په یوه سخته جګړه (غزوه) کې، حضرت علي (رض) له یوه ډېر تکړه او قوي دښمن سره مخ شو. دواړو په مړانه جګړه وکړه، خو په پای کې د الله شیر (حضرت علي) پر خپل دښمن برلاسی شو. حضرت علي (رض) هغه په ځمکه راواچاو او پر سینه یې ور کښیناست. کله چې یې خپله توره پورته کړه ترڅو د هغه سر پرې کړي او کار یې تمام کړي، نو په دې وخت کې دښمن یو ډیر بد کار وکړ. دښمن چې مرګ ته نږدې و، د ډېرې کرکې او غوسې له امله یې د حضرت علي (رض) په مبارک مخ لړی (توف) ور تو کړې. هر څوک چې په داسې حالت کې وای، نو خامخا به یې غوسه نوره هم زیاته شوې وای او سمدستي به یې دښمن وژلی وای. خو حضرت علي (رض) یو ډیر عجیب کار وکړ. هغه سمدستي خپله توره ښکته کړه، د دښمن له سینې پورته شو او هغه یې خوشې کړ. هغه ورته وویل: "پاڅیږه او لاړ شه!" دښمن چې سخت حیران و، په لړزیدلي غږ یې وپوښتل: "ای علي! تا زه په ځمکه را اچولی وم، ما ماتې خوړلې وه او زما ژوند ستا په لاس کې و. بیا ما ستا سپکاوی وکړ او پر مخ مې درته لړی تو کړې، نو تا ولې زه ونه وژلم او خوشې دې کړم؟" حضرت علي (رض) په ډیر اطمینان ځواب ورکړ: > "ما له تا سره د الله (ج) د رضا لپاره جګړه کوله، نه د خپل ځان لپاره. کله چې ما غوښتل تا ووژنم، زما نیت پاک و. خو کله چې تا زما په مخ لړی تو کړې، زه په غوسه شوم. که ما په هغه شیبه کې تا وژلی وای، نو دا وژل به د الله لپاره نه، بلکې زما د شخصي غوسې او انتقام لپاره وای. زه نه غواړم چې د خپل نفس د خوشحالولو لپاره څوک ووژنم، ځکه نو ته مې خوشې کړې." د دې لوړ اخلاق او پاک نیت په لیدلو سره، د دښمن زړه دومره نرم شو چې هماغه شیبه یې اسلام قبول کړ.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)