که تاسي د یوه شرابي سړي سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو تاسي به داسي احساس کړئ چي ژوند خو ډېر اسانه دی.که تاسي د یوه فقیر سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به دا احساس کړئ چي خپل هر څه مو په خیرات کي ورکړي وای.که تاسي د یوه مشر (سیاسیون) سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به فکر وکړئ چي ستاسي ټولي زده کړي بې ارزښته وې.که تاسي د بیمې (لایف انشورنس) د استازو سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به احساس کړئ چي ګواکي مرګ تر ژوند غوره دی.که تاسي د تاجرانو سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به احساس کړئ چي عاید مو بیخي کم دي.که د ساینسپوهانو سرع ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو درته به د خپلي ناپوهۍ احساس وسي.که تاسي د یوه ښه ښوونکي سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به دا هیله درته پیدا سي چي بېرته زده کوونکی سئ.که د یوه بزګر یا مزدور سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به دا احساس کړئ چي تاسي کافي سخت کار نه دی کړئ.که تاسي د یوه سرتېري سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به فکر وکړئ چي ستاسي خپل خدمتونه او قربانۍ خو هیڅ وې.او که تاسي د یوه ښه ملګري سره ۱۱ دقیقې کښېنئ، نو به احساس کړئ چي ژوند مو جنت دی.نو؛ تاسي چي هر ډول عینکي په سترګو کوئ، نړۍ به هم هماغسي درته ښکاري.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)