oiuytrew
ریس خادیم

يوه په زړه پورې کېسه

324 لیدنې 13 رایې
3.3 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

يوه په زړه پورې کېسه :یوه ښځه عملیات خونې ته ننوتله چې ماشوم یې پیدا شي. د یو ښکلی زوی په پیدا کیدو سره مړه شوه. خاوند د ښځې په جدايي ډېر غمجن شو. او زوی یې خپلې خور ته وسپاره ځکه چې هغه خپله مصروف و. له میاشتو وروسته سړی بل واده وکړ. او نوې ښځې څخه یو زوی او لور پیدا شوه. سړي درې کاله وروسته خپل زوی د خور له کوره راستون کړ، چې له هغې سره ژوند یې کولو. میرمن یې د خپلو ماشومانو خیال ساتلی خو د دې ماشوم خیال یې پوره نه ساتلو . په هغې خپل زامن هم بوج وو اکثره وخت به یوازی وو، ځینې وخت به بې ډوډۍ هم ویده کیدو یوه ورځ ، ښځه خپله پلارګنۍ ته د ماښام ډوډۍ لپاره بلنه ورکړه. ماشوم د ډوډۍ دسترخوان ته راغی، هلته یې خواړه او خواږه ولیدل، ځان یې ورساوه. ښځې ورته وکتل او سختې کنځلې یې ورته وکړې. بیا یې ورته د وریجو پلیټ ورکړ او په زیرزمینې کې یې کیناست او ورته یې وویل، تر څو چې میلمانه لاړ نشي له کوټې را بهر نه شي. هغه ماشوم چې څلور کلن هم نه و، په زیرزمینې کې یوازې خوراک کاوه. له خپلې مور څخه ډارېده چې هسې نه را ووځي او ویې وهي. نو هغه هلته ویده شو. د ښځې خپلوان لاړل او ښځه له خپلو ماشومانو سره ویده شوه. خاوند ناوخته راغلو، ښځې ورته وویل چې ډوډۍ درته راوړم، هغې وویل چې ما خوړلې ده. کله چې یې د یتیم زوی پوښتنه وکړه. میرمنې یې وویل چې په خپل کټ کې ویده دی، هغې هېر شول چې زیرزمینې مې ناست دی. خاوند ویده شو. په خوب کې یې خپله مرحومه ښځه په خوب ولیده هغې ورته وویل چې په زوی دې پام کوه. سړی را پاڅېد او د ماشوم پوښتنه یې وکړه. میرمن یې وویل چې هغه په خپل بستر کې پروت دی. هغه سړی بیا ویده شو/خوب ورغی. بیا یې خپله مرحومه ښځه په خوب ولیده، چې ویل یې په زوی دې پام کوه. سړي بیا پوښتنه وکړه، ښځې یې وویل چې ته ګډوډي یې/ستړي یۍ، ماشوم په خپل بستر کې ویده دی، اندیښنه مه کوه. سړی په دریم ځل ویده شو. بیا یې خپله مرحومه ښځه ولیده، چې ویل یې: اوس دې زوی ماته راغلو . سړی پاڅېد او په کټ کې یې ماشوم ولید، هلته نه. بیا یې د کور په ګوټ ګوټ کې په هغې پسې وګرځېده، پیدا یې نه کړه. د زیرزمینې دروازه یې چې خلاصه کړه، ماشومه یې ولیده چې له یخنۍ لړزېده، چې په ځان یې کالین را تاو کړی وه او سر یې په زنګون کې پټ کړی و. ماشوم ژیړ مخ بې حرکته و، پلار یې چې ولړزاوه، پوه شو چې مړ شوی دی. د وریجو پلیټ یې په لاس کې و، ځینې یې خوړلې وي او ځینې یې پاتې شوي وي. ځکه چې هغه به د هغه چا سره د ملاقات په حال کې وو چې په هغه به رحم وکړي. د خپلې مور لیدو ته روان وه .!نوټ : د خدای لپاره په خپلو اولادونو او د بل په اولادونو رحم وکړئ.!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (13)

13 ټولې رایې

5★
3
4★
4
3★
1
2★
4
1★
1

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
حمیدالله صالحی 1 مياشت دمخه

ډېره ښکلی کیسه وه

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan