ډار یا ویره څه شی ده؟ ډولونه يې او پرې برلاسي کېدل لیکوال: ماهر نيازیډار يا ترس، ډاډمن نه اوسېدل او په خپل ځان د باور کمښت ته ويل کېږي. دا چې زرګونه خلک ولې د لويو موخو په ټاکلو او رسېدلو کې ناکام دي؟ دا د هغوى په ډار او په خپل ځان باندې په ډاډمن نه اوسېدلو باندې څرخي؛ ځکه چې په خپلو غښتلتياوو خبر ندي او له پايلو يې ډاريږي.همدارنګه د ډار مختلف ډولونه دي چې زمونږ د پرمختګ مخه نيولی شي. د ډار ډولونه په لاندې توګه بيانولاى شو: ۱- له خپلې طبېعي څېرې نه شرمېدل: ځېنې داسې کسان شته چې له خپل ظاهر، د وجود تناسب، د ويښتانو ډول، ونه، رنګ او داسې نورو اړخونو نه شرمېږي او ځان ځوروي. آيا پوهېږئ؟ کله چې الله تعالى تاسو خلق کولئ څه يې وفرمايل؟ الله تعالى وفرمايل: دا زما بهترين خلقت دى.کله چې تاسو ټول د الله په وړاندې بهترين خلقت ياست او اړين هم د الله قضاوت دى، نو تاسو ولې د ځان لپاره د کمښت قضاوت کوئ؟ هېندارې ته ودرېږئ، ځان ته ځير شئ، په خپل خالق او ځان وياړ وکړئ!د دې تر څنګ ځانته رسېدنه وکړئ، ظاهري پاکوالی وساتئ، کالي مو اوتو کړئ او ځانته ارزښت ورکړئ. انشاء الله نا مناسب سوچونه مو لېرې کېږي. ۲- د مشتريانو د له لاسه ورکولو لپاره ډار: خپل غوره او بهترين وړانديزونه وکاروئ، خپل د ضعف ټکي لېرې کړئ او ورځ په ورځ د نوښت لپاره کار وکړئ، دا ډار به مو لېرې شي. ۳- له بې لارې کېدو نه ډار: د دې په ځاى چې بې ځايه سوچونه وکړئ، مطالعه وکړئ، مثبت او د پاکوالي په لور سوچ وکړئ. هر لوري ته چې پام کوئ هماغه مو برخلېک ټاکل کيږي. ۴- د شته شيانو د له لاسه ورکولو لپاره ډار: الله تعالى ژوند ته يو خاص نظم او ترتيب ورکړى، هر څه چې لرو او يا هم له لاسه ورکوو، هغه په خپل وار سره کېږي. مونږ يې د کنټرول توان نلرو، يوازې کولاى شو د راکړل شويو څېزونو نه سمه ګټه واخلو. ۵- د نورو خلکو سوچونه د ځان په اړه: د ملا نصرالدين داستان يو مشهور داستان دى د دې موضوع لپاره، چې خلک د مثبت او منفي دواړو لپاره خپلې خبرې لري. هېڅ يو کامياب انسان بې له تېروتنو ندى رسېدلى. نو تېروتنه کول عامه خبر ده، نه زمونږ ستونزه.د خلکو خبرې يوازې د خبرو په حد کې دي، عمل او کړنې ستاسو لاس کې دي. په خپل ژوند او کړنو تمرکز وکړئ.ډار مونږ خلق کړى، شتون نه لري! ډار ته نه ووايئ او خپلې هر ډول موخې ته ښه راغلاست او په عمل تمرکز وکړئ.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.5
27 ټولې رایې
5★
6
4★
7
3★
8
2★
6
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
355 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)