ليکنه: عبدالله اميراندلس د اسلامي تاريخ له هغو روښانو دورو څخه دی چې مسلمانانو پکې د علم، تمدن، عدالت او پرمختګ ستر مثالونه پرېښي دي. خو له بده مرغه، همدا ستر تمدن وروسته د بېلابېلو لاملونو له امله کمزوری شو او بالاخره له منځه ولاړ.د اندلس د مسلمانانو د سقوط تر ټولو مهم لاملونه دا وو:۱- قومي او توکمیز تعصب:مسلمانان د يووالي پر ځای په قومي او توکميزو اختلافونو اخته شول. د يو بل پر وړاندې د تعصب او سيالۍ له امله د دوی ترمنځ اتفاق له منځه ولاړ او دښمنانو ته د بريا فرصت برابر شو.۲- له مال او دنيا سره ډېره مينه:کله چې مسلمانان په شتمنۍ، عيش او عشرت کې ډوب شول، د جهاد، قربانۍ او د دين د ساتنې روحيه يې ورو ورو کمزورې شوه. د دنيا مينه د هغوی د کمزورۍ يو مهم لامل وګرځېده.۳- له نصاراوو څخه د مرستې غوښتل:کله چې د مسلمانانو د مشرانو ترمنځ د واک او سلطنت پر سر شخړې رامنځته کېدې، ځينو به د خپلو مسلمانو سيالانو پر ضد له نصاراوو څخه مرسته غوښتله. همدې کار د اسلامي دولت بنسټونه کمزوري کړل او د دښمن ځواک يې نور هم زيات کړ.د اندلس فتحاندلس د اموي خليفه وليد بن عبدالمالک د خلافت پر مهال فتحه شو. د مسلمانانو لښکر د طارق بن زياد او وروسته د موسی بن نصير په مشرۍ په ۹۲ هـ (۷۱۱م) کال اندلس ته داخل شو او په شاوخوا درې نيمو کلونو کې يې د سيمې ډېره برخه فتحه کړه.د اندلس مهمې دورېد اندلس اسلامي تاريخ په دوو مهمو دورو وېشل کېږي:لومړی: د فتحې دورهدا دوره له ۹۲ هـ (۷۱۱م) څخه تر ۹۵ هـ (۷۱۴م) پورې وه. په همدې موده کې مسلمانانو په چټکۍ سره د اندلس ډېره برخه فتحه کړه.دويم: د واليانو دورهدا دوره د موسی بن نصير او طارق بن زياد له بېرته ستنېدو وروسته پيل شوه او نږدې ۴۲ کاله يې دوام وکړ. دا دوره له ۹۶ هـ څخه تر ۱۳۸ هـ پورې وه.په دې وخت کې اندلس د مسلمانانو د خلافت يوه برخه وه. والي به د اندلس ټولې چارې سمبالولې، خو د اسلامي خلافت تابع به و. په دې موده کې د اموي خلافت څو خليفه ګان، لکه سليمان بن عبدالمالک، عمر بن عبدالعزيز، يزيد بن عبدالمالک او هشام بن عبدالمالک، پر خلافت واکمن وو.د اندلس لومړنی والي عبدالعزيز بن موسی بن نصير و. د واليانو په ۴۲ کلنه دوره کې ټول ۲۲ واليان بدل شوي دي.د واليانو دوره هم په دوو برخو وېشل کېږي:د جهاد او فتوحاتو دوره: له ۹۶ هـ څخه تر ۱۲۳ هـ پورې.د کمزورۍ دوره: له ۱۲۳ هـ څخه تر ۱۳۸ هـ پورې، چې شاوخوا ۱۵ کاله يې دوام وکړ.د اندلس پلازمېنهد اسلامي واکمنۍ په لومړيو کې طليطله د اندلس مرکز او پلازمېنه وه، خو وروسته قرطبه د اندلس رسمي پلازمېنه وټاکل شوه او د علم، تمدن او فرهنګ ستر مرکز وګرځېده.خلاصه:د اندلس د مسلمانانو د ماتې تر ټولو ستر لاملونه د دوی خپلمنځي اختلافونه، قومي تعصب، د دنيا او مال سره زياته مينه او له بهرنيانو څخه د مرستې غوښتل وو. د اندلس تاريخ موږ ته دا درس راکوي چې هر ملت تر هغه وخته پياوړی پاتې کېږي چې يووالی، عدالت او ګډ هدف ولري، او کله چې اختلاف، ځانغوښتنه او د دنيا مينه پرې غالبه شي، د زوال له خطر سره مخ کېږي.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
13 ټولې رایې
5★
6
4★
2
3★
0
2★
5
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په دې ورځ محمدهاشم میوندوال شهید شو
له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندو...
پښتو ګهيځ
539 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)