چا ویل عقل د هر مشکل حل دی؟!!! وائي سې درې کسان د اعدام لپاره د دار تر رسۍ لاندې ودرول شول: یو دیني عالم، یو وکیل، او یو فزیکپوه.لومړی – دیني عالم: کله چې ترې د وروستۍ خبرې پوښتنه وشوه، په ډاډ یې وویل:«الله… هماغه دی چې ما به وژغوري.» د دار کړئ کته راټیټه شوه، خو د هغه تر غاړې لږ مخکې ودریده.ټولو داسې فکر وکړ چې معجزه وشوه… نو عالم پرېښودل شو.دوهم – وکیل: کله چې د وکیل وار ورسېد، په ارام یې وویل: «زه د دیني عالم په څېر نه یم، خو عدالت پېژنم… عدالت به مې حتمي ژغوري.»د دار کړئ را کته شوه او د ده تر غاړې لږ مخکې بيا هم ودرېده.هغوی باور وکړ چې عدالت کار وکړ… نو وکیل یې هم خوشې کړ.درېیم – فزیکپوه: خو فزیکپوه د خپل وار پر مهال د بشپړې باوري څېرې سره وویل: «نه زه د دیني عالم په څېر یم، او نه د وکیل په څېر عدالت پېژنم…خو زه پوهېږم چې د دار د کړۍ په رسۍ کې یوه غوټه ده چې د هغې د را کته کېدو مخه نیسي.»جلادانو غوټه وکتله او رښتیا یې وموندله… غوټه یې سیده کړه.او بیا چې یې کړۍ راښکته کړه، هغه یې د ژوند وروستۍ شیبه وه.عبرت: ځینې وختونه، په خطرناکو لحظو کې، هوښيارتیا په دې کې نه وي چې هر څه مو چې زده دي ووایاست…بلکې په دې کې وي چې پوه شئ څه وخت باید چوپ پاتې شئ، او څه وخت ځان نا پوه وښایئ.ځکه کله ناکله خاموشي ژوند ژغوري…خو ناڅاپي ځلا په ناسم وخت کې انسان ته د ژوند په بيه تمامېږي. ځکه خو په دري کې وائي «هر سخن وقتی و هر نکته مکانی دارد.!#د_ژوند_درسونه‼ #پندونه📈 #نصيحت✍ #شير_يې_کړئ📱
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)