپړه کړې وه. زه تل هڅه کوم چې د ژباړې له پیل مخکې پلټنه وکړم، تر څو داسې نه شي چې یو اثر مخکې ژباړل شوی وي او زه یې بیا وژباړم. خو د دې ناول پښتو ژباړه مې تر سترګو نه شوه.خو وروسته یو ملګري فایل راکړ او پوه شوم چې دا ناول په پښتو ژباړه د رښتیا هم موجود دې او څو میاشتې مخکې د کتابتون سایټ ته هم پورته شوی دې. خو بدبختانه ځکه چې داسې ارزښتناک تاریخي اثار د ځوانانو تر منځ هغومره نه خپرېږي او مینواله نه لری څومره چې دروغجنې بیځایه عشقی ناولونه او کیسی لرې نو ځکه دا ارزښتناکه اثر دومره ناشناس او ورک شوی پاتی او ژباړه یې نه موندل کېږی په هر حال، د دې ارزښتناک تاریخي ناول د لوستلو لپاره لاندې لینک ته لاړ شئ:کتابتون سایټ: https://ketabton.com/books/9SxCtCxB9Esاو که ټلګرام کاروئ، زما له چینل څخه یې هم لوستلی شئ: https://t.me/pashtoonovels0#خواجه_زی_لیکوال #اسلامی_نشرات #وا_إسلاماه #ژباړن_اجمل_هیوادمل #پښتو_تاریخی_ناولونه
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
🏛️ د حضرت عمرؓ د خلافت عدالتي نظام
🏛️ د حضرت عمرؓ د خلافت عدالتي نظام د حضرت عمر بن الخطابؓ د خلافت دوره د عدالت، مساوات او قانون حاکمیت بېسارې بېلګه ده...
ریس خادیم
91 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
اسلام
🔴 د اسلام دښمنانو ته خپله عقیده
🔴 د اسلام دښمنانو ته خپله عقیده ⬅ او ایمان په داسي ډول ور پیژندل ⬅ خوند کوي .❗ شیخ اسرار راشد (2020 کال کې) په انګل...
ریس خادیم
83 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
✅📚 جالبه کېسه
✅📚 جالبه کېسه : یو عرب غوښتل چې دوهمه میرمن وڪړي ، نو د ڪعبې شریفي امام ته ورغی امام ته یې وویل چې زه غواړم چې د ی...
ریس خادیم
97 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)