oiuytrew
ریس خادیم

يو بادشاه د وخت کيسه کوي

216 لیدنې 12 رایې
3.2 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 29 Aug 2026

يو بادشاه د وخت کيسه کوي : چې یوه عمر خوړلي سړي درې درنې کڅوړې پر اوږو بار کړې وې. کرار کرار یې مزل کاوه. په لاره کې یوه ډله ځوانان د ویالې غاړې ته پر ډبه ناست وو، کیسې کوي او ساعت تېروي. عمر خوړلي سړي ورته وویل، تاسو کې داسې یو مهربانه ځوان شته چې له ما سره مرسته وکړي یوه کڅوړه راسره تر هاغه بره کنډوه ورسوي؟ ډېرو مخونه واړول، چا څټ ګرول پیل کړل، څوک خپلو کیسو کې بوخت پاتې شول. یو ځوان له لږې چوپتیا وروسته رامخې ته شو، ویل یې بابا زه به درسره بار یوسم. سړي له مننې سره یوه خوږه مسکا وکړه، ځوان ته یې کڅوړه ورکړه. لار کې پر یوه لرګین پل د پورېوتو پروخت عمر خوړلي سړي وویل، زویه نور د مزل نه یم، دا دوه کڅوړې نه شم رسولی، یوه کې سپین زر دي دا بله غوټه کې سر زر دي، پرېښودلی یې هم نشم نو اړ یم همدلته ډډه ووهم. ځوان ومسکېد، ویل زه د دواړو د وړلو وس لرم را په شا یې کړه. بله کڅوړه هم ځوان پر اږو وتړله. له لږ مزله وروسته سړی بیا ساه او تیګاه شو، یاره دا یوه کڅوړه هم نوره نه شم وړلی، همدومره مې وس او انرژي وه د ځوانۍ زور نور نه دی راپاتې. ځوان وویل ته ترې خلاص که لس داسې کڅوړې هم وي زه یې وړلی شم، له ځان سره وبڼېده. د غره ډډه کې روان وو، ځوان یو واري منډې کړې، ویل یې ځه نو دا بوډا خو ما نشي نیولی، درځه دا طلا او سپین زر زما د لمسو کړوسو بس دی. ویې ځغاستل، یوه سمڅه کې پټ شو، هلته یې درې واړه کڅوړې پرانیستې. ګوري چې ټول تور کاڼي دي، نه زر شته نه بل څه. په یوه کڅوړه کې له ډبرو سره یو لیک پروت وو. په کې لیکل شوي وو: زه د دې سیمې پاچا یم، اولاد نه لرم. غوښتل مې یو باوري کس وموم چې د خپل ځای ناستي په توګه یې وروزم، ستړې شوم خو د زرو په لالچ کې مې هیڅ اعتباري کس ونه موند. “هغه چې اعتماد او وفادري نه لري د پاچاهۍ نه، د تورو کاڼو لایق دی”نوټ : پند وفاداري، امانت‌داري او نيت پاکي د مسلمان شخصيت بنسټونه دي، څوک چې د دنیا له فریب نه ځان وژغوري او د نورو مرسته له اخلاصه کوي، الله تعالی ورته ډېر لوړ مقام ورکوي.!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.2
3.2 (12)

12 ټولې رایې

5★
3
4★
2
3★
1
2★
6
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan