oiuytrew

په افغانستان کې ژوندلیکوال: نصیب الله ځلاندافغانستان زموږ ښکلی وطن دی؛ هغه هېواد چې لوړ غرونه، پراخې دښتې، ښکلې درې او مېلمه‌پال خلک لري. په افغانستان کې ژوند که څه هم له ډېرو ستونزو سره مل دی، خو افغان انسان د زغم، غیرت او امید له امله خپل ژوند ته دوام ورکوي.په افغانستان کې د ژوند تېرولو لپاره باید انسان له ستونزو سره د مقابلې حوصله ولري. زده کړه، کار، ښه اخلاق او له خلکو سره مرسته کول د ښه ژوند مهم بنسټونه دي. که موږ خپل وخت په ګټورو کارونو تېر کړو، له یو بل سره مینه او درناوی وکړو او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو، زموږ ژوند به لا ښه شي.افغانستان د هر افغان ګډ کور دی. موږ باید خپل وطن وساتو، علم زده کړو، یووالی خپل کړو او راتلونکي نسل ته د پرمختګ لاره هواره کړو. ستونزې که هر څومره زیاتې وي، هیله باید له لاسه ورنه کړو؛ ځکه له هرې تیارې وروسته رڼا راځي.افغانستان زموږ کور دی، او د دې هېواد روښانه راتلونکې زموږ په هڅو پورې تړلې ده.لیکوال: نصیب الله ځلاند

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.3
4.3 (24)

24 ټولې رایې

5★
14
4★
5
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
محيب اللّه محبت 1 مياشت دمخه

مننه ګلابه

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan