د مریم د تګ خبر د فرید ذهن ګډوډ کړی و. هغه ټوله شپه ویښ و، د هغې خبرې یې بیا بیا په ذهن کې ګرځېدې.بله ورځ یې پریکړه وکړه چې له مریم سره په تفصیل خبرې وکړي.کله چې کتابتون ته ورسېد، مریم هلته ناسته وه، خو دا ځل یې سترګې له اوښکو ډکې ښکارېدې.فرید ورو ورنږدې شو او ویې ویل:"مریم، زه احساس کوم چې ته له ما یو څه پټوې."مریم څو شېبې چوپه پاتې شوه. بیا یې سر ټیټ کړ او ورو یې وویل:"هو، یو حقیقت شته... او زه نه پوهېږم څنګه یې درته ووایم."فرید په اندېښنه ورته کتل.مریم وویل:"زما پلار له ډېر وخته راهیسې ناروغ دی. ډاکټرانو ویلي چې باید بل ښار ته لاړ شو، ځکه هلته یې درملنه ممکنه ده."فرید د هغې خبرې واورېدې او زړه یې درد وکړ."ولې دې مخکې راته ونه ویل؟"مریم په غمجنه موسکا وویل:"ځکه نه مې غوښتل چې ته هم زما له غمونو سره غمجن شې."دواړه څو شېبې چوپ پاتې شول.د ماښام پر مهال، کله چې مریم د تګ لپاره پورته شوه، یو سپین موټر د کتابتون مخې ته ودرېد.له موټره یو ځوان راکوز شو او نېغ د مریم خواته ورغی.فرید حیران شو.هغه ځوان مریم ته وویل:"موږ باید ژر لاړ شو."مریم سر وخوځاوه.خو تر ټولو ستره حیرانتیا هغه وخت وه چې فرید ولیدل، مریم هغه ځوان ته په درناوي او نږدې انداز خبرې کوي.فرید په زړه کې سل پوښتنې لرلې...دا ځوان څوک و؟او د مریم په ژوند کې یې څه ځای درلود؟دوام لري... ❤️
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
277 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
287 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
464 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)