oiuytrew
ریس خادیم

يوه ورځ پاچا خپل

324 لیدنې 10 رایې
3.1 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 21 Aug 2026

يوه ورځ پاچا خپل درې وزيران دربار ته راوغوښتل او ورته ويې ويل، چې هر وزیر يوه کڅوړه درسره واخلئ، باغ ته ولاړ شئ او پاچا ته ښې رنګارنګ ميوې راوړئ. وزيران چې دغه عجيب امر حيران کړل، درې واړه له کڅوړو سره باغ ته ولاړل. يو وزير د پاچا لپاره ښې، تازه او مختلفې مېوې راټولې کړې. دوهم وزير په دې فکر چې، پاچا خو خپله ټوله ميوه نه ګوري، چې څه فرق سره لري؛ نو له تازه او خامو مېوو څخه يې خپله کڅوړه ډکه کړه. درېيم وزير چې ډېر ناپوه و، له ځان سره يې وويل چې، پاچا به يواځې ډکې کڅوړې ته ګوري او دې ته به نه ګوري، چې په منځ کې يې څه دي؟ په دې يقين يې خپله کڅوړه له وښو، پاڼو او نورو وړو لرګو څخه ډکه کړه، ځان يې له ستړيا څخه بچ کړ او خپله ډډه يې ووهله. دوهمه ورځ له امر سره سم درې سره له ډکو کڅوړو د پاچا دربار ته حاضر شول. پاچا د کڅوړو له کتلو پرته سمدستي امر وکړ، چې دا درې وزیران د يوې مياشتې لپاره په يوه لرې زندان کې بنديان کړئ. همداسې وشول، له دوۍ سره په کڅوړو کې، له را ټولو شوو شيانو پرته، د خوراک لپاره نور هيڅ نه و. اوس نو اول وزير، چې ښه ميوه يې ټوله کړي وه، ټوله مياشت يې په هغه ميوه ګزاره کوله او مياشت ښه په اسانۍ پرې تېره شوه. دوهم وزير چې تازه، خامه او پخه ميوه يې راټوله کړې وه، له سخت مشکل سره مخ شو، څو ورځې يې تازه او پخه ميوه وخوړه او ګزاره يې وکړه؛ خو وروسته خامې او خرابې ميوې ته مجبور شو، چې خوړلو يې ناروغ کړ او په سختو تکليفونو کې يې مياشت تېره کړه. دريم وزير چې بې ثمره واښه او پاڼې يې په کڅوړه کې راټولې کړې وې، د خوراک لپاره ورسره هيڅ نه و؛ نو له څو ورځو وروسته مړ شو. اوس نو له خپل ځان څخه وپوښتئ، چې څه شی ټولوئ؟ تاسې اوس په هغه باغ کې ژوند کوۍ، چې نېک او بد عملونه دواړه ټولولای شۍ؛ خو په ياد ولرئ، هر کله چې د پاچا حکم صادر شو، نو خپلې بنديخانې (قبر) ته به مو واچوي. په دې بنديخانه کې به يواځې ياست، تاسې سره به صرف ستاسې له اعمالو څخه ډکه شوې کڅوړه موجوده وي اوبس.!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (10)

10 ټولې رایې

5★
2
4★
1
3★
3
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan