څوارلسمه برخه!سمه ده، مې ولیکل او وټساپ مې بند کړ. زړه مې بې واره ټوپونه وهل. فکر مې هېڅ خپل ځای ته نه راته. بیا، بیا به مې له ځان سره ویل: دا اوس څه کیسه ده؟ فکر مې کاوۀ، چې د خوب په نړۍ کې یم؛ خو چې شا او خوا به مې نظر واچوه او ځان ته به مې وکتل، په حقیقي کې نړۍ وم او دا هر څه ریښتیا وو. د هیلې دغه خبرې مې په ذهن کې تاوېدې راتاوېدې، چې ستاسو کور ته راغلي یم، بیخي دې راونه کتل. سل زړونه مې سره یو کړل او د کور په لور روان شوم؛ خو په دې مې هېڅ سر نه خلاصېده، چې هیله څنګه او له چا سره راغلي ده!؟ کور ته چې دننه شوم، له دروازې سره نږدې هیلې له نالکۍ اوبه اخیستې. زه یې چې ولیدم؛ نو په مخ کې یې له ورایه سورخي ښکاره شوه؛ خو په مسکا یې راته ووې: الهامووو ودې لیدل څنګه راغلم؟ زه داسې وم، لکه ټول خواص مې چې له لاسه ورکړي وي؛ خو په ټول جرات مې په خوله ستړي مشي ورسره وکړل. هغې وویل: کوټۀ ته درځۀ، که موقع مې پیدا کړۀ هلته درځم، کنه نغري ته مخامخ کېنۀ، زه ډوډۍ پخه وم، سره وینو به. ورته مې ووې: هیلووو دا هر څه اوس ریښتیا دي؟ هغې وویل: هو لېونیه، هله نور کوټې ته ځۀ. په لړزېدلي وجود کوټې ته روان شوم، مور مې هم له څنګ کوټې راووتۀ، چې زه یې ولیدم؛ نو یې راته ووې: زویه، چای تیار دی که یې څښې؟ مورې یوه پیاله به وڅښم مې وکړل او کوټې ته ننواتم. شېبه وروسته د مېلمانو سره راغلې کوچنۍ جینۍ پتنوس زما مخې ته کیښود او بېرته لاړه. د کړکۍ خواته په توشکه لمر ته کېناستم او ځان ته مې پیاله ډکه کړۀ، پام مې نه وه د کوټې دروازه خلاصه وه، ما د نغري لور ته کتل، چې نرسه له نورو انجونو سره له کوټې راوواتۀ ژر مې مخ رواړوۀ او په چای څښلو لګیا شوم. نرسه د اوبو نالکۍ خواته راغلۀ او هغه نورې د هیلې څنګ ته لاړې. له ځان سره مې وویل: دا غمازګرې وګورۀ؛ خو قرارې به کوټه کې ناستې وای. ځان مې ناګاره واچوه، چې زما د باندې هېڅ پام نه دی، خپل چای څښم. نرسه بېرته زما د کوټې په لور راغلۀ، چې رانږدې شوه؛ نو د غوټۍ غږ یې وکړ. ور ومې کتل هغه موسکا وه، غوټۍ له نغري ناره کړه، بابو دلته یم، نرسه بېرته تاوو شوه او د هغوی په طرفه لاړه. وپوهېدم، چې اوس نو له هیلووو سره له دې ځایه لیده سخت دي، په کټ کې اوږد وغځېدم، داسې مې احساسوله، چې زړه مې پخپل ځای نه دی، لکه په هوا چې وي. د خیالونو په نړۍ راګرځېدم، چې مور مې کوټې ته راغلۀ. له ځایه راپورته شوم، مورکۍ راته ووې: زویه، اول ځل یې دی، هغه یوه یې له بله ځایه تروزۍ راغلې ده، لږه مېوه به دې راوړي وای، شرم دی. سمه ده، مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: که نور څه شی دې پکار هم راته ووایۀ، چې تیار روان یم. مور مې ووې: نه اوس خو مې څه شی نه دي پکار، بس همدا مېوه راوړۀ. دسمال مې راواخیست او د باندې راووتم. د نږدې دوکانونو پر ځای د مېوو خرڅولو ځانګړي ځای ته پسې لاړم. په څو کراچیو ( لاس ګاډو) وګرځېدم؛ خو مې خوښه نشوه، لږ وروسته د یوه ماشوم سره مېوې خوند راکړ، ترې ومې خیسته او روان شوم. د سرک پورې غاړه دوه ماشومان چې د کاغذونو/ پلاستیکونو بوجۍ ورسره وې، شکېدلي او خیرنې جامې، چاودلي مخونه، یو د بل په اوږو لاسونه اچولي روان وو. له ښکته سپین ټوډی موټر په ډېرې تېزۍ مزل کوۀ. بازاري سپي چې په لاره کې په هډوکي لګیا وه، غاښونه ښکاره کړل او وغرېده. ماشومان ورخطا شول او د سرک دې غاړه یې رامنډه کړۀ. ما نارې کړې، نه مو خوري، موټر دی، یو یې ځای په ځای ودارېدۀ، هغه بل د برېکونو سره د موټر مخکېنۍ برخې ووهه او وړاندې په سرک کې پړمخې وغورځېده. ورمنډه مې کړۀ، چې زه ورسیدم، د څنګ دوکانونو څخه هم خلک راغلل، ولاړ ماشوم په ځمکه، ځمکه ځان وهۀ. د موټر وهلي ماشوم له خولې او پوزې وینې روانې وې، بې هوشه پروت وه. موټروان تښتېدلی رنګ او وجود رپېدلی هک پک حیران ولاړ وه. یو کس پرې غږ کړ: هله موټر راوړاندې کړۀ، چې ماشوم شفاخانې ته ورسوو. په بیړه څو کسانو ماشوم موټر ته پورته کړ او یو دوه کسان ورسره کېناستل او حرکت یې وکړ. چورت مې بیخي خراب شو او د کور په طرف روان شوم.د ماشوم غریب او معصوم حالت مې سترګو، سترګو ته کېده، چې کور ته راورسیدم، مور مې ووې: زویه، ناوخت دې کړ!؟ د پېښې کیسه مې ورته وکړۀ، مېوه مې ورکړۀ، خپلې کوټې ته روان شوم. هیله او نرسه دواړه له مخامخ کوټې راوواتې، چې زه یې ولیدم؛ نو د ټیکریو پیڅکې یې مخونو ته ونیوې، د نغري لور ته لاړې او زه کوټې ته ننواتم. څو شېبې وروسته ډوډۍ تیاره شوۀ، د هیلې دوی سره راغلې ماشومې مې مخې ته شنه سبزي، وریژې او قورمه کیښودۀ، بېرته په منډه لاړۀ. ډوډۍ مې وخوړۀ، غوري او قابونه مې د کټ لاندې کيښودل. زه له کړکۍ څخه کوټې ته راپرېوتي لمر ته پر توشکه کېناستم او د باندې لور ته مې کتل. شېبه وروسته هیله د نالکۍ خواته راغلۀ او زما طرف ته یې راوکتل. ژر مې دروزاره بنده کړۀ، چې څوګ مې ونه ویني او بیا مې غلی غږ پرې وکړ: هیلوووو دا څنګه ورځ ده، ته زموږ کور ته راغلي یې، والاکه مې هېڅ باور کیږي. هغې لومړۍ د برانډې لور ته وکتل او بیا یې راته ووې: الهامووو دومره خوشاله یم، چې درته ویلی نشم، زه هم داسې فکر کوم، چې خوب وینم او بیا د کړکۍ لوري ته رانږدې شوۀ. ورته مې وویل: کوټې نه څوګ درباندې راونوځي. په خندا یې ووې: ولې څه پرادی خو نه یې، رادې شي نو او بیا یې خبره وغځوله: اې الهامیه، نن خاص ستا سره لیدو او خبرو ته راغلې یم، ته یو ځل د باندې ووځۀ، چې دوی دې وویني، لږ وروسته پټ بېرته همدې کوټې ته راشۀ. زه د زنګ په بهانه، چې له شفاخانې څخه نرسې راته کړی دی، ستا کوټې ته درځم. ما چې ځواب ورکاوه، مور مې له کوټې راوواته. هیله ژر په سطل ډکولو لګیا شوه او ما کړکۍ بند کړۀ، لږ وروسته د باندې وواتم. د کوڅې په بر سر کې ماشومانو کرکټ کاوۀ، ورته مې ووې: ما لوبه کې نیسئ؟ بېټ په لاس بال ته ولاړ ماشوم په بیړه وویل: هو، ما پسې دې نوبت دی. موبایل مې د جمپر جېب ته کړ او له دسمال سره مې یو ځای ناست ماشوم ته ورکړل. په لوبه کې ورسره ودارېدم، شېبه وروسته د بېټ وار راغی. کوم ماشوم چې بال راته کاوه، ورته مې وویل: زما کرکټ نه دی زده، ورو بالونه کوۀ. سمه ده یې ووې، توپ یې راوعورځوۀ. داسې پسې تاوو شوم، لکه په ریښتیا چې مې نه وي زده، ومې نه وهه. ټولو وخندل، د اور په وروستي بال یې رانه د ویکټو پر ځای ولاړه بوشکه وویشته، ماشومانو له نارو سره رامنډه، هله اوټ شو. څو دقیقې ورسره ولاړ وم، بیا مې د هیلې خبره رایاده شوۀ، جمپر او دستمال مې واخیستل کور ته روان شوم. دروازه مې غلي حلاصه کړۀ او کور ته ننواتم. په انګړ کې مې یوې بلې خوا ته وکتل، څوګ نه وو. په داسې ډول چې هېڅوګ مې ونه ویني، په بیړه د کړکۍ له لارې کوټې ته ننواتم. زړه مې بې واره ټوپونه وهل، لکه پرادي ځای ته چې راغلی وم. په کټ کې مې دواړه لاسونه سر ته لاندې کړل او اوږد وغځېدم، همدا سوچونه مې وهل، چې اوس به هیله راځي او اوس. له ځان سره به مې ویل، دا خو سم لېونتوب دی، که څوګ مو وویني؛ نو څه به وایي؟ موبایل مې راواخیست، چې ډېټا مې خلاصه کړۀ؛ نو د هیلې مسېج راغی، لیکلي وو: ته خو پسې ورک شوې، لکه چې چا وتښتولې؟ ځواب مې ورکړ، کوټه کې یم، لږ وړاندې راغلم. بیا یې راولیکل: هله زنګ وکړۀ، زه د نرګس په نوم غږ درته کوم، له دوی څخه د خبرو په بهانه ستا کوټې ته درځم. سمه ده، مې ولیکل او بیا مې ورته زنګ وکړ. زړه مې درزا شروع کړه، هغې له اوکې سره سم غږ: سلام نرګس، لږ غلي شوۀ، لکه د مقابل کس خبرې، چې اوري بیا یې وویل: زه نن د ترورزیو کره راغلي یم، ته ودرېږۀ، چې زه د څنګ کوټې ته واوړم، یې ووې، اړیکه یې پرې کړۀ. شېبه وروسته د دروازې غنګ شو، د زړه درزا مې لا زیاته شوۀ، سترګې مې پټې کړې، نه پوهېدم چې څه وکړم. هیلې غږ کړ: الهاموووو. په خوله مې ګوته ورته کیښوده، د بلې کوټې لور ته مې په لاس او سترګو اشاره وکړۀ. هغې ژر دروازه بند کړۀ او بیا یې دغه ټپه راته وکړۀ: دیدن د سر په بدله دی چې سر ساتې خاورې به وکړې دیدنونه ورته مې ووې: اې هیلو، ته لېونۍ شوي یې، دغه بله کوټه له خلکو ډکه ده، که څوګ راشي؛ نو څه به وایي؟ په کټ کې مې څنګ ته کېناسته، زما لاس یې خپل ټټر ته یووړ او بیا یې ووې: ته مې زړه وګورۀ، نور بهر راوځي. ورته مې وویل: ما وګورۀ، له تا په بد حال یم. هغې جېب ته لاس کړ، یو کوتی یې راوویست او بیا یې ماته ووې: لاس دې ونیسۀ پخپلو لاسونو ساعت درتړم، ورپسې یې ګوتمه راپه ګوته کړه. هیلو مې وکړل، نور خبرې رانه ورکې شوې، چې اوس څه ووایم. هغې بیا وویل: الهاموووو داسې مې په خیال کې هم نه راتلل، چې زه به دې څنګ ته کېنمه، دا څنګه ورځ ده؟ سترګو ته مې یې وکتل او بیا مې ورته ووې: زه اوس هم باور نه کوم، چې دا ریښتیا دي، دا یو خوب دی، خوب. په خندا یې راته ووې: لېونیه، دا هر څه ریښتي دي، خوبونه موبونه نشته، دادی زه دې په ژوندۍ بڼه څنګ ته ناسته یم، موبایل یې راواخیست او بیا یې زیاته کړۀ، هله نو بلې کوټې ته ځم، یو عکس اخلو. سمه ده مې وکړل او ځان مې تصویر ته برابر کړ، چې دروازه خلاصه شوه. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)