دويم برخه:کله چې د کور دروازې ته ورسېدم، زړه مې داسې درزېده؛ لکه د اوږده فراق وروسته چې د هیلې وروستۍ دروازه ټکول کېږي. په ډېر احتیاط مې دروازه وټکوله، نه مې غوښتل د شپې چوپتیا په لوړ غږ ماته کړم. له دننه غږ راغی: — څوک یې؟ په دې ناوخته شپه؟ ما په ورو، خو لړزېدلي غږ وویل: — *عبدالرشید یم*. لا مې خبره نه وه بشپړه کړې چې دروازه په بیړه خلاصه شوه. د څراغ(شمع) کمزورې رڼا زما پر څېره ولګېده. د کورنۍ په سترګو کې حیرانتیا، خوښي او اندېښنه سره ګډې ښکارېدې. مېرمنې مې په حیرانۍ وویل: — څنګه راغلې؟ له زندانه څنګه خلاص شوې؟ ما موسکا وکړه، خو هغه موسکا د زړه له درده ډکه وه. ورته مې وویل: — د څو ساعتونو لپاره، د ضمانت په بدل کې راغلی یم. زړه مې خپل زوی ته ونه درېده. هغې په خاموشۍ سر وخوځاوه. داسې معلومېده چې د هغې سترګو هم د بېلتون شپې په اوښکو تېرولې دي. بې له ځنډه مې وپوښتل: — دوست محمد خان چېرته دی؟ هغې په نرم غږ وویل: — ویده دی... خو دا درې ورځې کېږي چې ستا نوم یې له شونډو نه لوېږي. کله به یې دروازې ته کتل، کله به یې ستا د راتګ پوښتنه کوله. نه یې د شپې سم خوب کړی او نه د ورځې ارام. تل به یې ویل: «پلار مې کله راځي؟» دا خبرې مې د زړه تر تل پورې ورسېدې. داسې مې احساس وکړ، لکه هره کلمه یې د پلار پر زړه یو نوی درد ولیکي. ما ورو وویل: — مهرباني وکړه... راویښ یې کړه. ډېر وخت نه لرم. هغې د ماشوم خونې ته ولاړه. زه هم ورو ورو ورپسې ورغلم. دوست محمد خان په ارام خوب ویده و. معصومه څېره یې د څراغ په کمزورې رڼا کې لا نوره هم ښکلې ښکارېده. اوږدې باڼې یې پر مخ سیوری غوړولی و او واړه لاسونه یې د سینې پر سر ایښي وو. څو شېبې همداسې ورته ولاړ وم. زړه مې نه کېده چې له خوږ خوبه یې راویښ کړم. مېرمنې مې په نرمه لهجه وویل: — زویه... وګوره، څوک راغلی دی؟ ماشوم ورو ورو سترګې پرانیستې. لومړی یې شاوخوا وکتل، بیا یې سترګې زما پر څېره ولګېدې. د یوې شېبې لپاره غلی پاتې شو، لکه باور یې نه راتله. خو ناڅاپه یې په خوښۍ غږ وکړ: — پلاره...! په منډه راغی او ځان یې زما غېږې ته راوغورځاوه. ما هغه داسې په ټینګه غېږ کې ونیو، لکه کلونه وروسته مې چې خپله ټوله نړۍ بېرته موندلې وي. پر تندي مې ښکل کړ، پر وېښتانو مې لاس راکش کړ او بې اختیاره مې سترګې له اوښکو ډکې شوې. هغه په ماشومانه معصومیت وپوښتل: — پلاره! بیا به نه ځې؟ ما ځواب ورنه کړ. یوازې مې هغه لا ټینګ په غېږ کې ونیو؛ ځکه ځینې پوښتنې د اوښکو په ژبه ځوابېږي، نه په خبرو. هماغه څو شېبې د یوه پلار د ژوند تر ټولو ستره شتمني وه...*دوام لري*
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.2
50 ټولې رایې
5★
8
4★
10
3★
18
2★
14
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
188 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)