يو وخت يو شيخ ته ناڅاپه دا خیال راغی چې دا څومره عجيبه خبره ده چې الله تعالی هر وخت خپل احسان رايادوي؛ کله وايي چې زه رزق ورکوونکی يم. که موږ ډوډۍ ونه خورو، نو هیڅ داسې طاقت نشته چې موږ په زور خوراک ته مجبور کړي. دې فکر سره هغه خوراک پرېښود. کله چې ښځې او ماشومانو ډیر پریشانه کړ، نو کور یې پریښود او یوې زړې هدیرې (قبرستان) ته لاړ. کله چې ماښام شو، یو سړی د خپل نذر پوره کولو لپاره په هدیره کې یو مزار ته راغی. له فاتحې وروسته یې شيخ ته هم تبرک ورکړ. شيخ انکار وکړ او هغه سړي اصرار (ټینګار) پیل کړ، چې یو عجیب حالت جوړ شو. هغه سړي فکر وکړ چې دا سړی کوم لیونی دی، نو په یو کاغذ کې یې څو خوږه تاو کړل او د یوې بوټي لاندې یې کیښودل، چې کله یې هوش برابر شي نو وبه یې خوري. کله چې نیمه شپه تیره شوه، په هدیره کې غله داخل شول. کله چې هغوی د غلا شوي مال په ویشلو پیل وکړ، نو شیخ راویښ شو او کیناست. غله وویریدل او په خپلو کې یې وویل چې دا سړی خامخا کوم جاسوس (مخبر) دی. هغوی په بیړه خپل مال راټول کړ او په شیخ یې د پوښتنو باران وکړ، خو شیخ کوم معقول ځواب ورنکړای شو. په دې بحث او جګړه کې د یو غله نظر د بوټي لاندې ایښودل شوې کڅوړې باندې پریوت. چې کله یې پرانیستله، نو په هغې کې اووه (۷) خوږه وو او غله هم په اتفاق سره اووه تنه وو. د غلو مشر وویل: "دا سړی هم کوم غل دی او ډیر هوښیار غل دی. ده په دې لډوګانو کې زهر ګډ کړي دي ترڅو موږ ټول مړه شو او دی زموږ په مال قبضه وکړي." مشر امر وکړ: "دا ټول خوږه دې ته ورکړئ ترڅو د ده خپله دسیسه دی هلاک کړي." دوه کسانو یې پښې ونیولې، دوه کسانو یې لاسونه ونیول، یو کس یې سر ونیوه، یو بل یې په سينه کیناست او یو تن یې خوله خلاصه کړه او خوږه یې پکې واچول. کله چې شیخ په دې حال کې هم خوږه نه خوړل، نو غلو پرې کلکې څپېړې ووهلې او په زور یې په ګوتو سره خوږه د هغه تر ستوني تیر کړل. په دې ظلم او زور سره اووه واړه خوږه د شیخ خیټې ته ورسیدل. د دې کار له ترسره کولو وروسته اووه واړه غله په منډه وتښتیدل. شیخ راپاڅید او په ډیر حسرت او پښیمانۍ سره یې چې کله آسمان ته وکتل، او وایی ویل چی بیشکه اللهﷻ رزق ورکوونکی دی ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)