دريم برخهد شپې وروستۍ سلګۍ وې. د سپېدو سپینې کرښې لا د غرونو له څنډو نه وې راټوکېدلې، خو زه پوهېدم چې د بېلتون شېبه را رسېدلې ده.زوی مې لا هم زما لاس کلک نیولی و؛ داسې یې نیولی و، لکه وېرېده چې که یې پرېږدي، پلار به یې بیا د اوږدې مودې لپاره ترې لرې شي.په نرم غږ مې ورته وویل:— زویه! اوس باید ولاړ شم.هغه په معصومو سترګو راته وکتل او ورو یې وویل:— پلاره... ژر بېرته راشه.دا څو ټکي دومره درانه وو، لکه د یوه ماشوم ټولې هیلې چې په همدې یوه جمله کې راټولې شوې وي.پر تندي مې ښکل کړ، په وېښتانو مې لاس راکش کړ او ورو مې له غېږې جلا کړ. زړه مې نه غوښتل ترې بېل شم، خو وخت د چا احساساتو ته نه درېږي.مېرمنې مې تر دروازې پورې بدرګه کړم. په سترګو کې یې اوښکې راټولې وې، خو د زغم پرده یې نه څېرله.هغې ورو وویل:— الله دې مل شه... او پام کوه.ما یوازې دومره وویل:— که ژوند و، بیا به سره ګورو.له کوره ووتم.د شپې یخه هوا لا هم پر لارو خپره وه. د باد نرمو څپو د ونو پاڼې ښورولې او د مرغیو لومړنۍ نغمې د سپېدو د را رسېدو زېری ورکاوه. زه په چټکو ګامونو د زندان پر لور روان وم، خو زړه مې لا هم د خپل کور په هغه کوچنۍ کوټه کې پاتې و، هلته چې یو ماشوم د خپل پلار د غېږې تودوخه احساسوله.تر هغه مخکې چې د سهار حاضرۍ ته ټول بندیان راټول شي، زه زندان ته ورسېدم.ساتونکي یوه شېبه ماته وکتل. په سترګو کې یې د حیرانتیا رنګ و؛ ښايي ګومان یې کاوه چې زه به بېرته راونه ګرځم.د حاضرۍ وخت شو.ټول بندیان په منظم کتار کې ودرېدل. ساتونکي یو په بل پسې نومونه اخیستل.څو شېبې وروسته یې په لوړ غږ وویل:«آقای عبدالرشید، کجا هستی؟»ما په ټینګ او ډاډمن غږ ځواب ورکړ:«حاضر هستم.»او په خپل ځای ودرېدم.هو، زه بېرته زندان ته راغلی وم؛ ځکه ما د قانون له وېرې نه، بلکې د خپلې ژمنې د ساتلو لپاره دا لاره غوره کړې وه.*پای**ليکوال: عبدالله امير*
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
4.0
43 ټولې رایې
5★
21
4★
7
3★
7
2★
8
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
پښتو ګهيځ
1 مياشت دمخه
greate
پښتو ګهيځ
1 مياشت دمخه
thanks
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
212 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
273 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
437 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)