oiuytrew
ریس خادیم

وفادار خو نمک‌حرامه

231 لیدنې 14 رایې
3.6 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 29 Aug 2026

وفادار خو نمک‌حرامه :فکر کړم کال 2018 وروستۍ میاشتې وې یوه ورځ له بازار څخه د سپرلۍ په موټر کې خپل کور ته روان وم زما تر څنګ یو سپین ږیری سړی ناست و ډرېور و درې نور کسان هم راسره ووپه لاره روان وو چې د کوچیانو ګډې مخې ته راغلې د کوچیانو څاروي د سړک له غاړې د یوه کور ولا د ونو پاڼې ووخوړې د کور یو تن په څارویو د کاڼو ګوازورونه وکړه په د وخت کې د کوچیانو سپيو ناڅاپه په هغه کس حمله وکړه ښایي غوښتل یې خپل رمه وساتي موږ له دې صحنې راتېر شوو خو د موټر چلوونکي دا خبره وکړه چ(سپی خو په رښتیا وفادار موجود دی)سپین ږیري سړي وخندل او ویې ویل وفادار دی خو نمک‌حرامه هم دی ما ورڅخه وپوښتل حاجي صیب دا څنګه هغه وویل ډېر خلک شته چې سپی نه خوښوي نه ځکه چې هغه بد دی بلکې ځکه چې سپي یې لیدلي تجربه لري پوهېږي چې سپی وفادار دی خو د هغه وفاداري د نمک‌ حرامۍ په جامه کې راڅرګندېږي هغه که چا دروازې ته 60 ورځې تېرې کړې خو بیا هم بله ورځ د همغه کور دروازې ته ور غاپي هغه وروسته دا هم وویل سپی چې د کور ساتنه کوي خو که لږ څه ورخطا شي یا څوک یې له خوړو منع کړي ډوډۍ ورنکړي همغه شپه د کور په خلکو پسې غاپي دا صفت یوازې د سپي نه دی په انسانانو کې هم شته ډېر خلک شته ډېر ما لیدلي چې وفادار وي خو نمک حرامي کوي نمک حرامې په څو ډول ده نمک‌ حرامي نه یوازې یو منفي خوی دی بلکې د انسان د اخلاقو قدر او شخصیت د زوال نښه هم ده د یو انسان د قدر وړ هغه څوک دی چې د احسان قدر وکړي وفادار پاتې شي او د خیر په مقابل کې خیر وکړي

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (14)

14 ټولې رایې

5★
5
4★
2
3★
3
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan