په ۱۹۴۳ م میلادي کال کې، هانس وېبر د جرمني ۱۹ کلن عسکر وو او د ختیځې جبهې په جګړه کې یې د ورماخت په لیکو کې دنده کوله. یوه ورځ یې په یوه سوځېدلي کور کې یوه کوچنۍ روسۍ نجلۍ ولیده چې ژړل یې.د دې کیسې له مخي، عسکرو ته امر سوی وو چي هېڅوک ژوندی پرېنږدي. خو هانس هغه ماشومه راواخیسته، په خپل بکس کې یې پټه کړه او درې ورځي یې د جګړې په منځ کې د خپل خوراک له شیدو سره، چي غلیظي شیدې وې، ماشومه ساتله.وروسته هانس له خپل پوځي یونټ څخه جلا سو او وتښتېد. بیا یې ماشومه یوې روسۍ کلیوالې ښځي ته وسپارله او په ماته ګوډه روسي ژبه یې یوازي یوه کلمه ورته وویل: «مور.»هانس د عسکري دندې څخه د تېښتې له امله ونیول سو او یوه تنبیهي پوځي یونټ ته ولېږل سو؛ هلته یې د ژوندي پاته کېدو چانس ډېر کم وو. خو هغه له جګړې ژوندی راووت، البته یوه پښه یې له لاسه ورکړه.په ۱۹۶۵ کال کې، د روسیې څخه د هغه کلي ته، چي په بایرن کې وو، یو لیک ورسېد. لیک د هماغې نجلۍ له خوا وو، چي اوس ۲۲ کلنه سوې وه او په پوهنتون کې یې زده کړې کولې. ویل کېدل چي هغې لس کاله د هغه جرمني عسکر په لټه کې تېر کړي وو چي د هغې ژوند یې ژغورلی وو.په لیک کې یې لیکلي وو:«زما روسۍ مور راته وویل چي یوه جرمني هلک، چي مهربانه سترګي یې درلودې، زما ژوند یې وژغوره. ته زما دوهم پلار یې.»ویل کېږي هانس ټوله ورځ ژړل. هغه وخت چي ده د دښمن د هېواد یوه کوچنۍ ماشومه ژغورلې وه، خلکو ورته «خاین» ویلی وو؛ خو هماغې ماشومې کلونه وروسته هغه خپل پلار باله.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
188 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)