سلامونه ملګرو!په دې هیله چې ټول روغ او جوړ به یاست.ستاسو د ډېرو غوښتنو وروسته مې پرېکړه وکړه چې سر له سبا، انشاءالله، په وټساپ کې هم یو نوی ناول خپور کړم.دا ناول به یوازې زما په وټساپ چینل کې خپرېږي او د ټلګرام له ناول «وینه څښونکې» سره هېڅ تړاو نه لري.کوم ناول چې په وټساپ کې یې د نشر کولو اراده لرم، شاوخوا دوه کاله مخکې مې د هغه څو برخې په ټلګرام کې ژباړلې او خپرې کړې وې، خو د ځینو ستونزو له امله نیمګړی پاتې شو.نن چې مې بیا ورته وکتل، له ځان سره مې وویل: نیم ناول هېڅ خوند نه لري، راځه توکل پر خدای وکړه او بشپړ یې کړه.نو هیله لرم چې ناول مو خوښ شي او لکه د تل په څېر مې ملاتړ وکړئ.رښتیا که ووایم، دا کار یو څه لیونتوب ته ورته دی. ځکه اوس د «وینه څښونکې» ناول په ژباړه بوخت یم او هره ورځ پنځه یا شپږ مخونه ژباړم. د هغه تر څنګ د «ابلیس» ناول ایډیټ او اصلاح کوم، او همدارنګه یو تاریخي ـ اسلامي ناول هم ژباړم.یعنې درې ناولونه د ژباړې په حال کې دي او یو ناول د اصلاح په حال کې دی. کار ډېر سخت ښکاري، خو بیا هم غواړم دا کار وکړم.پوهېږم چې تر هغه چې دا ټول کارونه پای ته رسوم، ښايي ډېر ستړی شم، خو وخت کم دی او کارونه ډېر دي. غواړم د تلو مخکې خپلې ژبې ته یو څه پرېږدم.کېدای شي نن دا کار د ډېرو لپاره مهم نه وي، خو زه یې د خپل زړه لپاره کوم. څو کاله وروسته چې شاته وګورم، غواړم ووایم: تر خپلې وسې مې د خپلې ژبې لپاره یو څه کړي دي.نو توکل پر خدای.د ناول نوم: چاکلیټد ناول له پیل مخکې څو خبرې:لومړی: دا ناول د یوې واقعي کیسې پر بنسټ لیکل شوی دی. د کیسې ټولې پېښې کرښه په کرښه رښتینې نه دي، خو اصلي موضوع او داستان یې له واقعیت څخه اخیستل شوی دی.دویم: هغو کسانو ته چې عمر یې له شلو کلونو کم دی، د دې ناول لوستل نه سپارم، ځکه پکې ځینې ډېرې سختې او زړه بوږنوونکې صحنې شته. نو له کمعمره لوستونکو هیله کوم چې له دې ناول څخه تېر شي.درېیم: هغه کسان چې له تاوتریخوالي، ظلم او سختو خبرو سره حساس دي، ښايي دا ناول ورته مناسب نه وي. د ناول ډېره برخه د رواني ظلم او تاوتریخوالي پر موضوع راڅرخي.د دې ناول د انتخاب یو مهم دلیل د سادیزم (Sadism) موضوع ده. سادیزم یو رواني حالت دی چې انسان د بل چا له درد، کړاو او ځورېدو څخه خوند اخلي.البته دا حالت په ټولو انسانانو کې یو شان نه وي؛ په ځینو کې کم وي او په ځینو کې ډېر. خو په دې ناول کې د دې حالت ډېره شدیده بڼه ښودل شوې ده.نو که احساس کوئ چې دا ډول موضوعات مو پر روحیه اغېز کوي، ښه ده له لوستلو مخکې فکر وکړئ.څلورم: د ناول کیسه زموږ په ګاونډي هېواد ایران کې رامنځته شوې او د هماغه ځای د یوه لیکوال اثر دی. له همدې امله به د هغوی قوانین، دودونه او فرهنګ پکې ډېر ښکاره وي. یعنې د ایران د شیعه ګانو اعتقاد به تاسو ته ښکاره شې چې څنګه عقیده لری. ما هڅه کړې چې ژباړه داسې وړاندې کړم چې زموږ له دین، کلتور او عنعناتو سره په ټکر کې نه وي.پنځم: وروستۍ او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ناول کې به داسې خبرې او اصطلاحات هم راشي چې زموږ له دین او فرهنګ سره برابر نه وي. او تاسو به پوه شې چې زموږ اکابر، عالمان ولې شیعه ګانو ته بلخصوص د ایران شیعه ګانو ته د کافر لفظ استعمالوې، شیعه تر شیعه فرق لری د افغانستان شیعه ګان خو ماشاءالله مسلمانان دې😁😂 غواړم دې ناول کې هغه اصل شیعه تاسو ته معرفی کړم.دا ناول ځکه جالب ده چې هم روانشناسي موضوع لری هم اجتماعی او هم دینی اړخ لری نو موږ د کیسې د امانت ساتلو لپاره هغه څه چې په اصلي اثر کې دي، هماغسې رااخلو، خو هر ځای چې اړتیا وي، وضاحت هم ورسره لیکو، څو لوستونکی غلط برداشت ونه کړي.د دې ناول د ژباړلو موخه لومړی دا ده چې تاسو د سادیزم په اړه د یوې واقعي کیسې له لارې معلومات ترلاسه کړئ، او دویم دا چې د شیعه ګانو د فکرونو او باورونو له ځینو اړخونو سره بلد شئ.او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې کله د ظلم کیسه لولئ، موخه یې دا نه ده چې ظالم شئ؛ بلکې موخه دا ده چې پوه شئ ظلم څومره بد دی او څنګه باید له هغه څخه ځان وساتو.دا ناول به سبا لخیره زما و ټساپ چینل کې نشر کېدل پیل شې دغه لینک دې د چینل:https://whatsapp.com/channel/0029Vb8NFkd2ZjCthkjWDP2Oدا هم زما د ټلګرام چینل لینک دې هلته یو بل نوی ډارونکې او جنایی ناول نشر کوم په نوم د وینه څښونکېhttps://t.me/pashtoonovels0
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
4.1
19 ټولې رایې
5★
8
4★
6
3★
4
2★
1
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
✅📚 جالبه کېسه
✅📚 جالبه کېسه : یو عرب غوښتل چې دوهمه میرمن وڪړي ، نو د ڪعبې شریفي امام ته ورغی امام ته یې وویل چې زه غواړم چې د ی...
ریس خادیم
97 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
فقیر
فقير د يو کور دروازې ته ودرېد، کوروالا سخت بخیلان وه، فقير وويل: بې وزله يم، مسکين يم، خيرات راکړئ، سخت وږی يم. هغوی پر...
ریس خادیم
78 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
خوندوره کيسه 🗣🗣
خوندوره کيسه 🗣🗣 خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونې په سر کې مرغ...
ریس خادیم
150 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)