؟ کومه بڼه یې سمه او کره ده؟کله چې زدکړیال وم، نو ډېر شمېر زدکړیالانو په خپلو خبرو او لیک کې دغه کلمه غلطه تلفظ کوله، زدکړیالان لا څه، هین د ځینو پوهنځیو له استاذانو نه مې هم د دې کلمې ناسمه کارؤنه لیدلې او اورېدلې ده. دغه کلمه (پوهنځی) د نارینه نومونو له ډلې دی او په نرمه (ی) پای ته رسېږي (ډېری نرینه نومونه په نرمې یا پای ته رسېږي، لکه: زلمی، سړی، توریالی، پوهنځی، روزنځای او...) نو په ښځینه (ۍ) یې لیکل ناسم کار دی؛ ځکه ښځینه نومونه په دغې (ۍ) پای مومي، لکه: هوسۍ، انجلۍ، پېکۍ، رسۍ او... پایله دا چې د دې کلمې د «پوهنځی» بڼه سمه او کره ده او د «پوهنځۍ» یې ناسمه او ناکره ده.د لا روښانتیا لپاره به څو بېلګې جوړې کړو: ـ زرکه د ادبیاتو پوهنځي زدکړیاله ده. ـ احمده! علي له کوم پوهنځي فارغ دی؟ ـ هغه زموږ پوهنځی دی. ـ طب مې د خوښې پوهنځی دی.#موضوع خو به ښه تشریح شوې وي!؟
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
13 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
20 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
19 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)