په زړه پوري کیسه :یوه ورځ عمر رضی الله عنه پر لار روان وو چې ګوري یو غلام ناست دی ! او غلام ته نږدې یو سپی هم پروت دی . غلام د خورما سره ګوله خولې ته کړه ، بیرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځله . عمر رضی الله عنه ورته وویل : دا سپی ستا دی ، حبشي ځواب ورکړ چې نه زما نه دی .ده ورته وویل : نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه ګوله راوویستله او سپي ته دې ورکړه ؟ حبشي غلام ځواب ورکړ چې د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې زه یې خورم او سپی راته ګوري . عمر رض ... ورته وویل چې ته آزاد یې او که غلام ؟حبشي ورته وویل چې زه د بني غاضرة غلام یم . عمر رض ... هغوي ته ورغئ او پوښتنه یې وکړه چې دا غلام د چا دی ؟ د غلام مالک ورته وویل چې دا زما دی . عمر رض ... ورته وویل چې دا پر ما خرڅ کړه ! هغه ورته وویل چې بس ستا سو . عمر رض ... ځواب ورکړ چې نه په خدای مې دې قسم وي چې یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي . بیا ېې غلام په پیسو واخیست . او ویې ویل چې تاسې شاهدان ګرځوم چې دی د الله ﷻ د رضا لپاره آزادوم . حضرت عمر رض ... غلام ته ورغئ او زیری یې ورکړ چې مبارک دی سه الله ﷻ آزادي در نصیب کړه او یوه باغچه ی ورته وښودله چې دا باغچه هم ستا په ملکیت سوه ! حبشي غلام ډیر خوشحاله سو او ویې ویل چې بس نو ددې باغچې ټوله میوه دې د مدینې فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم . عمر رض ... ډیر حیران سو او غلام ته یې وویل چې درته حیران یم ټول دې خیرات کړه ، سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې . غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې له الله ﷻ څخه شرمیږم چې هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل وکړم.!«ــــــــــــــــــ( سبحان الله ❤ )ــــــــــــــــــ»
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
284 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
296 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
478 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)