ــــ✍️ ترتيب او ژباړه محمد علي غزال خلکو له امام احمد بن حنبل((رحمه الله)) څخه په داسې حال کې چې جومات له لمونځ کوونکو ډک و، په رشخند او ملنډو وپوښتل، دوي وويل: فکر وکړه په جومات کې څومره لمونځ کوونکي دي؟ ( دوی په دې ډېر شمېر خوشحاله وو). نو امام احمد ((رح)) دوی ته ځواب ورکړ: هيڅوک هم په جومات کې نه شته، سره له دې چې مسجد له خلکو ډک و، دوي بيا ورته وويل: آيا ته ړوند یې؟ نو ده ځواب ور کړ او وويل: ړوند هغه څوک دی چې له کونډې سترګې پټوي چې د هغې سره له درانده درد کوي. ړوند هغه څوک دی چې مخ قبلې ته کوي، خو يتيمانو او فقيرانو ته شـــا اړوي. ړوند هغه څوک دی چې الله جل جلاله ته سجده لګوي، خو د هغه پر بندګانو باندې ځان لوړ ګڼي. ړوند هغه څوک دی چې د لمونځ کوونکو په اول صف کې ولاړ وي، خو د وږيو له صفه او د حق له وینا غائب وي. ړوند هغه دی چې بس يوه ورځ صدقه ورکوي، سره له دي چې هغه په هره ورځ صدقه کولو برلاسی دی. ړوند هغه څوک دی چې د بيت الله شريف تواف کوي، خو د شاوخوا فقيرانو طواف يې هېر کړی، په داسې حال کې چې هره ورځ له سختې لوږې مړه کيږي. ړوند هغه څوک دی له طعام څخه روژه دی، خو به حرامو يې روژه نه دی نیولی. ړوند هغه څوک دی چې اذان اواز اوچتوي، خو مور او پلار نه پورته کوي. [نیکې نه ورسره کوي] ړوند هغه څوک دی چې روژه نیسي، خو بيا په پير او پلور کې ټګي او برګي کوي. ړوند هغه څوک دی چې لوی رب (ج) ته لمونځ کوي، خو له مسلمانانو سره په زړه کې کينه، بد ايسېدل بغض (بد ګڼل) او سپکاوي ساتي(لري). ړوند هغه کس دی چې دده د عبادت، اخلاقو او معاملو ترمنځ لوی درز وي. ړوند هغه کس دی چې لمونځ کوي، روژه نيسي او الله (ج) ته سجده لګوي، خو دی د ظالمانو مرسته کوي. ړوند هغه دی چې لمونځ کوي، خو لاسونه يې د مسلمانانو په وينو ککړ دي. ړوند هغه دی چې د دين ځينې موارد [احکام] مني او ځينې پريږدي. ړوند هغه څوک دی چې لمونځ کوي، خو ګټه نه ورته رسوي. نو څوک چې په دونيا کې ړوند وي بيا به هغه په آخرت کې هم ړوند او ډېر بېلارې وي.شريعت ورځپاڼه ۲ مخ د زمري ۳مه ۱۴۰۵ ة .ش *عبدالله امير*
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
15 ټولې رایې
5★
5
4★
2
3★
6
2★
2
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
211 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
434 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)