oiuytrew
ریس خادیم

پلار او لور

271 لیدنې 20 رایې
3.4 (20)
ریس خادیم
ریس خادیم 09 Aug 2026

پلار او لور :په یوه مدرسه کې یوه پېغله معلمه او ښوونکې وه، هغه ډېره دینداره، هوښیاره او ښایسته وه.یوه ورځ یې څو استادو ملګرو وپوښتله چې ته دومره پوهه او ډېره ښایسته یې تر اوسه مو ولې واده ندی کړی؟دې یوه کیسه ورته را واخېستله او هغه کیسه داسې وه:د یو سړي یوه ښځه وه او له هغې یې پنځه لوڼې وې.په شپږم ځل یې چې ښځه حامله شوه مېړه یې ورته وویل: که دا ځل مو هم لور وزېږوله ستا له لور یا تا نه به ځان خلاص کړم!د زېږون ورځ راغله او شپږمه لور یې وزېږوله.مېړه یې سخت غوسه شو. ماسختن یې نوې زېږېدلې لور له ځانه سره واخېستله په یو کارټن کې یې واچوله او د جومات خواته یې کېښودله پدې نیت چې په شپه کې یې څوک واخلي او دی ترې ځان خلاص کړي.سهار چې جومات ته ورغی لور یې چا نه وه وړې! بېرته یې کور ته راوړه. بله شپه یې بیا جومات مخې ته کېښودله سهار بیا چا نه وه وړې په دې ډول یې شپږ اووه ورځې دا لور جومات ته یوړه او بېرته یې راوړه. اخر ستړی شو او پرې یې ښودله په دې سره یې مور هم خوشحاله شوله.د الله ﷻ شان وګوره دا ښځه چې اووم ځل حامله شوه خدای ﷻ زوی ورکړ خو په لوڼو کې یې یوه مړه شوه!د وخت په تېریدو سره الله ﷻ دې سړي ته پنځه زامن ورکړل.خو چې یو زوی به یې پېدا کېدلو یوه لور به یې مړه کېدله!پنځه زامن یې پوره شول پنځه لوڼې یې وفاتې شوې. یواځې هغه کشره لور یې پاتې شوه چې پلا به یې جومات ته وړه څو ځان ترې خلاص کړي. څه وخت وروسته یې ښځه هم وفات شوه.ځامن یې ځوانان شول او لور یې پېغله شوه.ددې سړي زامن چې ځوانان شول او ودونه یې وکړل او هر یو له خپل واده سره ولاړ.پلار یې له هغه لور سره پاتې شو چې دې به جومات ته وړه چې ځان ترې خلاص کړي. شپې او ورځې تېریږي نن د هغه پلار ډېر کمزوری حالت کې دی.خپلو ټولو زامنو پریښی دی هر یو په خپله مخه تللی خو هماغه لور یې ساتي چې ددې موجودیت یې نه شو زغملی او څو ځله یې د هغې د ورک کولو کوښښ کړی وو.معلمې له خپلو ملګرو وپوښتل چې تاسو به دا کیسه نه وي اورېدلي او نه به دا نجلۍ او نه به د هغې پلار پېژنئ!هغوې وویل نه مونږ یې نه پېژنو؟معلمې وویل: هغه نجلۍ زه یم.تاسو له ما پوښتنه وکړه چې ته ولې واده نکوې؟زه اوس واده نشم کولی ځکه زه خپل پلار یواځې نشم پرېښودلی هغه ډېر کمزوری دی او ساتنه یې زما په غاړه ده.زامن یې کله په میاشت کې پوښتنې ته راشي او نور هر یو خپل کار کوي.اوس مې چې پلار ته زما د ماشومتوب کیسه ور یاده شي ډېر خفه او پښېمان شي او سخت وژاړي.پای

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (20)

20 ټولې رایې

5★
4
4★
4
3★
7
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan