په ۱۹۸۹ کال کې د دغه ایټالوي پخواني ښوونکي د کښتۍ انجن د ایټالیا يوې ټاپو ته نږدې خراب شو، دا یوه کوچنی ټاپو ده چې د سارډينيا او کورسيکا ترمنځ موقعیت لري. کله چې هغه ساحل ته ورسيد ويې ليدل چې ټاپو کې څوک نشته او هلته يې د اوسيدو پريکړه وکړه، خپله کښتۍ يې وپلورله او له هغې وروسته هغه ۳۳ کاله په خپله خوښه په بشپړ یواځیتوب کې پدې ټاپو کې ژوند وکړ. هغه یو ځل ویلي وو چې داسې ټولنې ته بېرته ستنېدل چې انسانیت ته درناوی نه کوي او ورسره ناوړه چلند کوي د ده لپاره ډېره دردونکې ده. جيوګرافيک ټلويزيون د هغه کیسه خپره کړې وه او یادونه یې کړې وه چې ساینسپوهانو له ډېر پخوا راهیسې باور درلود چې یواځیتوب د انسان د خلاقیت، ژور فکر او ذهني روښانتیا سبب کېدای شي. کله چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له امله نړۍ قرنطین شوه ددې سړي په ژوند کې هېڅ ځانګړی بدلون رانغی او هماغسې يې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړ. خو په ۲۰۲۲ کال کې چارواکو هغه اړ کړ چې ټاپو پرېږدي ځکه ټاپو د ملي خوندي پارک په توګه ثبت شوه له ۳۳ کلونو یواځیتوب وروسته بېرته ټولنې ته ستنېدل د هغه پر روح او احساساتو ژور اغېز وکړ. هغه په ۲۰۲۵ کال کې یعنې د ټاپو له پرېښودو یواځې درې کاله وروسته وفات شو. ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
2 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې (Halima Cissé) په ۲۰۲۱ کال کې د یوه داسې زېږون له امله د نړۍ پام ځانته واړاوه چې په...
ریس خادیم
55 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د اسټرالیا اوسېدونکې
د اسټرالیا اوسېدونکې بروک اتکنز (Brooke Atkins) هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوه، چې د خپل کوچني...
ریس خادیم
56 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)