oiuytrew
د هدایت لار

په آخرت کې پنځه سخت سوالونه ؟

282 لیدنې 18 رایې
3.6 (18)
د هدایت لار
د هدایت لار 12 Sep 2026

په آخرت کې پنځه سخت سوالونه ؟حضرت عبداللّٰه ابن مسعود رضۍ اللّٰه عنه نه روایت دی، چې رسول اللّٰه صلۍ اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ کله چې داللّٰه تعالۍ په دربار کې دحساب لپاره وړاندې والی وشي، نو د سړي قدم به د خپل ځای نه پورته نه شي، تر څو چې ترینه د پنځو خبرو پوښتنه ونشي.①ـــ عمر او ژوند دي په څه کې تیر کړ. آیا زما په اطاعت کې او که زما نافرمانۍ کې.②ـــ د ځوانۍ قوت دي په څه کې ختم کړ. آیا په لهو لعب لوبوکې، او که دینداری کې.③ـــ مال او دولت دي له کومې لار حاصل کړل. آیا له حلالو او که له حرامو لارو په غلو باندې.④ـــ مال او دولت دي په څه کې خرچ کړ. آیا په سازونو کې، او که په دینې لارو کارونو کې.⑤ـــ په خپل علم دي څومره عمل وکړ. آیا نورو ته دي مسئلي کولي. تا خپل ځان هیر کړی وو، او تا خپله ورباندې عمل نه کولو. استغفرالله.رب ج سره له ایمانه او سره له کامیايبۍ مو له دونیا نه سفر د آخرت پر لار نصیب .رواه الترمذي " ومعارف الحديث ــــــــــــــــــــــ♥ــــــــــــــــــــــــ له نورو سره یې شریک کړئ.⤴️

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (18)

18 ټولې رایې

5★
6
4★
3
3★
5
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan