يوه جالبه واورئ د ترکیې په یوه ښار کې هاغه مهال قیامت جوړ شو، کله چې د رواني ناروغانو د روغتون مرکزي دروازه په تېروتنه خلاصه پاتې شوه او ۴۰۰ رواني ناروغان وتښتېدل.په سړکونو کې ګډوډي او منډې ترړې جوړې شوې، د ادارې چارواکي وارخطا شول او پولیس هم په بشپړه توګه بې وسه شول.په دې بېړني حالت کې یو نامتو رواني متخصص راوغوښتل شو او مشورې ورسره وشوې.ټولو فکر کاوه چې اوس به لوی عملیات پیل شي، هرخوا به پوليس او فوځ ولاړ وي، پوښتنې ګرويږنې به کوي، خو ډاکټر نه اضافي ځواک وغوښت او نه یې امسا او زور وکاراوه؛ یوازې یې له جېبه یوه شپېلۍ راوایسته.هغه څو کسان شاته ودرول او په عمومي سړک یې د ماشومانو د لوبې د اورګاډي په څېر « عن عن » غږونه کول او روان شو.هر هغه څوک چې هر ځای و، منډه یې کړه او د دې انساني اورګاډي یو واګون شو.تر ماښامه ډاکټر خپل اوږد انساني اورګاډی په بریالیتوب سره بېرته د رواني روغتون تر دروازې پورې راوست.چارواکو د ډاډ ساه واخیسته او سمدستي یې لويې دروازې وتړلې.ټول ښار بېرته ارام شو، خو اصلي حیرانتیا هغه مهال رامنځته شوه چې دننه یې د ناروغانو شمېرل پیل کړل.د روغتون مشر بيخي حیران شو...تښتېدلي رواني ناروغان ۴۰۰ تنه وو، خو بېرته راغلي ۶۰۰ تنه وو!!!دا د «لېونتوب» لوبه په حیرانوونکې توګه بریالۍ شوې وه. په لارو کوڅو کې ګرځېدلو نورو کسانو ته هم دا لوبه دومره په زړه پورې ښکاره شوې وه چې هغوی هم د انساني اورګاډي برخه شول! 😂زړه مې ده يو انساني اورګاډی ترتيب کړم او په ټول وطن يې راتاوکړم اخر يې په پل چرخي وربرابر کړم تر څو وطن له رواني انډيوالانو پاک کړم.😜 ځکه نن سبا يې ټول وطن په سر اخيستی.✋🤣
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
212 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
273 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
437 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)