فرید د کتابتون مخې ته ولاړ و او د مریم او هغه نااشنا ځوان خبرې یې له لرې څارلې. زړه یې درز درز وهه، او ذهن یې له پوښتنو ډک و.ځوان د موټر دروازه خلاصه کړه. مریم تر سپرېدو مخکې یو ځل شاته وکتل. د فرید سترګې ورسره ولګېدې، خو هغې یوازې یوه غمجنه موسکا وکړه او په موټر کې کښېناسته.موټر ورو ورو د سړک په اوږدو کې ورک شو.فرید له ځانه سره وویل:"هغه څوک و؟ ولې مریم ماته هېڅ ونه ویل؟"ټوله شپه یې فکرونه ارام نه شول.سبا سهار، مریم بیا کتابتون ته راغله.فرید نور د چوپتیا توان نه درلود."مریم، پرون هغه ځوان څوک و؟"مریم لږه شېبه چوپه شوه، بیا یې ورو وویل:"زه پوهېدم چې دا پوښتنه به کوې."هغې ژوره ساه واخیسته او ویې ویل:"هغه زما د تره زوی، حامد دی. له موږ سره ځکه راغلی و چې د پلار د درملنې ټول کارونه تنظیم کړي."فرید د آرام ساه واخیسته، خو لا یې هم په زړه کې شک پاتې و.مریم د هغه سترګو ته وکتل او په نرم غږ یې وویل:"فرید... زه نه غواړم زموږ ترمنځ بېباوري پیدا شي. که هره پوښتنه لرې، له ما یې وپوښته."فرید په لومړي ځل په ډاډه غږ وویل:"زه یوازې دا غواړم چې تا له لاسه ور نه کړم."مریم د هغه خبرې واورېدې، خو ځواب یې ور نه کړ. یوازې یې موسکا وکړه.خو هماغه شېبه د مریم موبایل زنګ وواهه.هغې چې زنګ پورته کړ، د مخ رنګ یې بدل شو.په وارخطا غږ یې وویل:"څه؟ ... اوس؟"د هغې له لاسه موبایل نږدې ولوېد...دوام لري... ❤️
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
279 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
290 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
466 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)