پلار خپلې لور ته د واده څخه څو ساعته مخکې داسې نصیحت وکړو.لورې! دلته چې دې څه خوړلي او څکلي، هیڅکله یې د خاوند کور کې یادونه مۀ کوه چې پلار کور کې مې ښۀ خوراک درلود او دلته خراب، هر څه چې وخورې وروسته دې هیریږي نو په خوړو بحث مۀ کوه او څه چې مخې ته درتلل خوره یې شکر پرې وباسه!لورې! لکه څنګه چې دې دا خپل کور ګڼلو او صفت دې کولو همدغسې هغه خپل کور وګڼه او صفت یې کوه، بد یې مۀ وایه بې له شکه چې اوس هغه هم ستا خپل کور دی.لورې! تا د لسانس تر کچې زده کړې کړي دي مګر خپل تعلیم د خسر په کورنۍ مۀ خرڅوه! هیڅکله هغوی ته داسې څه مه وایه چې زه تر تاسو زیاته پوهیږمه، بې شکه چې هر څوک د خپل کور په کارونو تر نورو ښۀ پوهیږي ځکه چې هره کورنۍ خپل ځانګړي اصول لري.لورې! د خپل خاوند نه هیڅکله مه خفه کیږه ځکه الله تعالی پر دې کار سخت ناراضه کیږي، که کله خفه هم شوې نو په لومړي ځل پخلا کولو یې بیرته پخلا کیږه او که خاوند دې درنه خفه شو نو بیرته یې حتما پخلا کوه.لورې! د خاوند نه دې هیڅکله داسې غوښتنه مۀ کوه چې د هغۀ د حیثیت نه لوړه وي، د هغۀ د مجبوریو احساس ولره او تر څو چې د خسر د کورنۍ په ټولو اصولو پوهه شوې نه اوسې د هر کار د مخه ترې پوښتنه کوه.د هغه کور د خلکو همداسې خیال ساته لکه د دې کور د خلکو خیال دې چې ساتلو ځکه هغه دې هم اوس خپل کور دی. لورې!! زما نصیحتونه خپل ټیکري پورې کلک وتړه! نه دې ټیکری د سر نه لرې کړې او نه هم دا نصیحتونه!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
298 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
482 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)