پېغله وایي: کشکي واده سم!وايي: د جبريل علیه السلام څخه پوښتنه وسوه چي ایا ته خاندې؟ جبریل وویل: هو ! ویل : کله؟ ده وویل : انسان د خپل پیدایښت له ورځي بیا د مرګ تر وخته په داسي شي پسي ګرځي چي هغه شی په دنیا کي نه دی پیدا سوی. پوښتنه کوونکی په تعجب کي سو او وې ویل : هغه شی څه شي دی، چي انسان پسي ګرځي او هغه په دنیا کي نه دی پیدا سوی؟! جبريل علیه السلام وویل : راحت، ارامتیا او بې غمي؛ الله جل جلاله په دنیا کي راحت نه دی پیدا کړی بلکي هغه یې په اخرت کي پیدا کړی دی خو انسان همېشه په دې دنیا کي په راحت پسي ګرځي.ماشوم وایي: کله به لوی سم؟! ځوان وایي: کشکي بیرته ماشوم کېدلای سوای! سپین ږیری وایي: کشکي مي بیرته د یوې ورځي لپاره ځواني راوګرځي! واده سوې ښځه وایي: کشکي پېغله وای! پېغله بیا وایي: کشکي واده سم! هغه څوک چي اولاد نه لري، وایي: کشکي مي یو ماشوم درلودلای! او هغه چي بیا د خپلو اولادونو د شرنو څخه په تکلیف دي، وایي: کشکي مي اولادونه نه وای زېږولي! هغه څوک چي د یوې ښځي سره یې واده کړی وي، د راحت حاصلولو لپاره په بله ښځه پسي ګرځي، مقصد دا چي ټول انسانان راحت غواړي، حال دا چي په دې دنیا کي راحت نسته نو پر موږ دا لازمه ده چي په هغه څه سره قناعت وکړو چي الله جل جلاله راته لیکلي دي او د هغو نعمتونو شکر اداء کړو چي موږ ته را کړل سوي دي او په دې باید پوه سو چي زموږ راحت د الله جل جلاله په عبادت کولو کي دی ځکه چي په آخرت کي به ارام او په راحت یو.!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)