oiuytrew
ریس خادیم

په 1993م کال کي امـ.ـریکا هڅه وکړه

184 لیدنې 14 رایې
3.6 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 17 Sep 2026

په 1993م کال کي امـ.ـریکا هڅه وکړه چي په سـ.ـومالیا کي یو ځانګړی پوځي‌عملیات ترسره کړي، دا عملیات کټ‌مټ داسي عملیات وه لکه څه وخت دمخه چي امـ.ـریکا د ویـنزویلا هيواد ولسمشر (نیـ.ـکولاس مادورو) پر ضد چي تر سره کړه، مادورو یي د یوه ساعت وخت په جریان کي ونیوۍ، په سر یي کڅوړه ور واغوستل او د ځان سره یي بوتلۍ.خو، د هغه وخت عــملیات ډیر درانه ورتـه تمـام سوه؛ هغه وخـت د عملیـاتو موخه دا وه چـي د ډلټـا ځـواک (Delta Force) په وسیله د هغه وخت د سـ.ـومالیا مهم مشر محمد فـ.ـرح عـ.ـيديد، ونیول سي.د امـ.ـریکا ولسمشر بـ.ـېل‌کلینټن پیـ.ـنټاګون ته د عيديد د نیولو امر وکړ، د همدې امله د امـ.ـریکا د ځانګړو‌ ځواکونو یوه ګډه ډله جوړه او سـ.ـومالیا ته ولېږل سوه؛ په دې ډله کي هوايي‌ځواک او سمندري‌ بیلابیل ځواکونه شامل وه، د رېنجر ځواکونو د «برافو» کمپنۍ، د 75م رېنجر رجمنټ د درېیم کنډک «سي» سکواډرون، د 160م ځانګړو هوايي عملیاتو رجمنټ چورلکې، د هوايي جګړې د څار ځواکونه، د هوايي‌ځواک ژغورونکي او د «ناوي سیلز» ځواکونه هم پکښي شامل وه؛ ددې ګډو ځانګړو عملیاتو مشري تورن‌جنرال ویلیم‌ګاریسن کوله، خو د عملیاتو اصلي دنده د امـ.ـریکا د پوځ یوې ډېري تکړه ځانګړې قطعې ته سپارل سوې وه، چي د «ډیلټا ځواک» په نوم پېژندل کېدل او د دوی دنده د محمد فـ.ـرح عـ.ـيديد نیول وه.د برید دپاره 19 الوتکې، 12موټرونه، چي 9 یې هاموې ټانګان وه او 160 سـ.ـرتېري وه، ټاکل سوې وه چي عملیات به یوازي یو ساعت وخت نیسي، خو د متحد سومالي‌کانګرس پوځي‌ځواکونه، چي مشري یې محمد فرح عـ.ـيديد کوله له مخکي لا ددې برید دپاره تیار وه؛ که څه هم وسلې یې د امـ.ـریکایانو په پرتله کمزورې وې.سـ.ـومالیایي جنګیالیو د ساده راکټونو په وسیله دوې «بلیک هاک» چورلکې راوغورځولې او درې نوري یې هم زیانمني کړې، په جګړه کي 18 امـ.ـریکایي سرتېـ.ـري ووژل سول، د یوې چورلکي پیلوټ هم اسیر سو او د 73 څخه ډېر نور سـ.ـرتېري ټپیان سول.ژوندي پاته او ټپي امـ.ـریکايي سرتېري وتوانېدل چي هغه مرکز ته ځانونه ورسوي چي امـ.ـریکايي ځواکونه پکښي ځای پر ځای وه، خو یو شمېر نور سـ.ـرتېري د چورلکو د لوېدو ځایونو ته نږدې پاته سول او د خپلو ځواکونو څخه جلا او محاصره سول؛ وروسته سخته جګړه پیل سوه چي ټوله شپه یې دوام وکړ، سـ.ـومالیایي جنګیالیو امـ.ـریکايي سرتېري د هرې خوا محاصره کړي وه. په دا سبا سهار وختي د محاصره سوو امـ.ـریکايي سرتېرو د ژغورلو دپاره یوه ګډه ډله ورولېږل سوه، په دې ډله کي د پاکـ.ـستان پوځیان وه، د سلو څخه ډېر موټرونه ورسره وه، چي د پاکـ.ـستان «M48» ټانګان هم وه.د ژغورنې ډله د لومړۍ چورلکي د لوېدو ځای ته ورسېده او یو شمېر ژوندي پاته امـ.ـریکایان یې وژغورل، خو د جګړې په یوه برخه کي سـ.ـومالیایي جنګیالیو د امـ.ـریکا د ژغورني ځواک، چي د لسمې غرنۍ فرقې سـ.ـرتېري وه، هم محاصره کړه، امـ.ـریکايي سـ.ـرتېري په یوه بازار کي د سختو مرمیو لاندي راغلل او نږدې وه چي ټول له‌منځه ولاړ سي؛ خو د پاکـ.ـستان پوځ ورسره مرسته وکړه او د هغوی محاصره یې ماته کړه ــ یعني پاکـ.ـستاني ځواکونه د امـ.ـریکایانو د ژغورلو سبب سوه؛ کنې ټول امـ.ـریکایان یي ښه د دوي په خپلو غولو اوبه کول، په دې وخت کي سومالیایي جنګیالیو د دویمي چورلکي د لوېدو ځای هم ونیوۍ.د «ډیلټا ځواک» دوه نښه ویشتونکي، ګېري ګورډن او رینډي شوګارټ، په خپله خوښه هلته پاته سول، ترڅو د سـ.ـومالیایانو مخه ونیسي او تر هغه وخته مقاومت وکړي چي مځکني‌ځواکونه ور ورسېږي، خو په پای کي دواړه د سـ.ـومالیایانو له‌خوا ووژل سول.په هغه ځای کي یوازینی ژوندی‌پاته امـ.ـریکايي، د چورلکي پیلوټ مایکل ډیورنټ اسیر سو، دوې ورځي وروسته یو بل امـ.ـریکايي سرتېری، مت ریرسن، چي د «ډیلټا ځواک» لوړپوړی پوځی وو، د سومالیایي جنګیالیو د هاوان په برید کي ووژل سو.دا پېښي د «موګادیشیو جګړې» په نوم یادېږي، چي وروسته د تور باز سقوط (Black Hawk Down) په نوم هم مشهوره سوه، جګړه د 1993 م کال د اکتوبر پر 3مه او 4مه د سـ.ـومالیا په پلازمېنه موګاډیشیو کي وسوه.د امـ.ـریکا عملیات په بشپړه توګه ناکام سول، امـ.ـریکايي سـ.ـرتېري د موګادیشیو په کوڅو کي راکش کړل سول، دې صحنې په ټوله نړۍ کي د امـ.ـریکا پر حیثیت ډېر بده اغېزه وکړه او عملیات په یوې لويي پوځي او سیاسي رسوایۍ بدل سول، له هغه وروسته واشیـ.ـنګټن بیا په سـ.ـومالیا کي ددې په رکم د مستقیمي پوځي مداخلې جرئت ونه کۍ.جنرال محمد فـ.ـرح عيـ.ـديد د سومالیا یو مشهور مشر وو، هغه په زړورتیا د خپلو ځواکونو مشري وکړه او د موګاډیـشیو په زړه کي یې د امـ.ـریکا پر وړاندي مقاومت وکړ، هغه امـ.ـریکا ته له هېواده بهر له تر ټولو درنو ماتو څخه یوه ورکړه او د خپل هېواد او خپل عزت دپاره یې جګړه وکړه.نوټ: که چیري د فلمونو کتلو شوق لرئ، نو د (Black Hawk is Down) او (Delta Force) په نوم فلمونه وګورئ.سرچینه: Mark Bowden, Black Hawk Down: A Story of Modern War, 1999.. . . .

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (14)

14 ټولې رایې

5★
4
4★
3
3★
4
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan