oiuytrew
ریس خادیم

ډاکټر لیوه 🩺

211 لیدنې 15 رایې
3.6 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

ډاکټر لیوه 🩺 :یو مازدیګر، په دښتو کې خړ رنګ خر روان و، چې ناڅاپه یې د ځنګل تور ببر لیوه مخې ته ودرېد. خره چې د لیوه نیت وپېژاند، پښې یې سستې شوې، شونډې یې وځړېدې او سترګو کې یې اوښکې راغلې. په زارۍ او بغارو یې ورته وویل: اې ښاغلي لیوه! که ته ما خوړل غواړې، دا ستا زور دی، خو یوه خبره درسره لرم... زما په پښه یو مېخ ننووتی، که دې زه وخوړلم، خوله به دې زخمي شي، ښايي خوند دې خراب شي. ښه دا ده، اول مېخ راوباسه، بیا هر څه دې چې خوښه وي! لیوه، چې د عقل او احتیاط په جامه کې ځان ډاکټر احساس کړ، د خره پښې ته کیناست، ویې ویل: دا خو د حیوانانو د روغتیا لپاره یو ښه خدمت هم دی. لاس یې کړ او د مېخ په لټون شو، خو لا مېخ پیدا شوی نه و، چې خره یوه پخه، سمه او هدف‌لرونکې لغته ورکړه؛ پر خوله یې ولګېده، غاښونه یې لکه د اوړي واوره خواره واره خور شو، لیوه پر شا ولوېد، خره منډه کړه، ګردونه یې شاته پرېښود. لیوه، چې د زخم له درد نه کوږ و، خو د عبرت له درده نور هم کوږ شو، له ځانه سره وویل: افسوس، دا مې له پلار او نیکونو سره انصاف ونه کړ! هغوی د ښکار هنر را زده کړ، ما ډاکټري ته ولې زړه ښه کړ .!؟

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (15)

15 ټولې رایې

5★
3
4★
5
3★
5
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan