پینځلسمه برخه!په بیړه مې دروازې ته وکتل، مور وه. زه او هیله لکه بې ساه جسدونه، هک حیران شوو، په ځای مېخ پاتې شوو. مور مې ځان ونه پوهوۀ، بېرته وګرځېده. څو شېبې همداسې بې حرکته چوپ ناست وو، یوه بل ته مو حیران، حیران کتل او زړه مې بې واره ټوپونه وهل. هیلې چوپتیا ماته کړۀ: اوس یې هسې هم ولیدو، هله تصویر اخلو، زه ځم. په خندا مې ورته ووې، مور هېڅ نه وایي، چورت مه خرابوۀ، تصویر مې ورسره واخیست، هغه له ځایه پورته شوه. له لاس مې راونیوۀ، ورته مې ووې: هیلووو له مانه ماځۀ! راټیټه شوه، په تندي یې ښکل کړم، بیا یې راته ووې: لېونیه، همدلته یم له تانه هېچېرته نه ځم. بیا، بیا به راځم. اوس دې بلې کوټې ته اوړم. سمه ده مې وویل. هغې زیاته کړۀ: رخصت نه سره اخلو، ځکه خدای پاماني هغه څوګ کوي، چې سره بېلیږي، په ما او تا دې خدای داسې حالت نه راولي. اللهم امین مې وکړل، هغه روانه شوه، له دروازې یې په شا راوکتل، سترګه یې راته ووهلۀ، ټول وجود مې لکه برق چې نیولی وي، بیا یې لاس وخورۀ لاړه. ساعت او ګوتمې ته مې وکتل، بیا مې له ځان سره وویل: دا ماته هیلووو راکړي، تر مرګه به یې ساتم. د هیلې په اړه د خیالونو دنیاګۍ ته ننواتم، دا هر څه مې لکه د یوه فلم په ذهن کې راتېرېدل او سترګو ته مې کېدل. په زړه کې مې یو ډول پټه خوښي احساسوله، دا مې د ژوند تر ټولو ښکلي ورځ وه، لکه یو خوب چې مې ریښتیا شوی وي. شېبه وروسته مې په ذهن کې راوګرځېدل، چې زه هم باید هیلې ته یو څه واخلم. په بیړه له ځایه پورته شوم، ښار ته راووتم. د بنجاره شیانو مارکېټ ته راغلم، دا چې د جمعې ورځ وه؛ نو اکثریت هټۍ (دوکانونه) تړلي وو، یو څه خلاص وو. له هغوی مې ښځینه ساعت، غوږوالۍ او یوه غاړه واخیسته، بیا مې په یوه کاغذي پاکټ کې بند کړل؛ خو وروسته مې ذهن ته راغلل، چې باید راغلو ترورلوڼو ته یې هم یو څه واخلم. هغوی ته مې هم لږ څه واخیستل او کور ته راغلم. مور ته مې غږ کړ، چې کوټې ته راشي. پوهېدم، چې زه او هیله یې لیدلي یو؛ نو مې ورته ووې: مورکې، دغه جینۍ د ډاکټرۍ درس وایي، زه له پوهنتون څخه ورسره پېژنم. بیا مې خبره وغځوله: مورکۍ، ماته به همدغه کوې، هغه او زه سره ملګري یو. مور مې وویل: زویه، ما چې ولیدۀ؛ نو زړه مې پرې خوږ شو، چې راکوي یې، له دې ښه خبره چېرته شته. نن یې ټول کارونه راته وکړل. شیان مې راواخیستل، مور ته مې ورکړل او ورته مې وویل: مورې، دغه شیان مې دغه جینکو ته اخیستي دي؛ خو دغه خړ پاکټ به هماغه یوې ته ورکړې. ځان ورته وښیۀ، چې ما درته اخیستي دي او ورته ووایۀ: هیله لږ له لرې څخه راغلې ده، ډېر څه مې باید ورته اخیستی وای؛ خو بل وخت یې ښه برخه کوم. ویې خندل او بیا یې راته ووې: هغې ته دې څه شی اخیستي دي؟ ورته مې وویل: دومره څه شی نه دي؛ خو هغه به ورته خوشاله شي. مور مې وویل: ما بنګړي او یو کمیس ایښي دي، هغه به هم دسمال کې ورته وتړم. هغه دې خپل کار دی مې ووې. مور مې له ځایه پورته شوۀ، شیان یې د کټ لاندې کيښودل او بیا یې په تلو کې ووې: زه اوس له هغوی سره کېنم، چې کله ځي؛ نو شیان به ورکړم. سمه ده مې وکړل، موبایل ته مې د سلیم زنګ راغی. اوکې مې کړ، سلام جوړ پخیر مو وکړل، هغه پوښتنه وکړۀ، چې چېرته یې؟ ورته مې ووې، کور کې یم نور به چېرته لاړم شم. هغه وویل: نوي جوړ شوي پارک ته راځۀ، زه هم لاره کې یم. دا چې اول مې ورته ویلي و، کور کې یم، هېڅ نه کوم؛ نو د بهانې ځای نه وه پاتې، سمه ده مې وکړل او اړیکه مو پرېکړۀ. له هیلې څخه مې زړه نه کېده؛ خو ځان مې برابر کړ، لږ وروسته پارک ته روان شوم. هلته چې ورسیدم؛ نو سلیم وړاندې رارسیدلی وه. دواړه په پارک کې د کرکټ لوبغالي سره نږدې پر سیمنټي چوکیو کې لمر ته کېناستو او چای مو راوغوښت. پوښتنه مو سره وکړۀ، هغه وویل: دا ښار ته خو دې لا وختي راغلي وای، کلی دې بیخي هېر کړ. ورته مې ووې: هره ورځ تر ماښامه کار کې وم، نن د جمعې ورځ رخصت وم، دا اوس چې له کور راتلم هم مېلمانه وو. تر مزدیګره په پارک کې سره ناست وو، ډېرې کیسې مو وکړې. سلیم ویل، چې کلي ته به راسره ځې او ما هغه پاتې کاوۀ؛ خو دواړه خپلو کورونو ته لاړو. دروازې ته چې نږدې شوم؛ نو هیله دوی راباندې راووتل، یوې خواته ودارېدم. هغوی روان شول، دا چې څادرۍ یې په سر وې، معلومېدې نه؛ خو یوه چې له ټولو وروسته روانه وه، په شا یې مخ راړوۀ ؛ زه هم ښه شېبه ورته ولاړ وم او ورکتل مې، هغوی چې د کور په دروازه ننواتل؛ نو زه هم کور ته راننواتم. ماښام ناوخت وه، مشر ورور هم راغی او کوچنی ورور مې په کلي کې پاتې وه. لږ وروسته مې مور ډوډۍ تیاره کړۀ. مشر ورور مې په خندا وویل: زه چې نه وم، داسې خرچې کوئ. سبزي، وريژې، قورمه او مېوه پرې دې پاسۀ. مور مې ورته ووې: ګاونډیان مو راغلي وو، بې حده ښه خلک دي. دومره اخلاقي او د کار جینکۍ دي، چې کیسه یې مه کوۀ، تعلیم یې هم کړی دی. تر ډېره مې مور د هغوی صفتونه کول. بیا ما ورته وویل: مورې، تاته یې کارونه کړي دي، ځکه یې داسې صفتونه کوې. مور مې وویل: نه زویه، له خوی او ناستې پاستې هم معلومیږي، چې زه به کار ته جېګه شوم؛ نو په زور به یې کېنولم. هغه بله ډاکټره تروزۍ یې چې راغلې وه، دغه ډوډۍ هر څه هغې پخه کړي. مشر ورور مې ووې: مورې، بس ستا کار جوړ شو، داسې ګاونډیان خدای درکړل، چې ټول کارونه درته کوي؛ خو داسې نه وي، چې څو ورځې وروسته مو په سرونو کې سره نیولي. مور مې ورته وویل: زویه، خدای د نه کوي، هغوی داسې خلک نه دي او بیا یې خبره وغځوله: دا ډاکټره خو که راکړي؛ نو الهام زوی ته یې کومه. مشر ورور مې په خندا وویل: تا خو هغه بله ورځ د ګاونډیانو نرسې صفت کولو او نه بیا ډاکټره شوه، چې سبا کومه بله ووینې؛ نو هغه به یادوې او چې ستا خوښه شوه؛ نو درکوي به یې!؟ زه یې په خبرو کې ورلوېدم، ورته مې ووې: د مور هره ښه جینکۍ خوښیږي. مور مې وویل: ماته ډاکټرې خپله ووې، چې پلار ته وایم، تاسو ته مې درکړي. په خندا مې وویل: مورې، تا به ورته ویلي وي، چې خوښه شوي مې یې، ځکه یې دا خبره درته کړي ده. هو یې وکړل، بیا یې پتنوس راکش کړ، قابونه او غوري مو پکې کیښودل او نغري ته مې یووړل. مور راغږ کړ: زویه، اوبه به جوش وي، ترموز پاس په تخچه کې ايښی چای هم درسره راوړۀ. سمه ده مې وویل، د چاینک څخه مې سر پورته کړ، اوبو غوټې وهلې، په ترموز کې مې وچ چای واچوۀ، د چاینک لاستی تور او ګرم وه؛ نو په دسمال کې مې ونیوه، ترموز مې ترې ډک کړ او کوټې ته راغلم. په چای څښلو مو تر ډېره کیسې وکړې، بیا مې مور وویل: زه لمونځ کوم، د خوب راباندې زور دی، ویده کېږم. زه هم له ځایه پورته شوم، د څنګ کوټې ته لاړم. لمونځ مې وکړ او کټ ته پورته شوم. سترګې مې پټ کړې، هیله مې ذهن ته راغلۀ، چې غرمه مې دلته څنګ ته ناسته وه، بیا مې ساعت او ګوتمې ته وکتل. هغه خبره مې یې څو ځلې له ځان سره تکرار کړۀ" لېوانیه، زه هېچرته نه ځم، له تا سره به وم بیا، بیا به راځم" د ورځې ټولې کیسې او صحنې مې لکه د فلم غوندې سترګو ته کېدې. وټساپ مې خلاص کړ، چې د هیلې پوښتنه کړم، تر څو خپه شوي نه وي. د موبایل ډېټا چې مې خلاصه کړۀ؛ نو د هغې مسېج راغلی وه، لیکلي یې وو: له ډوډۍ وروسته چېرته ورک شوې؟ موږ چې راتلوو؛ نو ولې راته ولاړ وې؟ په بیړه مې ځواب ورکړ: یو دې ورور غوندې ملګری مې له کلي راغلی وه، هغه زنګ وکړ، پارک ته ورغلم او بیا مې زیاته کړه: تا هم شاته راکتل؛ نو ولې به نه دارېدم. هغه افلاین وه، ښه شېبه وروسته یې مسېج راغی: الهامووو مور خو دې ولیدو، تاته به یې څه ویلي نه وي؟ ورته مې ولیکل: داسې غوسه وه، راته یې ووې، چې بل وخت رانشي، کنه نو زه به یې خوښه شم. د حیرانتیا سټکر راولیږۀ او بیا یې داسې ولیکل: مور خو دې هېڅ داسې نه معلومېده، چې غوسه کیږي به، اوس به څه کوو، ما خو په زړه کې پاچاهي جوړه کړي وه، چې هره جمعه به درځم؟ ځوابي مسېج مې ورولیږۀ: مور مې چې څومره ارامه ده؛ نو همدومره غوسه ناکه هم ده، زه یې سم بې عزته کړم. څو پرلپسې مسېجونه یې وکړل لیکلي وو: دا څه لانجه شوه، اوس نو خبره په ریښتیا سخته شوه؛ خو تا به کومه بهانه ورته کړي وه هغې نور څه رالیکل، چې ما ژر ځواب ورکړ: هسې ټوکې کوم، د مور مې هم ډېره خوښه شوي وې، ویل یې: هغه ډاکټره بیخي ښه جینۍ وه، هر څه هغې راته پخه کړل. مشر ورور ته مې یې وویل: که راکوي یې؛ نو الهامه ته یې کوم. هغې د غوسې له سټکر سره ولیکل: کنه خپل عادت دې وکړ، دروغ دې راته وویل؛ خو زه به دې هم خوښه شم او بیا یې زیاته کړۀ: اې، زه د ترور لوڼو ته ورځم، بیا درسره چټ نشم کولای اوس ښکلي او ارامه شپه ولرې. ما هم ښه شپه ولیکل، وټساپ مې بند کړ او موبایل مې سر ته کيښود. هماغه ځای کې ویده شوی وم، چې زنګ راغی، سترګې مې په سوک وسولولې او موبایل مې اوکې کړ: د نرسې غږ راغی، په بیړه یې وویل: ستا په کوټه کې مې د کونج توشکې سره لاندې څه شی ایښي، هغه بیا واخله او نور یې اړیکه پرې کړۀ. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)