دویمه برخه! مشهور نارویژي ژبپوه جورج مورګن سټيرن د پشه يي ژبې په اړه تر ټولو زياتې څېړنې او ليکنې کړي دي. هغه د خپل کتاب [اندو-ايراني ژبې (Indo-Iranian Languages) ]درېيم ټوک، چې د يوولسو مخونو سريزې پرته (۳۳۲) مخونه لري او په ۱۹۶۷ زېږديز کال کې اوسلو په ښار کې چاپ شوی، پشه يي ژبې ته ځانګړی کړی دی. نوموړی ليکي: «د لرغونې ژبې نوې بڼه، چې له اسلام څخه مخکې په کاپيسا او لغمان کې د هند و ـ بودايي ژبې په نوم يادېدله، همدا پشه يي ژبه ده. دا ژبه له کوزکُنړ او پېچ څخه پېلیږي، د لغمان د الينګار او اليشنګ له سيمو تېریږي او تر تګاب، نجراب او ګلبهار پورې غځېدلې ده. ښايي تر نږدي وختونو پورې په ځينو سيمو کې د پنجشېر په ښکته برخو کې هم پشه يي ويل شوې وي. دا ژبه په اوسني وخت کې د پښتو او دري ژبو د پراختيا له امله يو شمېر دَرو او غرنېو سیمو ته شاته شوې او هلته محدوده پاتې شوې ده.» جورج مورګن سټيرن په ۱۹۴۴ کال کې د پشه یي ژبې د متنونو ټولګه خپره کړه چې نوم یې «د پشه یي ژبه: متنونه او ژباړې (The Pashai Language: Texts and Translations، دی. په دې کتاب کې د پشه یي ژبې کیسې، ولسي روایتونه او نور متنونه له ژباړو سره راټول شوي دي. په ۱۹۵۶ کال کې یې د پشه یي ژبې قاموس خپور کړ، چې نوم یې «د پشه یي ژبې لغاتونه (The Pashai Language: Vocabulary، دی. دا اثر د پشه یي ژبې له لومړنېو او مهمو علمي قاموسونو څخه ګڼل کېږي. په ۱۹۶۷ کال کې یې «د پشهیي ژبه: ګرامر The Pashai Language: Grammar، خپور کړ، چې پکې د پشه یي ژبې د غږونو، د کلیمو د جوړښت او د جملو د قواعدو مفصل علمي تشریح وړاندې شوې ده. پاتې برخه یې بیا ځلي ....
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.8
14 ټولې رایې
5★
4
4★
4
3★
5
2★
1
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
179 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
256 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په دې ورځ محمدهاشم میوندوال شهید شو
له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندو...
پښتو ګهيځ
483 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)