oiuytrew
حسیب الله

پښتانه اوقیس عبدالرشید

56 لیدنې 11 رایې
3.9 (11)
حسیب الله
حسیب الله 03 Sep 2026

: پښتانه او قیس عبدالرشید ؟ حضرت خالد رضی الله تعالی عنه بن ولید رسول الله صلى الله عليه وسلم د بن اسرائیلو یوې قبلې ته د اسلام د دعوة او جهاد لپاره ولیږه ، چې د دې دعوة په نتیجه کې د دې قبلې ډیری غړو اسلام راوړ ، حضرت خالد ابن ولید ددې قبلې یو مشر چې قیس نومیده ، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوست ، پیغمبر صلى الله عليه وسلم له لیدو او ملاقات وروسته نوی نوم پرې عبدالرشید کیښود ، او دا سړی یې دهمدې قبیلې مشر وټاکه . څه موده وروسته حضرت خالد رضی الله عنه خپله لور همدې صحابي قیس ته چې نوی نوم یې عبدالرشید وو په نکاح ورکړه ، چې د قیس له دې میرمنې پیدا شوی اولاده د پښتنو د یوې قبیلې بنکش )بنګښ( چې اکثره یې په کوزه پښتونخوا کې اوسي نیکونه راځي . یعنې دا پښتانه د حضرت خالد رضی الله عنه د لور لمسیان راځي . او بل دا چې پښتانه بني اسرئیل دي او کنه .؟ علماء وایي چې پښتانه بني اسرائیل دي . د بني اسرائیلو په یادیدو سره متبادر زمونږ ذهن ته نني یهودان چاچې اقصی قبضه کړې راځي . اسرائیل د حضرت یعقوب علیه السلام نوم یا لقب وو ، د یعقوب علیه السلام دولس اولادونه وو ، دوئ او د دوۍ اولادې ته بني اسرائیل د کنیت په خاطر ویل کیږي ، ځکه دوئ د اسرائیل اولاده ده . لکه نن سبا چې د افغانستان د بعضو قومونو نسبت خپلو اجدادو ته کیږي ، لکه احمدزی احمد بابا ته ، ستانیکزی ستانه بابا ته . د یعقوب علیه السلام د یو زوی نوم بنیامین وو ، چې د بنیامین یو زوی طالوت نومیده طالوت د الله جل جلاله پیغمبر ، )چې په قرانکریم کې یې هم تذکره شوې ( ډیر غیرتي مجاهد او حلیم انسان وو . چې د عمالقه د مشهور جهاد مشري یې په غاړه لره . د طالوت قوم هم بني اسراییل وو ، د ملیونو یهودو نه یوازې ۸۰۰۰ کسان جهاد ته راووتل ، بیا د هغې ویالې په ازمویښت کې یوازې ۳۱۳ سوچه مسلمانان ووتل چه په الله پاک یې توکل وه ، نو کله چه دواړه لښکر سره یو ځای شول نو د عمالقاوو د لښکر مشر جالوت چه له سر نه تر پښو پورې په زغره پوښل شوی وه د مبارزې لپاره میدان ته راووت او د طالوت د لښکر څخه یې د مقابلې غوښتنه وکړه خو چا یې مخه ونه لیده بالاخره طالوت اعلان وکړ چه څوک دده مقابلې ته وروړاندې شي زه خپله لور هغه ته په نکاح کوم او زما نه وروسته پاچاهي به هم دده وي ، نو د لښکر څخه یو تنکی ځوان چه ۱۵ کاله عمر یې لرلو د جالوت مقابلې ته ور ووتلو جالوت : اې هلکه ته څوک یې ؟ ته کوچنی ماشوم یې زه نه غواړم چه تا ووژنم ! هلک : مګر زه غواړم چه تا ووژنم ، پوهیږی چه دا هلک څوک وه ؟دا هلک سید ونبینا حضرت داؤد علیه السلام وه ، داؤد علیه السلام د مچنوغې په ویشتلو کې سخت مهارت لرلو نو یې په مچنوغه یا مچلوغه کې ۳ کاڼي کیښودل او جالوت یې په سر وویشت او هملته په ځمکه را ولویدلو او مړشو ، پدې وخت کې د جالوت په لښکر کې ماته ګډه شوه او د نورو مجاهدینو هم پر لښکر هجوم وروړ او د جالوت لښکر چه په زرګونو کسان وو مات شو ، دا قیصه ډیره اوږده چې دلته یې تذکره خبر ډیره اوږدوي ، که څوک غواړي چې یاده قصه ولولي د سورة البقر 250 ایات تفسیر ته دې مراجعه وکړي . د همدې طالوت علیه السلام له زامنو یو زوی افغانا نومیده چې د قوي عزم ، کلک او لوړې حوصلې خاوند وو ، چې نني افغانان د همدې افغانا اولاده ده . نو پښتانه اصلً بني اسرائیل یعنې د حضرت یعقوب ابن اسحاق ابن ابراهیم علیهم السلام اولاده ده ، چې په بني اسرائیلو کې پښتانه بیا بني طالوت دي . نو پښتنو ته ښه دا ده چې د بنی اسرائیلو پر ځای بني طالوت وویل شي . او که چا پښتنو ته بنو اسرائیل ویل هم بده مه پرې منئ ، بني اسرائیل معنې بني یعقوب .

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (11)

11 ټولې رایې

5★
4
4★
4
3★
1
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan