په جرمني کې د Hohle Fels په نوم یوه مشهوره غار کې لرغونپوهانو شاوخوا ۲۸ زره کلن یو عجیبه ډبرین اثر موندلی، چې د انسانانو د لرغوني هنر له مهمو ځایونو څخه ګڼل کېږي. دا اثر په څو ټوټو کې پیدا شوی و او وروسته لرغونپوهانو بېرته سره یوځای او بشپړ کړ. د سیلټسټون (Siltstone) څخه جوړ شوی او شاوخوا ۲۰ سانتيمتره اوږد او ۳ سانتيمتره پلن دی. د دې ځانګړی شکل، نرمه او پالش شوې سطحه او د انسان د نارینه تناسلي غړي سره ورته والی د دې سبب شوی چې ډېری څېړونکي فکر وکړي چې ښايي دا د جنسي وسیلې په توګه کارول شوی وي. 😲 خو لا هم پرې بشپړ یقین نشته. ځینې لرغونپوهان باور لري چې دا ښايي د مذهبي مراسمو وسیله، د حاصلخېزۍ سمبول یا د نورو موادو د شکل ورکولو لپاره یوه وسیله هم وه. له همدې امله، دا ۲۸ زره کلن اثر لا هم د لرغونپوهنې له هغو مرموزو موندنو څخه دی چې د انسانانو د پخواني ژوند په اړه ډېرې پوښتنې راولاړوي. 🪨🤔 #BrightMedia #Archaeology #AncientHistory #HohleFels #PrehistoricLife
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
355 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)